شعـــــرونه

زوی د لوى ملاعمر يې بختور يې/ مفتون

اکرام الدين مفتون

زوی د لوى ملاعمر يې بختور يې
د عمر صفات لرې د وخت عمر يې

مظلومانو لره ډاډ آو اطمينان يې
درنه جار شم ظالمانو ته خطر يې

توفانونه په تا هيڅ کولى نه شي
دنګ پامير يې او په واورو پټ سپين غر يې

روڼ سراج د حقانيت درسره مل دى
بريمن يې همسفر د برادر يې

خداى دې وساته تر ډېره ډېره ډېره
ته ددې ملت شمله يې او څادر يې

چې سرزور جهان يې ريږدي له اثره
اخ د داسې شازلميو سرلښکر يې

ارمانونه يې په تا پورې تړلي
د مفتون د سترګو تور د زړګي سر يې

((مفتون))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx