افغانستان

د ازبکستان وارداتي برښنا ستونزه حل شوه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳  مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د ازبکستان وارداتي برښنا چې تېره ورځ ۶۰ سلنه کمه شوې وه، نن بېرته عادي حالت ته را ورګرځېدله.

برښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د وارداتي برښنا کچې کمېدل د تیلي مرجان برښنا په تولیدي دستګاه کې د تخنیکي ستونزې  رامنځته کېدل و چې له کبله یې د ازبکستان هېواد د برښنا له کموالي سره مخ شوی وو او له همدې امله یاد هېواد افغانستان ته د وارداتي برښنا کچه هم راټیټه کړې وه.

یاد شرکت زیاتوي چې دغه ستونزه نن حل شوې او سهار د ۷ بجو په شاوخوا کې ازبکستان هېواد وارداتي برښنا عادي حالت ته را وګرځوله.

برښنا شرکت وايي چې له دې وروسته لنډمهاله پرچاوۍ به د برښنا کموالي او د مزو د اضافه بارۍ له امله وي.

د یادونې وړ ده چې حاضره د افغانستان ۳۸ سلنه خلک برښنا ته لاسرسی لري چې ډيری برخه اړتیاوې د مرکزي اسیا له هیوادونو څخه پوره کیږي.

د برښنا شرکت مسوولین وايي چې د افغانستان داخلي برښنا تولید محض ۲۲ سلنه اړتیاوې پوره کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx