نظــر

ملا يعقوب؛ د افغاني برم رښتينی سمبول

ابوبکر خپلواک

ابوبکر خپلواک

په ټولنیزو رسنیو کې هر ورځ یو موضوع بارزه وي، دا یوازې زموږ په هېواد کې نه بلکې د خاکي نړۍ په هر ګوټ کې نن دا حال دئ، خو بدلون موجود وي، د اشغال په دور کې به د مؤمن افغانستان میډیايي موضوع حتما په غم لړلې وه.

رژیم د ملت سره په ښکاره، اوږده او ظالمه جګړه بوخت و، هر ورځ به یې د جُرم او جنایت بونډرۍ کراسولې، کرایه شوي قلموال به یې لګیا ۇ تر څو انجام شوي جرایم پټ او یا تحریف کړي، تر ډېره بریالي هم و، عوام یې تر اېستلای شوی، د تردود حالت ته یې ټېل وهل، د میډیایي دروغو غبار بې یې نهایت زیات و، همدا لامل و چې اکثریت ټولنه د حق سره په پیوستون کې ځنډمنه او یا هم پاتې شوه.

خو کله چې د ظالم اشغال کډه بار شوې، مؤمن افغان د آرام ساه اخیستې، ورځ یې بدله شوې، اوس یې نه د تن او نه د تربور ویني بې ځایه ځي، د بدخشان له لوړو را نېولې د هلمند تر دښتو په مثالي امنیت مخالف هم معترف دئ.

ځکه د افغاني میډیا ورځنۍ موضوع خوږه لکه حلوا وي، تر ډېره د نظام د بریا زیري او د هېواد د سوکالۍ اخبار لولو. مشران دومره محتاط ګامونه اخلي چې ناقدینو ته د نقد سوژه او نمړۍ نه برابریږي. دوښمنې رسنۍ د خبر د فقر له وجې داسې یوې موضوع ته لاس واچوي چې مړي هم خندوي.

په همدې تسلسل پرون ورځ د ستر عمر او ولي الله امیرالمؤمنین (رحمه الله) زوی او اوسنۍ د ملي دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د څوم ځل لپاره د میډیا په مخ کې را څرګند شو.

د تېر په څېر یې بیا هم په بیان او وینا کې د غیرت، آزادۍ، دقت او وقار بوی بارز و، افغان قلموالو یې هم حق اداء کړ، واړه او غټ یې په مدحه او ستاینه کې کرښې او آن نظمونه ولیکل، همدومره کفایت کا، زه یې په باب څه نه لیکم.

ځکه یعقوب ته همدا ویاړ هم بس دئ چې د عمر په کور کې دنیا ته راغلی، او ددې با شهامته پلار له وقار ډک لاس یې په سر را تېر شوی. بس دئ همدومره بس دئ، دی زه بختور ګڼم. تاسو که د دریم عمر مناقب او د ولایت قصې نه وي لوستې ممکن پدې پورته کرښو مې ملامت کړئ، خو حتمن یې ولولئ.

اصل هدف ته راځم؛ د ملي دفاع د ځوان وزیر له پرونۍ وینا ماته دوه خبرې ښې جوتې شوې، اول دا چې د طالب مخالف د طالب او عالم سره د دوښمنۍ له امله ډېر کله آن دین غندي، دوي به ویل؛ اوس هم دا الازم زنده دئ، چې وایي عالم او ملا د مدریت چارې نشي سمبالولای، خو د ځوان مولوي یعقوب د وزارت له بریمنو چارو او له پرونۍ متوازنې وینا معلومیږي چې دین پوره او اصل پېروان یې تر ټولو بریمن انسانان دي. دوي کولای شي هر څه سم مدریت او هر ګام په محتاط او چټکۍ سره واخلي. دلته د اشغال په دور کې فکر او ارزښت تحریف شوی، ځکه په هر بنسټ کې د اساسي بدلون اړتیا احساسیږي.

مؤمن افغانستان دا ځل را پورته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x