افغانستان

خوست کې زرګونه کسان د امنيتي ځواکونو استقبال ته راوتلي وو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،  ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۰ل): خوست کې زرګونه کسان د ځانګړو امنیتي ځواکونو (کوماندو) بې ساري استقبال ته سرکونو ته راوتلي وو.

د خوست څخه نن ټکی اسیا ته را رسېدلي راپورونه وايي چې د ۲۰۳ منصوري قول اردو څخه د کومانډو ۱۵۰ ځانګړي ځواکونه فارغ شوي وو چې د خوست د خلکو له پراخه او تاوده هرکلي سره مخ شوي.

دا لومړی ځل دی چې په دومره لوی شمېر کې خلک د امنیتي ځواکونو څخه استقبال کوي.

د چارو شننونکي وايي چې د تېر رژیم پر مهال ډير کوښښ کېده چې پولیس او عسکر ته په ولس کې ځای پیدا کړي او له همدې لپاره یې پروژيي استقبال لپاره پراخه کمپاین هم کېده خو دغه غونډو ته د راتلونکو کسانو شمېر به تر سلو نه اوښت چې اکثریت به یې د رژیم مسوولین ول.

په ټولنیزو رسنیو کې فعالانو لیکلي دي چې د امنیتي ځواکونو څخه په دومره لوی شمېر کې د خلکو استقبال د دوی سره د ولس د مینې ښکارندويي کوي.

ځینو فعالانو لیکلي دي چې اوس خلک امنیتي ځواکونه ځکه استقبالوي او خپل یې ګڼي، ځکه دوی په ريښتوني معنا د خلکو د مال و ځان او ناموسه امنیت ساتي.

ځينو کسانو لیکلي دي چې د ضربتیانو له وحشت و دهشت خلک پوزې ته راغلي و ځکه د خوست ولس د امن ځواکونو ته په یو غږ ټول سرکونو ته راووتل او استقبال یې ترې وکړ.

یو ټولنیز فعال لیکلي چې مخکې همدا ټانګونه او عسکر و، خو څوک نېږدې نه شو ورتللی، ځکه چې هغوی د نیویارک او واشنګټن د ساتنې ټټر وهلو او د هغوی عسکر و،نن دې ولس امنیتي ځواکونه او ټانګونه دي، ځکه پرې ولس راټول دی.

همدا راز یو بل ټولنیز فعال لیکلي دي چې جالبه داده چې د حکومت خلاف د پنځو کسانو لاریون د رسنیو د خبرونو سرټکی وي خو د امنیتي ځواکونو استقبال ته راوتلي زرګونه کسانو خبر هېڅ رسنیز نه شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

انشالله و رحمان دا د خوشحالي ډک منظر ددې ثبوت دئ چي د افغانستان واقعي اسلامي او افغاني ټولنه د خپلو واقعى مجاهدینو سره مينه او ورسره په څنګ کې ولاړ دي. ژوندي دي وي زمونږ اسلامي افغان ولس او افغان اسلامي فوځ 🌴🕌🕋🕌🌴🤩😀😅💐🌺💚💖🧡💙💛🌹🌳💐🌵

طوطی

ډیر هوښیار اوسه طالبه د خلکو زړونه په لاس راوړه د ګدایی کچکول دی له غاړی لری کړه خوزښت پکار دی. افراطیت مکوه چی ډیر زر بدی ختم کړی. د خلکو تحقیر مکوه، د خلکو حرمت ساته که نن د خوست پښتانه ستا ستاینه کوی خو هاخوا بیا فاریاب کی به ستا لمن درټوله کړی د ستا له منځه به درباندی حمله وشی که یو ولایت شمال کی سقوط سو پوه شه چی نور به کونه ورته ټینګه نکړې. حکومت کیدی ملی اشخاصو ته ځای ورکړه دا ټو حقانیان لری کړه په نس مړولو په والله که و ارزی. دوه… نور لوستل »

Karwan

هو ډيره مننه ستر مشره طوطي خانه.
ستا نصحت او مشوري مو دزړه په غوږو واوريدي او همداسي به کوي او وبه شي.
کاروان

سهراب درویش

ماشاءالله دا ډیر یو د خوښی ځای دی چی زمونژ هیوادوال خپل امنیتي سرتیر بغیر له کوم ډار څخه هغه ستایی او هغته خپله غیږه خلاصوی چی راشه ای د هیواد باتور زلمیه. په مخکینې حکومت کی زه خپله د نظام دیر طرف دار وم خو هیچا د ډاره څه نشوای ویلا ځکه په ریښتیا هم هغه د امریکا ساتونکی وو خو اوس مو چی د خپل گران هیواد ساتونکی په واقیعی معنا راسره دی دا ډیر یو د شکر ځای دی ای زما د وطن ساتونکیه درباندی ویاړم د ژوند په ټولو پړاوونو کی درته د بریالیتوب دعا کوم… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x