ورزش

ریال مدرید برسلونا ته پرلپسې په پنځمه لوبه کې هم ماتې ورکړه-ویدیو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د هسپانوي کلبونو (ریال مدرید او برسلونا) ترمنځ د الکلاسیکو مشهوره سیالۍ یو ځل بیا ریال مدرید وګټله چې په مرسته یې د هسپانوي سوپر لیګ پایلوبې ته لار وموندله.

دغه لوبه چې د سعودي په ریاض ښار کینګ فهد لوبغالي کې ترسره شوه، ریال مدرید له جالبې لوبې وروسته برسلونا ته د ۳ په ۲ ګولونو توپیر سره ماتې ورکړه.

برسلونا لوبډله په تېرو دوه کلونو کې د اداري ستونزو او د لیونل میسي د تګ څخه کړیږي، او اوسمهال یې یو شمېر لوبغاړي ټپيان دي، خو د ریال مدرید پر وړاندې یې په زړه پورې لوبه نندارې ته وړاندې کړه.

دغه تر ۹۰ دقیقو ۲-۲ مساوي شوه چې ۳۰ دقیقې نور اضافي وخت ورکړل شو، په اضافي وخت کې د ریال مدرید لوبغاړي ویردي ولویردي په ۹۸مه دقیقه کې ګټونکی ګول راوړ.

له دې وروسته دواړو لوبډلو ته فرصته په لاس ورغلل خو په ګول وهلو ونه توانېدل. د ریال مدرید له لوری وناسیسیس جونیر، فرانسوي کریم بنزیما او یوروګوایي ویردي ولویردي ګولونه راوړل. په داسې حال کې چې د برسلونا له لوري لوک ډي یانګ او ځوان انسو فاتي یو یو ګول وواهه.

دا پرلپسې پنځم ځل دی چې ریال مدرید برسلونا ته په الکلاسیکو سیالۍ کې ماتې ورکوي. په ټوله کې ریال مدرید ۱۰۰ او برسلونا ۹۶ بریاوې خپلې کړې دي.

ریال مدرید لوبډلې په یادې بریا سره د هسپانوي سوپر لیګ پایلوبې ته لار وموندله، د یاد لیګ دوهمه نیمه پایلوبه به د اتلاتیک مدرید او اتلاتیک بیلباو لوبډلو ترمنځ نن د پنجشنبې په ورځ وشي.

بل لوري ته د برسلونا لوبډله په تېرو دوه کلونو کې د چاوي هرناندیز تر مشرۍ لاندې یو ځل بیا خپل پخواني تال ته راګرځېدونکې ده، چې د یو شمېر ټپي لوبغاړو سربېره یې ریال مدرید سره غوره لوبه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx