افغانستان

افغانستان بانک: د صرافۍ د اتومات ماشینونو (ATM) څخه ګټه اخیستنه عملاً پیل کېږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،  ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بانک وايي چې د سوداګریزو بانکونو ته یې متحدالمال مکتوب صادر کړی دی چې پر بنسټ به یې سوداګریز بانکونه په ځانګړو ځایونو کې د صرافۍ خپل کاره ماشینونه (ATM) څخه پيرودونکو ته د ګټې اخیستنې زمینه برابروي.

یاد بانک ویلي دي چې دغه مکتوب يې د افغانستان د بانکونو له ټولنې او سوداګریزو بانکونو سره د غونډو وروسته صادر کړی دی.

د افغانستان بانک ویلي دي چې دوی د هیواد د مرکزي بانک په توګه چې د بانکي سکتور لپاره د قانون جوړونکي او څارونکي مسئولیت پر غاړه لري، تل هڅه کړې ده چې د خلکو لپاره اغېزناکې بانکي آسانتیاوې رامنځته کړي.

مرکزي بانک زیاته کړې چې دوی د بانکي سکتور عادي حالت ته د راګرځولو په برخه کې په جدیت سره کار کوي او د صرافۍ د خپل کاره ماشینونو فعالیدل یو ښه زیری دی.

د یادونې وړ ده چې حاضره د افغانستان سوداګریز بانکونه په محدودو څانګو کې مشتریانو ته پیسې ورکوي چې له کبله یې ډیر خلک له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان بانک له خوا د وضع شوو محدودیتونو له مخې حاضره د انفرادي حسابونو درلودونکي  په میاشت کې یواځې ۱۲۰۰ ډالر او شرکتونو حسابونو تر ۲۵زره ډلرو پورې له بانکونو راویستلای شي.

که څه هم بانکونه محدود اندازه پیسې خپلو مشتریانو ته ورکوي، خو پر دې سربېره سوداګریز بانکونه خپل ټول ATM بند کړي دي.

تمه ده چې د ATM خلاصېدو سره به د بانکونو څخه د پیسو راویستلو کې د خلکو مشکلات تر ډيره بریده حل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x