د نن سرلیکنه

د کابل پرونی برید او د هیواد په روان بهیر یې پوځي اغیزې- سرمقاله

نن ټکی اسیا- سرمقاله: تیره ورځ د کابل ښار د قرغې سیمې په پوځي اکاډمۍ کې د یوه نفوذې سرتیري لخوا په بهرنیو ځواکونو برید و شو چې په ترڅ کې د یوه امریکايي بریدجنرال پر وژل کیدو سربیره ۱۵تنه نور بهرني پوځیان ژوبل شول.

که څه هم چې افغان چارواکي او کورنۍ رسنۍ د برید له تفصیلي جزئیاتوناخبري څرګندوي ،خو د سي .ان.ان ، رویټرز، اسوشتید پریس اونورو نړیوالو آژانسونو په حواله ویل کیږي چې د ژوبل شویو بهرنیانو په منځ کې د بریدجنرالي په رتبه یوجرمني افسر،۶ تنه انګلیسي پوځیان او د یادې اکاډمۍ د افغان قومندان په شمول یو شمیر نور امریکايي او افغان سرتیري شامل دي.

نوموړی برید له زماني او مکاني حیثیت نه په تیره ۱۳ کلنه دوره کې بیساری برید ګڼل کیږي ؛ ځکه د غربي رسنیو د ورکړل شویو رپوټونو په اساس دا لومړی ځل دی چې دومره لوړ رتبه امریکايي جنرال په افغانستان کې وژل کیږي.

د امریکايي تورن جنرال او الماني بریدجنرال د وژل کیدو او ژوبلیدو ترڅنګ د پیښې نور حساسیت په دې کې دی چې خپله د بهرنيو ځواکونو مطبوعاتي اعلامیې د نوموړی برید په ترسره کولوکې یو ولسي افغان وګړی او یو تن د ایساف سرتېری ښکېل بللي.

که په تیره ۱۳ کلنه دوره کې په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د امریکايي لوی جنرال وژل کیدل د امریکایانو لپاره يوه پوځي ضربه وي ، نو د هغه ترڅنګ په یاد بریدکې د آیساف ځواکونو مربوط سرتیري ښکیلتیاهم د خپل نوعیت له مخې لومړنۍ پیښه ده چې تراوسه یې د ترسره کیدو بیلګه نه وه لیدل شوې.

که تراوسه امریکایي اونور بهرني روزونکي د پوځي روزنې پرمهال پر افغان سرتیرو بي باوره ول ، له دې پیښې وروسته به هغوي حتما د ایساف ځواکونو په اړونده سرتیرو هم بي باوره وي او دیته به زړه نشي ښه کولای چې په ډاډه زړه افغان پوځیانو ته جنګي روزنه ورکړي.

همدا راز دغه پوځي اکاډمۍ د برتانیا د سنډهرټ اکاډيمۍ په څېرپه افغانستان كې یوه نمونه يي پوځي اکاډمۍ ده دچې د هغې په منځ کې د داشان خونړۍ پیښې او نفوذي سرتیرو موجودیت بله د اندیښنه وړ خبره ده چې د انګلیسي او امریکایي چارواکو د راتلونکو حربي روزنیزو پروګرامونو لپاره دخطر زنګ بلل کیږي.

داچې د انګلیسي چارواکو لخوا د نوموړې اکاډمۍ لپاره ۴۲ملیونه ډالره لګښت تخصیص شوی او د هغې په لومړۍ جوپه فارغینو کې داسې کسان شامل وي چې د خپلو حربي زده کړو لومړني تطبیقات د خپلو روزونکو په ویشتلو او وژلو پلي کوي دا به واقعا چې د انګلستان او ټولو هغو هیوادونو لپاره چې غواړي د افغاني ځواکونو د روزلو په پلمه په افغانستان کې خپل پوځي حضور وغزوي داسې یوه پیښه وي چې دوی به په دې هیواد کې پرخپلو راتلونکو پروګرامونو له سره غور کولوته اړباسي.

د کابل په قرغه سیمه کې دغه پوځي اکاډمۍ د نظامي محرمیت او حساسیت له مخې د هیواد په کچه تر ټولو خوندي او له پوځي او امنیتي لحاظه مجهزه اکاډمۍ بلل کیږي، د هغې په انګړ ،او بیا د هغې د حربي محصل په لاس د ا ډول برید له خپل ځان سره ډیر داسې دلالات لري چې له مخې یې په افغانستان کې د بهرني پوځي حضور تمدیدول ناشونی کوي .

که بهرنیان په تیره امریکایان د دغو خطرناکو دلالاتو باوجود بیاهم په دې هیواد کې د خپل پوځي حضور په غزولو ټینګار کوي دا به دوی ته د هغه تاواني قمار بایلونکي سړي حیثیت ورکړي چې د خپلې ټولې شتمنۍ په بایللوسره خالي لاس له میدانه پرشا او له تاوان او ارمان پرته بل هیڅ لاسته راوړنه ونه لري.

د نن ټکي اسیا سرمقاله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x