ورزش

په نړیوال جام کې د افغان ۱۹ کلنې لوبډلې مهالویش تغیر شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان نولس کلنو لوبډله چې د ځینو ستونزو له کبله یې سفر وځنډېد او په خپل وخت یاد هېواد ته ونه ورسېده، د کرکټ نړیوالې شورا یې مهالویش کې تغیر راوستی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ۱۹ کلنه لوبډله نن غرمه د ټرینیډاډ او ټوباګو ټاپو ته ورسېده چیرته به چې د نړیوال جام لوبو کې ګډون کوي.

د کرکټ نړیوالې شورا له لوري خپره شوې اعلامیه وایي، افغان لوبډله چې له دې وړاندې ټاکل شوې وه په ۱۶مه نېټه د زمبابوې ۱۹ کلنې پر وړاندې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړي، اوس د نوي مهالویش له مخې لومړۍ لوبه د پي ان جي ۱۹ کلنو پر وړاندې د جنوري په ۱۸مه نېټه ترسره کوي.

دغه راز د پاکستان نولس کلنو پر وړاندې سیالي به د جنوري په ۲۰مه او د زمبابوې پر وړاندې به په ۲۲مه نېټه لوبه ترسره کړي.

د کرکټ نړیواله شورا زیاتوي، د لوبو مهالویش کې تغیر د افغان لوبډلې په وخت نه رسېدو او د کرکټ نړیوالې شورا د کرونا پروټوکولونو او محدودیتونه له کبله شوی دی.

د افغان نولس کلنو لوبډله چې له تېرې اوږدې مودې راهیسې په عربي اماراتو کې په تمریناتو بوخت وه، خو د ویزو پر وخت نه اجرا کېدو ددوی سفر ناوخته کړ چې له کبله یې د انګلستان او عربي اماراتو ۱۹ کلنو لوبډلو پر وړاندې دوه مهمې تمریناتي لوبې لغوه شوې.

په دغو سیالیو کې ټولې ۱۶ لوبډلې دي چې په څلورو ګروپونو وېشل شوي‌ دي. د هر ګروپ څخه به دوه لوبډلې منځلوبو (کوارټرفاینل) ته لار مومي، بیا به څلور لوبډلې نیمه پایلوبې او دوه پایلوې ته وځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx