افغانستان

لوړو زده کړو وزیر: د اشغالګرو په هڅونه محدود کدرونه له هېواده وتلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه،  ۲۳ مرغومی، ۱۴۰۰ل): ؛ د لوړو زده کړو وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وايي چې د اشغالګرو په هڅونه یو شمېر محدود کدرونه له هیواده وتلي؛ خو  یو شمېر نور ملي ارزښتونو ته د وفادارۍ له کبله پاتې شول او خپل ورځني کارونه ترسره کوي.

د لوړو زده کړو وزیر په دغه خبري کنفرانس کې وویل چې دوی د اسلامي ارزښتونو په مراعاتولو سره د نارینه او ښځینه زده کړیالانو زده کړو ته ژمن دي او د پوهنتونونو د نه پیلېدو یوازینی لامل اقتصادي ستونزې دي، چې ډېر ژر به د دغو ستونزو په حل سره د ټولو زده کړیالانو پر مخ د پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

د لوړو زده کړو وزارت په دغه خبري ناست کې د تېرو پنځو میاشتو عمده لاسته راوړنو ته هم اشاره وکړه. هغه وویل چې  د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو درسونه پیل او په مختلفو څانګو کې زرګونه ښځينه او نارینه محصلان په زده کړو بوخت دي.

نوموړی زیاته کړه چې د خصوصي پوهنتونونو د غوښتنې پر اساس د مخلوط درسي نظام د مخنیوي طرحه تعدیل، منظوره او عملي شوې ده.

د لوړو زده کړو وزیر همدا راز وویل چې نوموړي په تېرو پنځو میاشتو کې د علمي ترفعیاتو لپاره د ۱۱۸ پروپوزلونو طی مراحل کړي او ۱۱۶۱ درسي کتابونه یې چاپ کړي دي.

د نوموړي د معلوماتو پر اساس  چې په دولتي پوهنتونونو کې ۱۵ د ماسټري پروګرامونه، یوه د لېسانس په کچه پوهنځی او ۱۵ د لېسانس په کچه ډېپارټمنټونه ایجاد شوي دي همدا راز په خصوصي پوهنتونونو کې د ۳ لېسانس پروګرامونه په دغه موده کې ایجاد کړي دي.

ښاغلي حقاني څرګنده کړه چې  د دولتي پوهنتونونو د امنیت ساتنې په موخه، یوه نظامي قطعه جوړه شوې او لازمې زده کړې ورکړل شوي دي.

نوموړي وویل چې په تېرو پنځو میاشتو کې يې له هېواده بهر د ماسټري پروګرامونو ته  ۶۹ استادان معرفي کړې، همدا راز له هېواده بهر د ماسټري پروګرامونو ته د ۶۲ او دوکتورا ته د ۲تنو د ازادې سیالۍ له لارې او د شرایطو وړ دولتي ادارو کار کوونکي معرفي کړي دي.

پر دې سربېره له هېواده بهر د دوکتورا پروګرام لپاره یې  ۵۰ استادان او د لېسانس په کچه تحصیلي بورسونو ته د ۸۴ ځوانان ورمعرفي کړي دي.

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د پورته لاسته راوړنو په وړاندې کولو سره وویل، چې د افغانستان ودانول او پرمختګ په معیاري تحصیلي نظام پورې تړلی دی. لوړو زده کړو وزارت د دې هوډ لري، چې د تحصیلي سکټور پر وړاندې خنډونه له منځه یوسي او د تحصیلي نظام د معیاري کولو له لارې د هېواد راتلونکې روښانه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

د تیرو پنځو میاشتو لاسته راوړنو خو په دنیا وشرمولو، د کابل د پوهنتون اکثر استادان له وطنه وتښتیدل، د پوهنتون دروازی په یوه بانه او بلی بانی بندی شوې دا به څه لاسته راوړنه وی؟ پرون دی وعده وکړه چی افغانستان کی به یو بین المللی پوهنتون جوړیږی خو اوس فکر کوم چی له خپلو خبرو بیرته په شا شوی یی. دا مفته مشوره هم در واخله: —- هغه پروژه چی عربستان غوښته چی د نادرخان د غونډی پر سر د الازهر په شان الازهر جوړ کړی پښې پسی لوڅی کړه او هغه پروژه وګټه چی د خلکو زړونه… نور لوستل »

طوطی

یو منفی لایک چا راکړی د څه لپاره چی پوه شم او ځان اصلاح کړم؟ په ریښتیا هم چی حقیقت ډیر تریخ وی زه چی حقیقت وایم بیا د ځینو سوړه سوځی دا ولی؟

Sayed

وايی چې چا بسوګۍ ته وويل چې واده دې دی، هغې ورته وويل چې :
باور مې نه شي.
له ملا نه او بيا له هغه ملا نه چې هغه د حامدالحق په مدرسه کې روزل شوی وي، نو د خلاصېدو تمه ښه نه ده، خو چې راته يې د باميانو د بودا په څېر يو مخيز ونه نړوي او د اکوړې د مدرسې يوه استخباراتي څانګه ترې جوړه نه کړي.البته موږ ښه جيّد او وطنپال علماء هم لرو چې هغه د ډېر درنښت وړ دي او د ټولنې يو نه جلا کېدونکی ځواک دی.

سید عبیدالله

واقعا د تیرو پنځو میاشتو لاستراوړنی د تقدیرولو وړ دی، باید وزیر صاحب ته ترفیع ورکړل سی او یا ستاینلیک ورکړل سی، ۱. شخصی پوهنتونونه جریان لری خو دولتی نه، که طرحه اماده وای باید د شخصی څخه مخکی په دولتی پوهنتونونو کی عملی شوی وای او محصلین خپلو پوهنتونونو ته حاضر شوی وای او د وخت څخه په استفاده به نوی قدرونه و جامعی ته وړاندی شوی وای چی په کم مصرف به د هیواد په مختلفو برخو کی پردندو ګمارل شوی وای او د دولت د تقوی په برخه کی به یی پوره ونډه لرلای. ۲. قدرونه د… نور لوستل »

طاهر ثابت

زما دهغو ماستر او دوکتورا شاګردانو ته وارخطا ده چه اوس په بهر کی په تحقیق بوخت دی. خدای دی وکړی چه دهغوی دبورسو دوام قطع نسی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x