شعـــــرونه

در وګوري، مخ واړوي، روان سي او تا پرېږدي/ ريحان

شفاعت ريحان

در وګوري، مخ واړوي، روان سي او تا پرېږدي
بې دينه، بې ايمانه دې جانان سي او تا پرېږدي

بېخي به د ناچله سيکې فکر په ځان وکړې
چې ښکلي خپل په منځ سره کاروان سي او تا پرېږدي

بيا زور به د کوم يار د بېلتانۀ سره وهې نو؟
ملګري چې دې ټوله شهيدان سي او تا پرېږدي

بچي دې وي، په سود او په فساد خېټې مړې کړې
بيا وتښتي هيواده! خائنان سي او تا پرېږدي

په ځينو چې د سپين امارت نوم چوپ کړې صاحبه!
له څنګه دې ولاړ لکه شيطان سي او تا پرېږدي

قسم يې درته کړی وي چې هيڅ ځای ته به نۀ ځي
خو لاړ سي پرې تاوان کړی قرآن سي او تا پرېږدي

ښۀ څۀ به شفاعته! سړی زړۀ پورې تړي نو
په سخته کې چې بېل درنه ياران سي او تا پرېږدي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x