
زموږ غریب مکتبي نصاب (۱)
ابوبکر خپلواک
دا یوه ثابته او څرګنده خبره ده؛ ثبوت ته یې چندانې اړتیا نه وینم، هره یرغمل شوې ټولنه چې تر څو د یرغل او اشغال له پړاوه خپلې پښې باسي، حتمن یې په طرز او تفکر، طریقې او سلوک، رواج او عنعناتو، کلتور او ژوند دود کې بدلون راځي.
غم دا دی چې يرغمل شوې ټولنه او اولس دا بدمرغه بدلون نشي درک کولای، په شعوري شان د خپل هغه دوښمن لار خپلوي کوم چې له لېرې واټن د دوي تباهۍ ته راغلی وي، یوازې هغوي کولای شي چې دا بدلون حس کړي، کوم چې په دقت د خپلې ټولنې ظاهري او باطني بدلون ته ګوري.
د افغان ټولنې دا تېرې دوه تورې لسیزې د پورته ادعا ښه مثال او غټ ثبوت دئ، فې الحال د مؤمنو افغانانو او خاص کره د ښار مېشته په ظاهر او باطن مانا شکل او فکر، جامه او لباس کې د غرب د مالګې خوند جوت دئ.
د یو اسلامي حاکمیت او سالمې رهبرۍ دا مسؤلیت جوړیږي تر څو خپل ملت او رعیت بیا ځلې وه خپلې پرتمینې ماضي ته ستون کړي، دویم وار ورته خپل ارزښتونه او مفاهیم تعریف کړي، د منحرف شوي بنسټ او واحد کجي ورته بیا کا، د همدې بیان لپاره متعددې لارې موجودې دي، له هغې یوه هم د ښوونیز چپریال تر څنګ د ښوونیز او تدریس کېدونکي نصاب بدلون دئ.
د یرغل په ابتداء کې جوړ مکتبي نصاب چې په متعددو کتابګوټو سمبال دئ او د هېواد په دوه ملي ژبو ترتیب شوی د کمې خوبایۍ تر څنګ زیاتې کمۍ هم لري. دا چې موجوه مؤمنه رهبري غواړي په هر بنسټ کې اساسي مثبت بدلون راولي، ضرور ده چې نصاب سم اصلاحي او اسلامي شي.
د همدې ادعاء (اسلامي/اصلاحي) د اثبات او اظهار لپاره په راتلونکو برخو خپل دلائل او د نوموړي نصاب کمۍ لیکم، د یو داسې چا په حیث چې همدا ښوونیز نصاب یې لوستی، او هر کتاب یې سم ورقه_ورقه اړولی وي، کمۍ مې یې له وخته درج کړې، اوس خپل خداي او قلمي مسؤلیت اداء کوم.
نور بیا…