نظــر

ځار شم خوسته!

حفيظ الدين پيرزاده

دا د خوست ولس دی، دا خلک چا په زور دلته نه دي راوستلي، نه په کوم قومي ملاتړ‎ راغلي او نه د کوم سیاسي جریان د کمپاین برخه وال دي.
پخوا به چې د اردو کومه ضربتي قطعه را ووتله، خلکو به کوښښ کاوہ چې ورسرہ مخ نه شي، لار ترې چپه کړ‎ي او یا سترگې ترې پناہ کړ‎ي!
خو اوس که څوک په تصویرونو کې د خوستي ھیوادوالو سترگو ته ځیر شي یوہ عجیبه جذبه پکې لیدل کیږ‎ي؛ د اطمینان جذبه، د مینې جذبه، د گرانښت او اعتبار جذبه……

دا خلک ولې داسې کوي؟! لامل یې څه دی؟

ولس تر پرونه د نظامي ځواکونو دا رنگ استقبال نه کاوہ!
ان د عسکرو جنازې یې نه کولې، خو نن یې د خپلو ټولو اقتصادي کړ‎اونو او ستونزو سرہ، دفاعي ځواک ته دروند ښه راغلاست ووایه!

د دې پوښتنې د ځواب لپارہ باید لومړ‎ی په دې پوہ شو چې دفاعي ځواک د کومې موخې لپارہ جوړ‎یږ‎ي؟

له نورو ھیوادونو سرہ په لږ‎ او ډیر توپیر د افغانستان دفاعي ځواک یا ملي اردو د لاندې ذکر شویو دوہ حیاتي، اساسي او اصلي موخو څخه د دفاع، ساتنې او مراقبت لپارہ جوړ‎یږ‎ي:
۱- دیني ارزښتونه
۲- ځمکنۍ بشپړ‎تیا

نورې موخې ھم شته خو دا پورته لیکل شوي حیاتي دي.
ھمدا دوہ موخې د داسې قوي ستنو او پایو مثال لري که یوہ یې یا دواړ‎ہ و نړ‎یدې، د ملي دفاع ځواک یواځې د کرایې ټټوان پاته کیږ‎ي نه ملي اردو!!

زہ کله کله حیران شم چې ځینې ډیر تکړ‎ہ لیکوالان ھم د ډاکتر نجیب د وخت د وسله والو ځواکونو په اړ‎ہ وایي: مجاھدینو د افغانستان ملي اردو منحل کړ‎ہ!
د مجاھدینو د جرایمو لست ډیر اوږ‎د دی خو دا اتھام پرې ھسې بیځایه لگول کیږ‎ي.

د کمونستي نظام پر راتگ دیني ارزښتونه له منځه لاړ‎ل یا په بله مانا د ملي اردو لومړ‎ۍ مظبوطه پایه ونړ‎یدہ او د روسانو او بیا اوس د امریکایانو پر راتگ د اردو دویمه پایه ( ځمکنۍ بشپړ‎تیا ) ھم ونړ‎یدہ!
ملي اردو د ولس په سترگو کې خپل مشروعیت له لاسه ورکړ‎ او یواځې داسې یو وسله وال ځواک پاته شو چې اشغالگرو د اجورې په مقابل کې ترې د زور د یوې وسیلې په توگه کار اخیسته.
د مورال خو یې دا حال و چې پخپله اعلی سر قومندان یې ورته د نیویارک او واشنگټن څوکیداران ویل، ملا یې جنازہ نه کوله او ولس یې جنازې ته اوږ‎ہ نه ورکوله!۰
فوځ خپله دندہ ھیرہ کړ‎ہ او ولس فوځ!
کوم شاعر ویلي و:
اردو دې ھمیشه د یرغلگرو مرسته کړ‎ې
ای ځوانه! دا وطن درته ملا ساتلی دی

اردو په معنوي لحاظ په ھماغه ورځ منحل شوی وہ چې د دیني ارزښتونو د ساتنې په منظور د کمونستانو په مقابل کې راپورته نه شوہ، بلکې ورسرہ ملگرې شوہ!

طا لب ځواکونو په تیرو شلو کلونو کې برہ ذکر شویو
حیاتي اصولو ته خپله ژمنتیا ثابته کړ‎ې.
ھغه په تش لاس د اشغال په مقابل کې قیام وکړ‎، او تر ھغې ورسرہ وجنگید تر څو یې ترې د مټ په زور خپله ځمکنۍ بشپړ‎تیا تر گوتو کړ‎ہ!
او د یوہ دیني تحریک په توگه، د دیني ارزښتونو ساتنه خو یې لا پخوا کورنۍ وظیفه وہ.
ھمدا لامل دی چې ولس ورته پرون په خپل کور کې پناہ ورکړ‎ې وہ او نن یې دروند استقبال ته راوتلی، پر ویاړ‎ي خپل یې گڼي او د زړ‎ہ په کور کې ځای ورکوي!

دا یواځې خوست نه دی، که ھمدا ځواکونه د ھیواد په ھر گوټ کې دا شان را ووځي، د ھغه ځای ولس به یې ھمداسې دروند استقبال او احترام وکړ‎ي!

خو دا استقبال او احترام مشروط دی؛
تر څو طا لب ځواکونه دیني ارزښتونو او ځمکنۍ بشپړ‎تیا ته ژمن وي، ځای به یې د ولس په زړ‎ہ کې وي خو که خدای مکړ‎ہ د دې پایو یوہ یا دواړ‎ہ ترې ونړ‎یدې بیا به ورسرہ د ولس چلند ھم ھماغسې وي لکه څرنگ یې چې د تیرو نظامونو له ځواکونو سرہ و!

ژوندی دې وي افغانستان
سرلوړ‎ی دې وي د خوست مومن ولس

حفیظ الدین پیرزادہ
د جنوري ۱۳/ ۲۰۲۲ م
لندن

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx