ادبي لیکني

د شعر لیکلو تخنیک

یونس تنویر

د شعر په اړه د مادیونو رایه ډېره بې حقیقته ده؛ مګر د علم النفس د محقیقینو رایه د شعر په اړه زیاته حقیقي ده، ځکه چې شعر پوره وهم دی. او د شعر د شکل تظاهر ته دومره ژور تفکر نه دی حاصل.

اوسني زیات نثرونه په کنایو، استعارو، سمبولونو او تشبیه ولاړ وي. مګر نثرونه د شعر غوندې ژور تفکر، چې پوره خیالي وي، نه لري.
دا دوه علتونه دي. یو دا دی، چې مادیونو د شعر څخه د پیغام تقاضا غوښته او تقاضا عموماً سیاسي مفهوم وي؛ نو په دې ډول د شعر د شکل په تیورۍ باور د شعر په شعار باور دی. او شعار شعر نه دی.

که داسې وي، نو بیا خو په نثر کې هم زیاته شاعري شوې ده. یانې له دې ښکاري، چې شعر د اشکالو له تمیزه ماورا دی، ځکه اشکال فزیک وي او فزیک خپله طبیعت دی او طبیعت بغیر له انځورولو ښکلی دی. یانې شعر د دا ډول تقلید جوګه نه دی. موږ ټولو عواطفو، احساساتو او پیغامونو ته شعر نه شو ویلای.

بل علت یې دا دی، چې شاعران داسې فکر لري، چې دنیا د جنت یو ښار وګرځوي. او ددې ښار حاکم هم داسې عادل غواړي، لکه څه ډول چې خدای تعالی(ج) په دنیا او جنت کې په مسلمانانو مهربان او عادل دی.

شعر د ټولنې د تفکر، د تهذیب، د فرهنګ او کلتور یو ژور تصویر دی. دا نه دی، چې موږ خپل احساسات داسې وړاندې کړو، لکه څه ډول چې ټول خلک پوهیږي. شعر دا دی، چې هیڅوک یې نه شي لیدای، مګر شاعر لیدلي او انځور کړي وي.
موږ د شعر د ستاینې په اړه خبره نه کوو، بلکې دا د شعر د فلسفې یو حقیقت دی. چې انسان د عقل او تخیلاتو عالي درجې ته رسوي.
نو که اوس د شعر په اړه تیوري لولو. ایا د مادیونو د نظریې مطابق یې ولولو او که د شاعرانو له دروني حقیقته څه را وباسو؟ ځکه شاعران په خپلې نړۍ کې د ګڼو متضادو توکو ترمنځ یوه نرۍ لاره غوره کوي او پر هغې ځي. زه فکر کوم، چې ګرد لوی او استاد شاعران د نفسیاتو ماهرین دي او باید شعر د دوی له نظریې او تخلیقه مطالعه شي.

یوه مسله د غور وړ ده. په هغو شاعرانو کې چې جذبه زیاته وي، نو یو ډول انقلابي تناظر لري او په هغوی کې چې تخیل زیات وي، نو د خپلو نفسیاتو د انځورولو باني وي. دا دوه ډول شاعران پوره د ارزښت وړ ځکه دي، چې دوی خپلې تجربې له لوستونکو سره شریکوي او لوستونکی یو ډول فکري وسعت ته بیایي.
او که چېرې شاعران په خپلو اشعارو د ښه او نا ښه باور نه لري، نو دوی دې دا تجربه ضرور وکړي. یو څو ښو شاعرانو بیتونه دې را واخلي او بیا دې سره پرتله کړي. او د مضامینو د وحدت پلټنه دې وکړي، بیا دې وګوري، چې د شعر کیفیت په دغو بیتونو کې څه دی؟؟ او د بیتونو ترمنځ څه شی نادر دي او فطري دي؟؟؟ ګرد شاعران دې یو ځل دا تجربه وکړي.

ما چې کله د بیتونو د تجزیې همدا تجربه وکړه، او په دې پوه شوم، چې زه ښه شعر نه شم لیکلای. او شعر لیکل مې پرېښودل، ځکه د شعر لیکل تر ډېره د فطرت وړتیا وي. او موږ کې شاید دا فطرت نه و، نو ځکه مې شعر پرېښوده.
نوید زیری، هغه څوک و، چې ما او ده په یوه ورځ شعر لیکل شروع کړل، مګر هغه وخت د نوید په شاعرۍ کې فطري خواږه و. یانې ځینې بیتونه یې چې اوس په ذهن کې را اخلم ماته یې لومړنۍ شاعري نه بریښي. یانې ما هم هغه وخت شعر لیکه. او زه یې اوس بیا لولم، نو هغه رنګه فطري کیفیت پکې نه شته. یانې همدا باعث شو، چې ما شعر لیکلو ته هیڅ وخت ور نه کړ، بلکې د شعر د زده کړې په چارو مې ځان مصروف کړ. دا مې د یوه مسلک په توګه باید زده کړي وای. او بل دا زما فطري خوښه وه، چې زه د شاعرۍ دقیقه مانا را وباسم. او دا زما دقیقه فیصله وه، ځکه چې زه د شعر عملي زده کړې سره بوخت وم.

تاسو هم په خپلو شعرونو یو ځل دا قضاوت وکړئ او د مشاعرو لپاره شاعري مه کوئ؛ بلکې یوازې یې واورئ. تاسو یو ځل دا قضاوت وکړئ، چې د عوامو شاعران یاست او که د خواصو؟؟ نو بیا ضروري ده، چې په خواصو ولاړ اوسئ. که تاسو دا تجربه وکړئ، نو ضرور به ستاسو شعر په یو تخلیقي ماهیت بدل شي.

پریږدئ! هغوی دې شعر ووایي؛ څوک یې چې لیکلی شي. هغوی شعار هم د فن په غولي تړلی شي. او د خلکو ذوقونه اهلي کولاي شي؛ ځکه ښه شعر لوستل ذهن څه چې بیخي د انسان لاشعوري هڅې هم را بیداروي.

اوس ضروري دا ده، چې د شعر د پېژندنې لپاره همدا تجربه وکړئ، چې ایا موږ شاعران پاتې کېدای شو؟؟؟
ځینې شاعران خپل تخلیق ته په لویه کچه قایل وي. خو تاسو باور وکړئ، چې دا هسې د تخیلیق شوق وي، نور نو تخلیق نه وي او نه شعر.
زموږ یو شمېر شاعران ځینو وړو شاعرانو ته په لویۍ قایل وي، خو باور وکړئ، چې دوی لوی شاعران نه دي، هسې ستاسو د ذوق کچه ټیټه ده.
وخت او ریاضت به تاسو ته هر څه ښکاره کړي.
هیڅ وخت په خپل شعر د ښه شعر فیصله مه کوئ. ځینې ځوان شاعرانو ته ځان بیخي رحمان، شیدا او حمزه بابا ښکاري. خو دا ډېر غلط تصور دی. ابلته دا یوه رواني ناروغي ده. تاسو ښه فکر وکړئ، چې د پښتو، اردو او فارسي شاعرۍ له تخنیکونو خبر یاست؟ د شعر په اړه مو څومره یقیني کره کتنه لوستې؟ ایا دا درته څرکنده ده، چې د شعر د لویوالي بریدونه څه دي؟ د شعر د تخلیق د ننګونو کچه ستاسو په پوه کې شته؟
او وروستۍ دا چې په شعر کې یو داسې خوند وي، چې هیڅ وخت پټ نه پاتیږي. او تاسو ددې خوند په زوره د منلو تابیه مه کوئ. دوی خپله راڅرګندیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx