fbpx

عيسويت وپيژنئ- لومړۍ برخه

لیکوال: فضلي پکتیاوال

په عيسوي مذهب کې د خدای تصور

تر کومه ځايه چې د خدای د وجود تعلق دی عيسوي مذهب په دې معامله کې له نورو مذاهبو مختلف نه دی، عيسويان هم تقريبا د خدای هغه صفات مني له کومو چې په نورو مذاهبو کې بيان کيږي، اما دا خبره هر چا ته معلومه ده چې په عيسوي مذهب کې خدای له دريو اقنيمو څخه مرکب دی (۱) پلار (۲) زوی (۳) روح القدس، دغې عقيدې ته د تثليث عقيده ويل کيږي، ليکن په خپل ځای کې د دغې عقيدې په تشريح او تعبير کې د عيسوي علماؤ بيانات دومره مختلف او متضاد دي چې هيڅ يو عالم يې د تثليث عقيدې په باره کې کومه يقيني خبره نشي کولای، هغه دری اقانيم کوم دي؟ د کومو مجموعه چې د عيسويانو په نزد يو خدای دی، د دې په تعين کې هم عيسويان په خپل مينځ کې اختلاف لري، څوک وايي چې خدای د پلار، زوی او روح القدس د مجموعې نوم دی، ځينې نور بيا وايي چې د پلار، زوی او بي بي مريمې 8 د مجموعې نوم خدای دی.

د دغو دريو اقانيمو د هر يوه انفرادي حيثيت څه دی؟: او د هغه خدای چې له همدغو دريو اقانيمو څخه جوړ دی له همدغو اقانيمو سره يې څه رشته ( خپلولي) ده؟ د دغه سوال په ځواب کې هم د عيسويانو په مينځ کې سخت اختلاف را پورته شوی، يوه ډله وايي چې د دغو دريو اقانيمو پلار، زوی او روح القدس، يا بي بي مريمې 8، هر يو يې په خپل ذات کې د هغه خدای په څير خدای دی کوم چې د دريو اقانيمو له مجموعې څخه جوړ دی، بله ډله يې وايي: د دغو دريو اقانيمو هر يو جلا جلا خدای دی، مګر د هغه خدای په څير نه دي کوم چې د دريو اقانيمو مجموعه ده، يوه بله ډله يې بيا وايي هر يو يې خدای نه دی، بلکه خدای يواځې هغه دی کوم چې د دغو دريو مجموعه ده.

غرض دا چې په دې کې بيشماره اختلاف دی، د کوم له امله چې د تثليث عقيده يو پريشان خوب ګرځيدلی، مونږ دلته د دغې عقيدې هغه تشريح وړاندې کوو کومه چې تر دا مهاله عيسويانو ته تر ټولو زياته مقبوله ښکاري.

د دريمې عيسوي صدۍ مشهور عيسائي عالم او فلسفي سينټ آګسټائن په خپل مشهور کتاب on trinity  the کې ليکلي دي : د عهد قديم او جديد ټول کيتوليک علماء کوم چې له مونږ سره متفق دي او له مونږ څخه پخوا يې د تثليث په موضوع ليکنې کړی، هغوی ټولو د مقدسو صحيفو په رڼا کې د دغې نظريې تعليم ورکړی چې پلار، زوی او روح القدس درېواړه چې سره يو ځای کړل شي نو يو خدای ترې جوړيږي، کوم چې بيا د خپل ماهيت او حقيقت په اعتبار سره يو او نا قابل تقسيم دی او له همدې وجهې هغه دری نه بلکه يو خدای دی، سره له دې چې پلار زوی پيدا کړی، لهذا څوک چې پلار دی هغه زوی نه دی، همدا شان زوی له پلاره پيدا شوی، لهذا څوک چې زوی دی هغه پلار نه دی او روح القدس نه پلار دی او نه زوی، بلکه د پلار او د زوی روح دی، کوم چې له دواړو سره مساوي او په تثليثي يو والي کې برخه لرونکی دی.

لکه څرنګه چې پلار، زوی او روح القدس نا قابل تقسيم دي، همدا شان دوی په نا قابل تقسيم طريقی کار هم کوي، دا زمونږ عقيده ده، ځکه چې دا د کيتولک عقيده ده، دريو ته يو او يوه ته د دريو ويل، آيا له عيسويانو سره کومه د جواز وجه شته؟ د دغې پوښتنې له ځواب څخه د مخه بايد په دې پوه شو چې په عيسوي مذهب کې له پلار، زوی او روح القدس نه څه مراد دي.

پلار

د عيسويانو په نزد له پلار نه تنها د خدای ذات مراد دی، قطع نطر له صفت کلام او صفت حيات نه دغه ذات د زوی د وجود لپاره د اصل درجه لري، د مشهور عيسائي فلاسفر سينټ تهامس ايکويناس د تشريح مطابق، له پلار نه مطلب دا نه دی چې هغه د چا لپاره جنا دی او هيڅ داسې وخت نه تيريږي چې په هغه کې دې پلار وي او زوی دې نه وي، بلکه دا يوه خدايي اصطلاح ده، د کومې مقصد چې يواځې دا دی چې پلار د زوی لپاره اصل دی، لکه څرنګه چې ذات د صفت لپاره اصل وي، نو له کوم وخت نه چې پلار موجود دی له هغه وخت نه زوی هم موجود دی او په دوی کې يوه ته يې هم په هغه بل کوم زماني اوليت نه دی حاصل.

د خدای ذات ته ولی پلار ويل کيږي؟ د دغې پوښتنې په ځواب کې الفريډای ګاردی ليکلي، په دې سره د څو حقيقتونو لوري ته اشاره ده، يو دې ته اشاره ده، لکه څنګه چې ټول مخلوق په خپل وجود کې خدای ته محتاج دی، همدا شان زوی پلار ته محتاج دی، دويم دې خبرې ته اشاره هم ظاهره ده، چې خدای په خپلو بندګانو باندې دومره شفقت کونکی او مهربان دی لکه څومره چې پلار په خپلو زامنو باندې مهربان دی ([1] ).

زوی

د عيسويانو په نزد له زوی څخه مراد د خدای صفت کلام دی، ليکن دا د انسانانو د صفت کلام په څير نه دی، د انسانانو د صفت کلام او د خدای د صفت کلام په مينځ کې د فرق په بيانولو سره ايکويناس ليکلي:!

په انساني فطرت کې صفت کلام کوم جوهري وجود نلري، له دې امله هغه ته د انسان زوی يا مولود نه ويل کيږي، اما د خدای صفت کلام يو جوهر دی، کوم چې د خدای په ماهيت کې خپل يو وجود لري، ځکه خو هغه ته حقيقتا نه مجازا زوی ويل سوی او د هغه د اصل نوم پلار دی.

د عيسويانو د عقيدې مطابق خدای ته چې کوم معلومات حاصل شوي هغه د دغه صفت په ذريعه دي، همدا شان د دغه صفت په ذريعه يې ټول شيان پيدا کړي، دغه صفت د پلار په څير قديم او جاويداني دی، د خدای دغه صفت په انساني شخصيت کې په يسوع مسيح بن مريم کې حلول کړی، د کومې له وجهې نه چې يسوع مسيح ته د خدای زوی ويل شوی.

روح القدس

له روح القدس نه د پلار او زوی صفت حيات او صفت محبت مراد دي، يعنې د دغه صفت په ذريعه د خدای ذات ( پلار) له خپل صفت علم ( زوی) سره محبت کوي او زوی له پلار سره محبت کوي، دغه صفت هم د صفت کلام په څير يو جوهري وجود لري او د پلار او زوی په څير قديم او جاوداني دی او له همدې وجهې ورته د يوه مستقل اقنوم حيثيت حاصل دی.

د عيسيانو دا عقيده ده چې کله حضرت مسيح u ته د تعميد غسل ( بپتسمه) ورکول کيده نو دغه صفت د يوې کفترې (کبوتر) په جسم کې حلول وکړ او په حضرت مسيح u باندې را نازله شوه، له دې وروسته کله چې حضرت مسيح u آسمان ته پورته شو نو د عيد پينټی کوسټ په ورځ دغه روح القدس د آتيشي ژبو په شکل کې د حضرت مسيح u په حواريونو باندې نازل شو.
د توحيد فی التثليث عقيدې خلاصه دا را ووتله، چې خدای په دريو اقنيمو يا شخصيتونو باندې مشتمل دی، د خدای ذات، کوم ته چې پلار ويل کيږي، د خدای صفت کلام، کوم ته چې زوی ويل کيږي، د خدای صفت حيات ومحبت، کوم ته چې روح القدس ويل کيږي، له دغو دريو نه هر يو يې خدای دی، مګر که دغه دری سره يو ځای کړل شي نو دری خدايان نه دي، بلکه يو خدای دی ([2] ).

([1]) انسائيکلوپيډيا  آف ريليجن اينډ ايتکس صفحه نمبر ۵۸۵ جلد ۳، بائبل سی قرآن تک صفحه نمبر ۴۶ جلد ۱.

[2]  بائبل سی قرآن تک صفحه نمبر ۴۸ جلد ۱.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د