شعـــــرونه

د کمال خبره/ مهاجر

داد محمد مهاجر

سپینو جڼډو ته د زړه وړلو لوی کمال ورکوي
چې پرې چلیږي څه ښایست نری شمال ورکوي

د چا به خیال نه و چې داسې دې مغرور ولاړ وي
بلا غرور ورته له ارګ پاس ذوالجلال ورکوي

د نړیوالو سترګې رډې له حیرت وتلي
واه!! ملنګان زبر ځواکونو ته زوال ورکوي

په تزلزل یې خاموش زړونه بعد له وخت راوستل
ورته د سولې ارامۍ، سکون مجال ورکوي

څه هنګامه ده د ژوند ښکلې مرحله راغلې
اسراء فضا ته جنتي بوی هم محال ورکوي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x