افغانستان

ملګرو ملتونو سرمنشي پر امریکا غږ کړی چې د افغانستان شتمنۍ ازادې کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو سرمنشي پر امریکا او نړیوال بانک غږ کړی چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې او د پروژو تمویل پیل کړي.

انټونیوګوټریس رسنیو ته د پنجشنبې په ورځ وویل چې کنګلوونکی یخه هوا او کنګل شوې شتمنۍ د افغانستان لپاره وژونکی ترکیب دی او په وینا یې هغه شرایط او مقرارت چې په افغانستان کې د پیسو د استعمال مخه نیسي باید  وځنډول شي.

ښاغلي ګوټریس وویل چې د افغانستان د مرکزي‌ بانک فعالیت باید وساتل شي او د افغانستان د بهرنیو زیرمه شویو اسعارو مشروط پرېښودو لپاره دې یوه لاره په ګوته شي.

په افغانستان کې د اسلامي امارت د بیا واکمنېدو سره نړیوالې ټولنې او په ځانګړي ډول امریکا د افغانستان  شتمنۍ  کنګل، اقتصادي بندیزونو یې وضع او هغه اقتصادي مرستې چې پخوا یې د افغانستان له حکومت سره کولې  وځنډولې.

ملګري ملتونه وايي چې ۸.۷ میلیونه افغانان له سختې قحطۍ سره مخ دي او د ددغه سازمان د سرمنشي په وینا  افغانستان اقتصاد ته د نقدینه ګي (نقدې پیسې) (liquidity)  ترزیق (پمپ) کېدل ډير اړین دي څو د داسې انحطاط مخه ونیول شي چې د میلیونونو لپاره د فقر، لوږې او بې وزلۍ سبب کیږي.

هغه د افغانستان د اقتصاد د بشپړ سقوط مخه نیولو باندې ټينګار وکړ او په وینا یې حاضره افغانان د مرګ په څنډه کې ولاړ دي.‎

ملګرو ملتونو سرمنشي وویل چې امریکا باید تر ټولو مهم رول ولوبوي ځکه په ټوله نړۍ کې اقتصادي سستم په ډالرو روان دی او امریکا د افغانستان ۷ میلیارده د افغانستان اسعاري زیرمې چې په امریکا کې موجودې دي کنګل کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x