
سهیل شاهین د ملګرو ملتونو سرمنشي د څرګندونو هرکلی کړی
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان سفیر او دایمي استازي سهیل شاهین د ملګرو ملتونو د سرمنشي انټونیوګوټرس د څرګندونو هرکلی کړی دی.
انټونیوګوټرس تېره ورځ پر امریکا او نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د افغانستان شتمنۍ آزادې کړي او په وینا کنګلوونکي هوا او کنګل شوې پیسې د افغانستان لپاره وژونکی ترکیب دی.
هغه وویل چې نړیوال تمویل ته باید اجازه ورکړل شي څو د عامه خدماتو مهمو برخو د کارکوونکو معاشونه ورکړي.
ملګرو ملتونو ته د افغانستان نوماند استازي د یاد سازمان د سرمنشي د څرګندونو د هرکلي تر څنګ وویل چې نوموړي په دې خبره چې «کنګل شوې شتمنۍ او کنګلوونکی ژمی د افغانستان لپاره وژونکی ترکیب دی» ځمکني واقعیتونه منعکس کړي دي.
ښاغلي شاهین ویلي دي چې دی د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریس د وینا هرکلی کوي چې په سخت ژمي کې د افغانانو وضعیت ته یې پام اړولی دی.
د یادونې وړ ده چې ملګرو ملتونو څو ورځې وړاندې له افغانستان سره د ۴.۴ میلیارد ډالرو مرستو غوښتنه وکړ. دغه سازمان تر دې وړاندې ۱.۵ میلیارد ډالر مرستې د افغانستان لپاره راټولې کړې وې.
سهل شاهین بیا دايمی استازی شو دا څه وخت چی مونږه لا خبر نه یو؟ ښه خبره ده مونږه هم ورته دعا کوو بد سړی ندی په لیاقت کی هم تر ځینو وزیرانو ښه دی. خو دی پُست ته باید عباس ستانکزی معرفی شوی وای.