افغانستان

وثیق: فاریاب کې وضعیت کاملاً عادي دی

نن ټکی اسیا (جمعه،  ۲۴ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغان حکومت ویاند مرستیال احمدالله وثیق وايي چې په فاریاب کې وضعیت کاملا عادي دی او د نظام خلاف د خلکو د راوتلو خبرونه واقعیت نه لري.

تېره ورځ رسنیو راپور ورکړ چې  فاریاب کې لسګونه کسانو وروسته له هغه چې یو کس د استخباراتو له خوا احضار شو، لاریون وکړ.

خو ځینو رسنیو داسې راپورونه ورکړل چې ګواکې په دغه ولایت کې قیام شوی دی او خلک د نظام خلاف راوتلي دي.

د افغان حکومت ویاند مرستیال د معلوماتو له مخې «استخباراتو یو کس د ځینو مواردو په اړه احضار کړی و، خواخوږو يې تجمع وکړه او د خلاصون غوښتنه یې وکړه. ځینو اشوب ګرو تجمع ته بل رنګ او تعبیر ورکړ».

ښاغلي وثیق زیاته کړې چې خلکو ته قناعت ورکړل شوی دی، په ښار کې هېڅ مشکل نشته او امنیتي ځواکونه په اوضاع مسلط دي.

هغه وویل چې د ازبک، تاجک او پښتون په نامه د اختلاف موضوع هېڅ ډول حقیقت نه لري.

د چارو شننونکي وايي چې په افغانستان کې عادي لاریونونو  ته له افغانستان څخه تښتېدلي د تير رژیم چارواکي او کارکوونکي کوي.

دوی وايي چې خارج ته تښتیدلي او په کمپونو کې پراته دغه کسان خپله ارامه ژوند کوي خو د خلکو او د هیواد د ارامۍ تحمل نه لري، ځکه د جنګ د دریدو له کبله د دوی میلیونونه جنګي قراردادونه له منځه تللي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د فارياب ولايت د احتجاج په اړه باید اسلامي امارت بشپړه څيړنه وکړي. ځکه چې دغه احتجاج د دستم د بدنامو څيرو په اشارو تر سره شوې بايد ژر تر ژره يې مخه ونيول شي چې په راتلونکې کې کې څوک داسې اخلال او تخریب و نکړي ش. بايد هغه کسان چې د اسلامي امارت خلاف په پټه او يا ښکاره کوم بغاوت کوي هغوى مرتد او سخته سزا ورکړي ؛. او بل د عامو خلکو سلاح را توله او د وزارت دفاع ډيپو ته وسپارل شي. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x