نظــر

طالب له مذهبي سپېڅلتيا د واک تر ګدۍ!

پوهنیار نجیب الله عمري

ټولنه کې د اقشارو تنوع رنګیني رامنځ ته کړي. طبعي ده، چې د ټولنې هر قشر ځان ته ځانکړنې او ممیزې لري، بیل مقام لري، عام ذهنیت کې یې په اړه مختلف تصورونه شتون لري او رنګا رنګ توقعات ترې کیږي. آن تر دې چې مسلک ته په کتو یې د مسلکي مسؤلیت تر څنګ ډیر ځله د ټولنیز او اخلاقي مسؤلیتونو او ځینې اقشارو څخه د سیاسي رسالت ترسره کولو تمعه هم کیږي.د بیلګې په ډول، ملا او طالب يا په ټوله کې روحاني طبقې چې تر ډیره مذهبي ټولنه کې د مذهبي سپیڅلې ډلې په سترګه کتل کیږي. یاد قشر کاملاً متفوقه مذهبي ځانګړنو درلودونکې ده او ټولنه کې په درنه سترګه ورته کتل کیږي، خو عامه ذهنیت یې په اړه افغاني ټولنه کې کاملاً له اختلاف او شقاق ډکه معلومیږي، یو تصور دا دی، چې ددې طبقې شتون او د فعالیت لړۍ باید تر مذهبي ځایونو(جومات، مدرسه، خانقاه او …) او مذهبي فعالیتونو (دیني درس او تدریس، امامت، ختم، جنازه، ارشادي لارې چارې او …) محدود او محصور پاتې شي، په داسې حال کې چې ورته وخت کې متفاوت تصور هم شتون لري او ددې تصور څښتنان د یادې طبقې وجودي فلسفه ګڼ مسؤلیته او د کړنو ‌ډګر یې ارته بولي او تر ډېره دا تیوري معتبره هم ده، ځکه د دیني زده کړو څښتنان د هغه علومو په لټه کې وي، چې تر ډېره پکې د ژوند هر ډګر پکې رانغاړل شوی، د بېلګې په ډول، تفسیر، حدیث، فقه او… ټول هغه علوم دي چې دا ډله یې په شد او مد وایي او ددې علومو منځپانګه د ژوند له مختلفو ډګرونو لکه ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او… سره تړلي.

د تاریخ په اوږدو کې هم دا ډله د مختلفو ډګرونو شاهکاران وو/دي او تر هغې چې دین وي دا ډله به هم د ځانګړي رسوخ او تأثیر څښتنان وي، خو دا مقام به دې ډلې ته تر هغې وي، چې په ريښتونې توګه د دین لپاره خپل شته امکانات او انرژي مصرف کاندي او کنه نه یواځې چې ځان به خراب تراب کړي بلکې دین به هم ټولنه کې بدنام کړي. اوس اصلي خبر دا ده، چې یو ویشتمه پیړۍ کې هم د جادويي سیاستونو، د حکومتدارۍ د ماډرنیزم والي، د اقتصادي پېچلتیا، ټولنیز ژوند کې ژورو بدلونونو سره سره هم خپل مسؤلیتونه کره او کما حقه تر سره کړی شي/د اړوند ډګرونو کې مثبت رول ولوبولای شي او کنه؟

که څه هم اسلافو د تاریخ په اوږدو کې هر ډګر کې له ازمایښتونو بریالي راوتلي خو معاصر تاریخ له جګو او ژورو خالي ندی. ډیر لرې به نه ځو له څو لسیزو به یې را پیل کړو، کله چې علما د اماني څپو په وړاندې مټې را بډوهلې ریښتیا هم چې دده فکر خو لا څه بلکې دده د پاچاهۍ ټغر یې هم ورټول کړ، یا کله چې د سرو لښکرو د ښکېلاک په وړاندې یې د ولسي خوځښت هنګامې پیل کړي، ثمره یې د اشغال خاتمه خو لا څه بلکې د کمونستي مکتب انقباض شو ورته ډول سره یې کله چې کور دننه د فساد او کورنۍ جګړې ملت تر سپږمو کړ، طالباني څپه تر ډېره د ملت د اوښکو پاکېدو ذریعه شوه، بل لور ته له امریکا سره د دوی ځغاسته د نړۍ د قدرتونو معادله بدله کړه. خو که پدې ټولو ډګرونو کې له ژور لید کار واخلو او له واقعیتونو سترګې پټې نکړو نتیجه همدا اخیستی شو، چې د لنډ مهاله اهدافو په لاسته راوړلو کې غښتلي او ښاغلي، خو د اوږد مهاله اهدافو په ترسیم/یا ساتلو کې پاتې راغلي دي. که پورته مواردو ته هم ځیر شو، سمه ده، چې امان الله خان د غربي تمدن څپه حصاره شوه، خو د ښه حکومتولۍ لپاره معیاري ماډل پیشکش نه شو، د ولس اعتبار ته په ټوله مانا په درنه ونه کتل شول بلکې یواځي واک بل امان الله خان ته وسپارل شو. د شوروي له ماتې ( چې یو لنډ مهال هدف و) وروسته افغانان که څه هم تر ډیره د روحانیونو لخوا رهبري کیدل، له بده مرغه خپلو کې ښکر په ښکر شول سره او اسلامي نظام جوړول(لوړ او اوږد مهاله هدف و) یو خوب باندې بدل شو. ورته ډول باندې د کورنیو جګړو او فساد دور کې ددې خوځښت سرښندنې او د لنډ مهاله اهدافو لاسته راوړل نسبي ملموسي وي، خو هغه څه چې باید دوی کړي وای، متأسفانه پکې پاتې راغلل. د دین او وخت تقاضا همدا وه، چې کورنۍ جګړه باید په هر قیمت او تکتیک درول شوې وای، چې دا چاره د مختلفو لاملونه له امله و نه شوه. د نظام اډانه یې باید له کوره د ننه مشروعیت را پیل شوی وی او په نړیوال مشروعیت پای شوی وای، له بده مرغه کور دننه ځینې موجه انتقادونه لاځوابه پاتې ول او نړیوال یې هم په پخپل محوریت داسې و څرخول چې رسمیت پيژندنې باندې منتج شي.

تر ټولو مهمه یې دا ده، چې اوس یې یو ځل بیا د واک ګدۍ تصاحب کړی، نو څه باید وکړي؟ طالب په داسې وخت کې واک ته ورسید، چې نړۍ د افغانانو له کشالې ستړې او بې وسه شوې وه او ورته وخت کې جمهوریت\دیموکراسي هم دلته نوره متعفنه (بد بویه) شوې وه. له پورته واقعيت په عبرت سره او کور دننه، سیمې او نړۍ عینې واقعيتونو په تناظر سره طالب ته د حکومتولۍ داسې سټرکچر او پالیسي غوره کول په کار دي، چې د مسلمان ملت دیني تنده خړوبه کړي، د ملت یو موټی کېدل یې نتیجه وي، مطلوبې لاسته راوړنې ساتل شوي وي، شته پرمختګونه او د حکومتدارۍ سیستمونه بډایه کولو جوګه وي.
علاوتا د ښې حکومتولۍ د غوره موډل تطبیق، د ولس اقتصادي ځوړتیا لوړول، امنیتي او ټولنیز ثبات، بې پرې والی، ټولنیز عدالت او په ټوله کې زړونو باندې حکومت کول یې ځانګړنه وي. په ورته وخت کې اسلامي امارت ته په کار ده، چې د سیمې له هیوادونو، مطرحو نړیوالو قوتونو او ملګرو ملتونو سره د تعامل هغه پالیسي خپله کړه، چې افغانستان له انزوا او پریوتو وژغورل شي.
دا یو واقعیت ده، چې د اوسني نظام مشري تر ډیره د روحاني قشر په لاس کې ده او دا قشر د دین او شریعت په تطبیق کې د سپېڅلتيا په درلودو سره ډیر هڅاند او کوشا وي\دي خو دا هم باید ومنو چې د دین او شریعت تطبیق له کورنۍ یا ټولنې تر حکومت کولو ډیر توپیر لري؛ نو دا پړاو د انعطاف او تسامح پړاو دی او هڅه دې وشي چې اسلامي نظام په هغه بڼه ترسیم\تطبیق شي، چې د جامعیت او مانعیت ځانکړنه یې حفظ او د وخت\جغرافیا د مطلوبو او معقولو غوښتنو جوابګو واوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

طالب دقرآنکریم درویه ندۍ مسلمان دځانه یی دکفاروپرهدایت دقرآنکریم په نه پوهیدودین جوړکړۍ دۍ باید قرآنکریم ته رجوع وکی ځان اوملک له کفره خلاص کی:– قرآنکریم فرمایی مه ځله جلاکیږۍ وَ قَالَ الرَّسُوۡلُ یٰرَبِّ اِنَّ قَوۡمِی اتَّخَذُوۡا ہٰذَا الۡقُرۡاٰنَ مَہۡجُوۡرًا ﴿۳۰﴾سوره الفرقان. معنی:اووویل پیغمبراۍ زماربه بیشکه زماقوم نیولۍ ووداقرآن پریښودلۍ سوۍ. وَاعْتَصِمُوا بِحَبْلِ اللَّهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُوا وَاذْكُرُوا نِعْمَتَ اللَّهِ عَلَيْكُمْ إِذْ كُنْتُمْ أَعْدَاءً فَأَلَّفَ بَيْنَ قُلُوبِكُمْ فَأَصْبَحْتُمْ بِنِعْمَتِهِ إِخْوَانًا سوره آل عمران آیات ۱۰۳معنی:اوونسۍ رسۍ دالله ټول اومه جدا جدا کیږۍ اویادکړۍ نعمت دالله پرتاسوهرکله چه تاسووۍ یوتربله دښمنان بیاهغه محبت واچاوۍ په منځ دزړونوستاسوکی پس سوۍ تاسودهغه په مهربانی وروڼه… نور لوستل »

Karwan

اي اڅکزيه،
ته عقل، سعور، وجدان او ايمان لري، چه مسلمانانو ته دکفر خطاب کوي. خپله په غرب کي چيري سپي منځي او دلته بيا دقران او حديث نه خبري کوي. ډير منافق انسان ئي!
نور همفکره باداران دي هم غرب ته راوتښتيدل او اوس د تبليغاتي جنبه نوره هم قوي شوه. ته دديوه سپيڅلي حکومت پسي تخريب کوي او نه غواړي چه دافغانستان خلک ارام ژوند وکړي، اه تخريبکاره الله ج ته به څه ځواب وائي! کاروان

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx