افغانستان

د امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی ترکمنستان ته رسېدلی

د امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی ترکمنستان ته رسېدل
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي په مشرۍ لوړ پوړی پلاوی ترکمنستان ته رسېدلی دی.
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې ټاکل شوې ده چې په دغه سفر کې افغان پلاوی له ترکمن چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو د خبرو ترڅنګ پر سوداګرۍ، انرژۍ، نفتي موادو، ریل پټلۍ، ټاپي، ټاپ او تحصیلي بورسونو په هکله هم خبرې او بحثونه ترسره کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وفا حاجي یوف ویلي ؤ، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره امنیتي وضعیت ښه شوی او ډیر ژر به یې عملي چارې پیل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x