
نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د هېواد مشهور جراح او د تکواندو فدراسیون مشر ډاکټر نجیب الله سکندر د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی او تښتوونکي د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یو ټویټ کې ویلي، چې ښاغلی سکندر یې د کابل ښار پنځمې امنیتي حوزې له خوشحال خان سیمې څخه د یو لړ استخباراتي معلوماتو پایله کې آزاد کړی او له پېښې سره په تړاو یې ۸ تنه نیولي دي.
نوموړی زیاتوي، له نیول شوو کسانو سره وسلې هم شته؛ خو داچې یاد کسان څوک دي او ولې یې هغه تښتولی ؤ، څه ویلي نه دي.
د اولمپیک د ملي کمیټې عمومي رئیس انجینر نظرمحمد مطمئن هم په یو ټویټ کې ددې خبر د تایید ترڅنګ له امنیتي ځواکونو څخه مننه کړې چې ډاکټر سکندر یې د تښتوونکو له منګولو ژغورلی؛ خو په دې هکله یې نور جزیات نه دي ورکړي.
د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر ترکي تیره ورځ رسنیو ته ویلي ؤ، چې ښاغلی سکندر له تیرو دوه ورځو راهیسې په کابل کې بې درکه شوی او په دې اړه یې د افغانستان اسلامي امارت امنیتي مسئولینو ته خبرورکړی، چې هغوی ورسره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ډاکټر نجیب الله سکندر په جمهوریت روغتون کې د جراح په توګه د دندې ترسره کولو سربیره د هېواد د تکواندو د ملي فدارسیون ریاست چارې هم پرمخ بیولې.
دا تښتونکی نه بلکه خپله طالبان دی چی دا کار کوی. دا څنګه امارت دی چی غله او تښتونکی پکی امنیت اخلالوی او دومره جرات پیدا کوی چی داسی کار وکړی؟ اوس یی چی تښتونکی نیولی حد اقل یو دوه کسه دی علنی اعدام کړی چی نورو ته پند شی. په قصاص کی ژوند دی (بقره ۱۷۹).