نړۍ

دلیبیا ملي انتقالي شورای میجرجنرال سلیمان محمود دوژل شوی جنرال یونس پر ځاي پردنده وګماري

suliman_the_army_chief_of_rebels_in_libya(نن ټکی اسیا جولای ۲۰۱۱/۳۱) بن غازي: دلیبیا ملي انتقالي شورای ښاغلي سلیمان محمود العبیدي دوژل شوی میجرجنرال عبدالفتاح یونس پرځای باندي پردنده وګماري، دلیبیا ملي انتقالي شورای خبرورکړچی ښاغلي یونس دزیارت په ورځ په اسلام پالوډلو پوري تړلو ملیشوله لوری ووژل شو،خوتراوسه پوري لادوژل شوی جنرال په اړه پوره مالومات ندي ترلاسه شوی چي نوموړي څرنګه اودچاله لاسه وژل شوی دي.

له بله لوري دلیبیا حکومت په ډاکه کړه چي دمیجرجنرل له وژني څخه داڅرګندیږي چی دلیبیا دحکومت مخالفین نشي کولای لیبیا باندي حکومت وکړي، دلیبیا دحکومت یوه رسمی ویاند زیاته کړه داچي دلیبیا دملي انتقالي شورای په نامه سره ډله اوځواکونه یی خپل مشران نشي ساتلي نودوی به دلیبیا خلګوته په څه ډول دامنیت ډاډ ورکړي.

 تیره ورځ دلیبیا اولسمشر ښاغلي معمرقذافي دناټو له لوری دلییبا دراډیو اوتلویزیو پراداره باندي هوایی بمباري په سختو ټکو سره وغندلی اوزیاته کړه یرغلګرځواکونه په دارنګه کړنو سره دلیبیا داولس عزم او ارادي نشي ماتولي،نوموړی زیاته کړه دلیبیا داولس ارادي نسبت ویرغلګروځواکونوته ډیري قوي دي.

تیره ورځ دناټو هوایی ځواکونو دلیبیا دراډیو تلویزیو دري سترانتنان تربمبارلاندی راواستو اوله منځه یی یوړو، خو له طرابلس څخه تراوسه پوري لاهم دلیبیا دولتي راډیو تلویزیون بغیر له کومي وقفي څخه خبرونه نشره وي.

له بله لوري په بن غازي کي دلیبیا دملي انتقالي ډلي دمالیی اوتیلو وزیر علي ترهوني زیاته کړه میجرجنرل یونس دهغوخائنانو اوبی لارو کسانو له لوري وژل شوی دي چي له ډلي څخه یی لاره جلاکړی اوله اسلام پالو سره یی اړیکي نیولي دي، نوموړی زیاته کړه له هغه څخه وروسته چی نوموړي په تیرو ورځو کی دشورای له لوري راغوښتل شوی وو اوله ډلی سره دوفاداري په اړه له ځینو سختو سوالونه سره مخامخ شوی وه،  وروسته دځینو اسلام پلوه ملیشو له لوري اول تښتول شوی دی او وروسته بیا وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه تراوسه پوري لادنوموړی دوژني په اړه څیړني رواني دي.

له بلی خوا تیره ورځ دلیبیا اولسمشر معمرقذافي دیوی وینا پرمهال زیاته کړه، دجنرال یونس له وژلو څخه دا په ډاکه څرګندیږي چي دلیبیا دحکومت مخالفه ډله دهیواد دچارو په اداره کولو اوهمدارنګه دخپلو مشرانو په ساتلو کی پاتي راغلي دي.

دلیبیا دحکومت ویاند موسی ابراهیم زیاته کړه، په داسی حال کي چي دلیبیا دحکومت مخالفه ډله دخپلو مشرانو په ساتلو کی پاتي راغلي اداره اوکنټرول نه لري، دابه دبرطانیی دحکومت له لوری لویه خطاوتنه وي چي یوداسی اداره په رسمیت وپیژني چي هغه خپل مشران نشي ساتلي.

دتیري چارشنبی په ورځ دبرطانیی دبهرنیو چارو وزیر ولیم هیغ وویل برطانیی دلیبیا ملي انتقالي شورای دلیبیا هیواد دیواځیني قانوني اوحاکمه ځواک په توګه پیژني، اوله اعلان څخه سمدستي وروسته یی دلیبیا ملي انتقالي شورای ته بلنه ورکړه ترڅو برطانیی ته خپل سفیر راولیږی، اودله لیبیا دحکومت سفیراودسفارت کارګرانو ته یی له هیواده دوتلو امروکړ.

بخت الرحمن بخت ………… نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x