نظــر

د حکمتیار صیب نادر دریځونه

لیکوال: ډاکټر کمال مرجان

حکمتیار له ۱۳۵۷ل راهیسې په افغان سیاست کې یوه فعاله څېره ده. دا فعالیت یې کله ګړندی او کله هم کمزوری کېږي. یعنې نوساناتو سره مل راغلی دی. د بل هر رهبر په څېر د حکمتیار صیب په اړه هم قضاوتونه متفاوت دي. څوک یې داسې مشر بولي، چې «تر بغداده یې» یې بې سیاله ګڼي. ځینې يې بیا د ناورینونو مور ګڼي. مګر شخص حکمتیار صیب او نژدې یاران یې بیا له اول قضاوت سره تر حد زیات موافق او وروستي سره هم تر اندازې زیات مخالف دي. دوی فکر کوي چې حکمتیار صیب په افغان سیاست کې تل «د دښمنانو توطئې شنډې» کړي دي.

یوه خبره چې د ښاغلي حکمتیار په اړه یې مخالفین ډېره تکراروي، دا ده چې د انجینر صیب مواقف لږ له اندازې زیاتو نوساناتو سره مخ وي. یعنې دریځ يې ثابت نه وي، بیا پر همدې متغیر دریځ په هره مرحله کې د ډېرې ټینګې درېدا تظاهر هم کوي.

دا نو هغه د رسنیو خبره «زموږ توافق ورسره شرط نه دی». هر څوک بویه نظر یې، استدلال او پرېکړه یې. مګر زه نن ځکه د حکمتیار صیب په اړه لیکنې ته اړ شوم، چې د انجینر صیب دریځ یو ځل بیا په اصطلاح رسانه يي شوی دی. او زه ځکه پرې د لیکنې وخت لګوم چې په حکمتیار صیب کې لږ تر لږه یو نیم صفتونه داسې هم دي چې بنده ته مقبول دي. د حکمتیار صیب د تنکۍ ځوانۍ توده مبارزه، بیا همداسې پېښور کې له نورو سره په اکثرو قضایاوو کې متفاوت –کله متضاد- نظر لرل، د امریکایانو پر ضد د طالبانو پر لار تګ او بیا طالبانو سره مخالفتونه، بیا په همدې نظامي دریځ کې له پېښوره کابل ته اتلس ځلې پلاوي استول…بیا تر ټولو مهم دا چې حکمتیار صیب له دومره سیاسي مصروفیتونو سره خپل قلم د ادیبانو خبره کښاند او افکار بهاند ساتي! ماته یې وروستی صفت تر نورو ډېر په زړه پورې دی.

حکمتیار صیب اوس بیا ځکه رسانه یي شوی دی، چې د نن ټکي اسیا خبري وېب پاڼې داسې محرم راپور ترلاسه کړی و چې ګوندې د حکمتیار صیب حزب اسلامي غواړي د کرزي صیب د نظام تر چتر لاندې سیاسي فعالیت پیل کړي. دې لیک شوي راپور کې دا هم راغلي دي چې د حکمتیار صیب او په شمشتو کې د حزبي مخکښو ترمنځ بحثونه روان دي چې په کابل کې د سیاسي دفتر د مشرۍ مرغه به د چا په اوږ کېني. مهمه دا ده چې حکمتیار صیب په خپل نوساني سیاست کې یو بل نوسان ورزیات کړ. خپله مبارزه له نظامې هغې سیاسي ته اړوي.

سره له دې چې د حکمتیار صیب مخالفین د مشر دا وروستی دریځ د ده کمزوري ګڼي، وايي چې کرزي سره تر اتلس ځلو بې نتیجې مذاکراتو وروسته ورور حکمتیار اړ کېږي چې بې له کوم خاص امتیازه کابل کې دفتر پرانیزي، دا ښيي چې کرزي صیب د حکمتیار صیب لیکونو او هیاتونو ته څه خاص امتیاز قایل شوی نه و. مګر راقم الحروف بیا بل خېل نظر لري. ماته دا هم د حکمتیار صیب له تېرو حکیمانه او مدبرو فیصلو نه یوه ښکاري. اګرچه حکمتیار صیب په ټاکنو کې هلال کاندید کړ او هغه هم کلکه ماته خوړه او بیا له ماتې وروسته حکمتیار صیب هم وویل چې «د اشغال په شتون کې انتخابات بې فایدې دي». دا پر خپل ځای، پرې بحث ځکه نه کوو چې ډېر پاخه رهبران او مشران هم کله کله سهوه شي. زه دا وایم چې حکمتیار صیب چې اوس غواړي کابل کې دفتر پرانیزي او خپله هم بیا وروسته کابل ته تشریف یوسي، دې کې شاید د حکمتیار صیب حکمت دا وي چې د ۲۰۱۴ په تېرېدو، د امریکایانو په وتو او د طالبانو په راتلو –یا لږ تر لږه پرمختګونو کې- حکمتیار صیب د محاسبې وړ ځای شاید ځکه ونه لري چې د طالبانو په حق کې یې په ځینو لیکنو او شخصي مجالسو کې د پخوانیو دریځونو غوندې ډېر توند دریځ نیولی. د طالبانو له دوامدار سکوت سره سره د انجینر صیب قلم د هغوی پر ضد همداسې کښاند تللی دی.

له بلې خوا امریکایي دیپلواماتیکي دستګاه هم طالبان خپل طرف ګڼي. د جګړې مقابل لوری طالبان ګڼي. نو ځکه طالبانو سره د دیپلومایتک چاینل د منځ ته راتګ اړتیا محسوسوي. شاید د امریکایانو د همدې اړتیا او ضرورت پر اساس وي، چې د قطر په وساطت یې طالبانو ته سیاسي دفتر ورکړ. طالبانو له سیاسي دفتر نه یوه مهمه لاسته راوړنه دا درلودلې ده چې خپل پنځه تنه لوړپوړي بندیان یې له ګوانتانامو نه د تېر جون په لومړیو کې ازاد کړي. له بلې خوا د باوري سرچینو په خبره د کرزي حکومت هم د حکمتیار صیب هیاتونو ته چندانې ارزښت نه ورکاوه. کرزی هم پوهېږي چې تر هغو طالبان له جګړې لاس پر سر نه شي، تر هغو د حکمتیار صیب په «طرحو» سوله نه شي راتلای. شاید د دغو ظروفو او ضیقو –حداقل حکمتیار صیب ته- سیاسي شرائطو ته په کتو سره به وي چې انجینر صیب حکمتیار د کابل تګ پرېکړه کوي. د حکمتیار صیب په خبره د ۱۳کلن وسله وال مقاومت باوجود هم طالبان ده ته ارزښت نه ورکوي، کرزی صیب خو لږ تر لږه دی د یوه سیاسي دفتر مستحق ګڼي.

بنا پر دغه دلیل به وي چې حکمتیار صیب په دغسې ترینګلي سیاسي وضعیت کې دغسې یو بل سیاسي شهکار وکړي چې ځان او خپله ډله له حتمې انزوا وژغوري. دا د حکمتیار صیب په څېر د بل هر سیاسي رهبر مجبوریت دی چې په حساسو او یا فوق العاده شرائطو کې د دې لپاره چې خپل ګوند له انزوا وساتي، کله کله باید فوق العادة نه هم ورتېر شي او متضاد موقف هم ونیسي.

د حکمتیار صیب په اوسني شهکار کې حکمت د احقرالعباد په نظر شاید دا وي چې په دې کار سره به حکمتیار صیب له ۲۰۱۴کال وروسته افغانستان کې د امریکایانو په نزد ځانته یو مقام ترلاسه کړي او د سیاسي قدرت په وېش کې به هم امریکایان –د طالبانو پر خلاف- حکمتیار صیب ته د تر یوه حده د قدر یا هم د غنیمت په سترګه وګوري او کوم وزارت به ورکړي. انجینر صیب ته به ځکه دا پرېکړه مهمه وي چې یو ځل بیا به د سیاست د اتڼ یو فعاله برخوال شي. نور به ځان له دې انزوا او پرد وساتي.

دا هم د یادولو وړ ده چې شمشتو مېشتي د محصلینو تنظیم –د حزب اسلامي د ځوانانو څانګه- چې د حکمتیار صیب درېیم ځوی یې مشري کوي شاید له دغې پرېکړې سره مخالف وي. مګر په دې اختلاف کې بیا د حکمتیار ځوی ورسره همغږی نه دی، هغه د پلار اړخ نیسي. محصلین خو ځوانان دي جذبو او احساساتو نیولي. یو مهال په خپله انجینر صیب هم دغسې و چې خالص بابا د اور پرتوګ بللی و. خو اوس هغه د اور پرتوګ نه دی. هره پرېکړه کې ورته ځانګړی حکمت او فلسفه ښکاري. مګر دا بیا د لوستونکو او تماشاچیانو د پوهې او ادراک سطحې پورې اړه لري چې څومره کولای شي چې د حکمتیار صیب په حکمتونو پوه شي او هضم یې کړای شي. د حکمتیار صیب اکثرو فیصلو سره د ده د ګوند د غړو مخالفت یو دلیل هم احقرالعباد د پلویانو او مشر ترمنځ د پوهې او درک د سطحې یو فاحش تفاوت ګڼي.

نتیجه

کابل ته د حکمتیار صیب په راتګ سره به یو دا کار وشي چې ولس به د شمال ټلوالې له بدمعاشیو لږه د ارام ساه واخلي. ځکه په کابل کې د حکمتیار صیب په شتون کې بیا فکر نه کوم ټلواله دې پر ولس په دومره اساني وروبلوسي.

کابل کې به د حزب اسلامي په نوم له امریکانو د امتیازاتو اخیستونکو مخنیوی وشي او نور به حق حقدار ته رسېږي. په دې کار سره به کابل مېشتي حزبیان سخت ماڼیجن شي. ځکه نور به حکمتیار صیب د دوی د خولې مړۍ په خپله خوري.

په نظام کې به د تنظیمونو موازنه برابره شي. د حزب اسلامي شتون کې نور د غوښنې برخې ادعا نه شي کولای. استاد سیاف شاید تر دې هم منزوي شي. ځکه د حکمتیار صیب په څېر د یوه پښتون مشر په شتون کې بیا نور سیاف صیب خپل وزن او مقام له لاسه ورکوي.

طالبان به مقاومت کې یوازې پاتې شي. نور به د مقاومت صف یو شي او که کله د سولې خبرې مطرح کېږي نور به د پاشلو خبرو اړتیا نه وي. مخامخ به له طالبانو سره خبرې کېږي. شاید بیا کرزی صیب هم د سولې لپاره د قطر دفتر ور وټکوي.

او پای دا چې حکمتیار صیب به د خپل سیاسي ژوند سیریال یو بل شهکار هم نندارې ته وړاندې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
zarifi

دی خپله کابل ته نه ورځي په نس کي هوښیارده که ستاسو یاد وي دفقید رباني په مهال یې هم خپلې صدراعظمي ته عبدالصبور ور واستاوو // دی حالات څاري او بیا ورباندي قدم ږدي چي هسي نه په یوه دام کښیوزم // کیدلای شي چي دا دفاترمفاتر دي هم دامریکا یو دام وي که څه هم پښتانه وایي چي هوښیار مرغه په دام نه کښیوزي که ووت نو ۰۰۰۰۰۰۰

zarifi

ته دا تعرض وګوره // معاون پیشین حزب اسلامی می گوید که اگر او، روزی باراک اوباما را ملاقات کند با او دست خواهد داد و با او، با کمال احترام برخورد خواهد کرد زیرا به گفته هلال، اوباما رییس جمهور بزرگترین کشور دنیاست.

حزب اسلامی نیز تاکنون نپذیرفته است که با دولت افغانستان همکاری کند

ساپي

درنواوقدرمنولوستونكوزماسلامونه ومنئ. داچي پتمن ډاكترصيب كمال مرجان هرڅه دادب اودرناوي په لفافه كي نغښتي اومينه والوته يي دقلم په خوږوڅاڅكوډالئ كړي كوريي ودان بچي يي لوئ مگركه لږڅه بايد په ډانگ پيلې وويل شي چي حكمتيارصيب دځواني په وخت كي به ديوي ښي اسلامي جذبي خاوندول اوپه هماغه جذبه يي دشورويانوپه مقابله كي دجهادسنگرتودوساته مگرداچي دوخت په تيريدوسوه په هرانسان كي بدلون رامنځ ته كيږي چاكي ښه اوچاكي بد. زما داندحكمتيارصيب دكمونيزم دايډيالوژي نه ډيرمتاثرشوي دي هغوي وايي. (تحليل شرايطي عيني روحييه زنده كمونيزم است) نودي هم وخت ته گوري چي په كوم وخت اوپه څه شكل قدرت اومقام ته… نور لوستل »

سمسورافغان

هرڅوک ښه اوبدصفتونه لري هرڅوک نیمګړتیاوې لري خودیوجهادی رهبر اوسیاسی لیډرپه صفت دحکمتیارصاحب ضداونقیض دریځونه دهغه داهدافو اوصحت په اړه یولړپوښتنې راپیداکوي .

Amiri

زما په نظر باید مړنړ د مسلمانانو تر منځ د اتحاد او اتفاق روحیه پیاوړی کړو هر مسلمان انسان سهوه کوی او حکمتیار هم یو انسان دی
طالبان ، مجاهدین او هر هغه څوک چی په افغانستان کی اسلامی حکومت غواړی او د اشغالګرو په ضد دی ددوی تر منځ هغه خبری باید وکړو چی د اتحاد او اتفاق سبب شی نه د کرکی او نفرت حتی د کرزی صاحب او سنی ظاهری مو قف باید تایید شی ( د افغانانو حفاظت ، صلح او د امریکایانو سره د تړون نه لاسلیکول)
وسلام
امیری

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x