افغانستان

شیخ هبة الله اخندزاده امنیتي مسئولینو ته په خطاب کې؛ د خلکو د فیزیکي امنیت ترڅنګ د هغوی فکري خوندیتوب هم ستاسو مسئولیت دی

نن ټکی اسیا (جمعه، ۲۴ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د اسلامي امارت زعیم شیخ هبة الله اخندزاده هلمند ولایت ته د دوه ورځني سفر پرمهال امنیتي چارواکو ته په خطاب کې ویلي، چې د خلکو د فیزیکي امنیت ترڅنګ د هغوی فکري خوندیتوب هم ستاسو مسئولیت دی.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د اسلامي امارت مشر په هلمند کې ددې ولایت د والي، امنیه قومندان، د استخباراتو مسئول او د ۲۰۵ عزم قول اردو د قومندان په ګډون له ګڼو ملکي او نظامي چارواکو سربیره ددې ولایت له دیني عالمانو او مشرانو سره جلا جلا ناستې ترسره کړي او په ترڅ کې یې هغوی ته وروستیو بریاوو مبارکي ویلې او د «مجاهدینواو عام ولس» هغه سرښندنې یې ستایلي چې په پایله کې یې د نړۍ پنځه ستوریز جنرالان او بدمعاشان په «ګونډو» شول.

نوموړي «آزادي» یو ستر الهي نعمت یاد کړی چې په خبره یې د شکرانې لپاره یې باید ټول مسئولین د خپل ولس پوره خدمت وکړي او د اسلامي نظام د پلي کولو لپاره خپلې ټولې هلې ځلې په کار واچوي.

شیخ هبة الله اخندزاه د هلمند د محاکمو او عدلي ارګانونو مسئولینو سره په لیدنه کې قاضیان خپل نائبان وبلل او په افغانستان کې د اسلامي شریعت پلي کول یې د تیر «جهاد» اصلي موخه ګڼلې ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې د اسلامي امارت د زعیم لخوا په هلمند ولایت کې د علماوو شورا هم تأسیس شوه، چې تشکیل به یې وروسته رسنیز شي.

د اسلامي امارت مشر شیخ هبة الله اخندزاده په داسې مهال هلمند ولایت ته سفر کوي چې تردې وړاندې یې د هېواد لویدیځ فراه ولایت ته د سفر پرمهال هم له ګڼو علماوو او ځايي چارواکو سره ناستې ترسره کړې وې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx