
محمد نبي ولې په راتلونکو سیالیو کې له لوبېدو انکار وکړ؟
نن ټکی اسیا (شنبه، 25 مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان ملي لوبډلې غوره لوبغاړي محمد نبي ویلي چې د هالنډ پر وړاندې سیالیو کې نه لوبیږي.
د کرکټ بورډ څخه ځینې سرچینې وایي چې محمد نبي څه موده وړاندې بورډ ته خبر ورکړی چې په راتلونکو سیالیو کې نه غواړي ولوبیږي.
هغه د کرکټ بورډ ادارې ته ویلي چې غواړي نويو لوبغاړو ته لوبډله کې د لوبېدو فرصت ورکړي، او په همدې خاطر له لوبډلې کیني.
بل لوري ته د کرکټ یو شمېر پوهان په دې نظر دي چې د ځینو اختلافاتو له کبله محمد نبي د حشمت شهیدي تر لوبډلمشرۍ لاندې لوبه نه کوي.
حشمت شهیدي د ملي لوبډلې د یو ورځنیو سیالیو لوبډلمشر دی چې په تېر شل اوریز نړیوال جام کې لوبډله کې شامل شوی و خو د اړتیا سربېره د لوبېدو فرصت ورنکړل شو.
په راتلونکو سیالیو کې د محمد نبي د نه لوبېدو یو لامل دا ښودل کیږي چې حشمت شهیدي به د لوبډلې مشر وي، او هغه نه غواړي د هغه تر مشرۍ لاندې د ملي لوبډلې استازیتوب وکړي.
محمد نبي په تېر پنځوس اوریز نړیوال جام کې په دې تورن شوی و چې د اصغر افغان سره یوځای یې لوبډله کې اختلافات رامنځته کړي وو، او د ګلبدین نائب تر لوبډلمشرۍ لاندې یې سمه لوبه نه ترسره کوله.
د ملي لوبډلې د شل اوریزو سیالیو لوبډلمشر محمد نبي اوسمهال په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینیګیډز لوبډلې لخوا لوبیږي، خو د نوموړي ناسمه کارکردګي هغه له تېرو درې پرلپسې لوبو کینولی دی.
څه موده وړاندې د کرکټ بورډ پخواني مشر عزیز الله فضلي پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي وو چې په راتلونکې نږدې کې به محمد نبي، سمیع شینواری او حمید حسن استعفا وکړي، خو بیرته یې دغه پوسټ حذف کړی و.
د محمد نبي له تیرو کړنو داسې بریښي چې نوموړی غواړي په راتلونکي کې یوازې د شل اوریزو سیالۍ ترسره کړي. هغه تېر کال له ټیسټ کرکټ څخه استعفا کړې ده.
د یادونې ده چې د افغانستان او هالنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ راتلونکي سیالۍ د جنوري په 21مه، 23مه، او 25مه په قطر کې پېل شي. دغه لوبې به په ملي تلویزون په ژوندۍ بڼه وښودل شي.
د یادو سیالیو لپاره د ملي لوبډلې ګڼ شمېر لوبغاړي قطر ته رسېدلي، خو وروستۍ لوبډله به څو ورځې وروسته د کرکټ بورډ لخوا اټکلا اعلان شي.
باید وویل شي چې په بیګ باش لیګ کې لوبېدونکی راشد خان له استرالیا څخه قطر ته رسېدلی چې په راتلونکو سیالیو کې ګډون وکړي. دغه راز قیس احمد هم بیګ باش لیګ په نیمایي کې پریښی دی.
هيله کوم منفي تبليغات مه کوئ