ورزش

استرالیا یو ځل بیا د ټینس مشهور لوبغاړي ویزه لغوه کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د استرالیا حکومت د دوهم ځل لپاره د ټینس مشهور لوبغاړي نوواک جوکوویچ ویزه لغوه کړې، خو له هېواده د ویستلو پریکړه یې ځنډولې ده.

د استرالیا حکومت او د سرحدونو وزیر د جمعې په ورځ یو ځل بیا پریکړه کړې چې د هېواد عامه ګټو په خاطر یې د ټينس ۳۴ کلن لوبغاړي ویزه لغوه کړې ده.

دوی وایي چې نوواک جوکوویچ د کووید-۱۹ واکسین نه دي ترلاسه کړي او په استثنایي حالت کې یې طبي اسناد هم بشپړ نه دي، چې ممکن د ټولنې لپاره خطر رامنځته کړي.

د استرالیا د کډوالۍ وزیر الیکس هاک د اختیاري واکونو څخه په ګټه اخیستنه د یاد لوبغاړي ویزه وروسته له هغې یو ځل بیا لغوه کړې چې محکمې د دوشنبې په ورځ له قرنطین څخه د نوموړي د خوشې کېدو امر کړی و.

هغه په یوه بیان کې وویل، «نن ما د کډوالۍ قانون (133C(3) لاندې خپل واک کارولی تر ځو د روغتیا او ښه نظم په اساس چې دا د خلکو په ګټه وه د ښاغلي نوواک جوکوویچ ویزه لغوه کړم».

د کډوالۍ د قانون یوې برخې له مخې چې وزیر د ویزې لغوه کولو لپاره خپل واک کارولی وایي، د ټینس ستوری به ونشي کړای له سخت استثنایي حالت یا له اجباري شرایطو پرته تر راتلونکو درې کلونو لپاره د استرالیا ویزه واخلي.

وړمه ورځ جوکوویچ منلې وه چې هغه تېره میاشت سربیا کې یوه اخبار ته د مرکې ورکولو پرمهال په کرونا اخته شوی و، «ما تیروتنه وکړه او باید ځان مې خوندي کړی وای».

د استرالیا لومړي وزیر هم د کډوالۍ وزیر د پریکړې هرکلی کړی او زیاته کړې ده چې استرالیایانو ددې وبا په مخنیوي کې قربانۍ ورکړي او باید ددې پایله په سمه توګه خوندي شي، «دا هغه څه دي چې وزیر نن ددې اقدام په ترسره کولو کې کوي».

بل لوري ته د ټینس مشهور لوبغاړي مدافع وکیلان د جمعې په ورځ ناوخته محکمه کې خپله قضیه ثبت کړې او غوښتنه یې کړې چې د قضیې په جریان کې هغه د کډوالۍ له توقیف څخه بهر پاتې شي، او په راتلونکي ټورنمنټ کې د لوبېدو جوګه شي.

د یادونې ده چې د سربیا حکومت او د استرالیا ټینس ادارې له لوري د نوواک جوکوویچ د واکسینو نه کولو پرمهال طبي اسناد او شواهد منل شوي وو او د استرالیا ویزه ورکړل شوې وه، خو د استرالیا د سرحداتو او کډوالۍ وزیر د هغه استثنایي حالت رد کړی او میلبورن ښار ته د رسېدو سره سم یې د هغه ویزه لغوه کړه.

هغه څلور شپې د کډوالۍ په ځانګړې توقیف خانه کې تیرې کړې خو د دوشنبې په ورځ د محکمې د حکم په اساس خوشې شو او خپل تمرینات یې پېل کړل.

د پنجشنبې په ورځ یاد لوبغاړی د ویزې وضعیت د ناڅرګندیا سربېره د استرالیا اوپن ټورنمنټ په ډرا يا پچه کې هم رسمي شامل شوی و، خو د جمعې په ورځ یې یو ځل بیا ویزه لغوه شوه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x