نظــر

څنګه کولی شو، چې په افغانستان کې لوړې زده کړې معیاري کړو؟ (۲) برخه

احمد جاويد شکيب

هرکله چې په یوه هېواد، وزارت، ریاست او بلې هرې ادارې کې قانون جامع سخت د عمل وړ، د ځینو مغرضو کسانو د ذوق او شخصي غوښتنو په نظر کې نیولو پرته د ټولنې د اړتياوو او له نورو سره د سیالۍ او د ۲۱ پیړۍ د غوښتنو په نظر کې نیولو سره سم جوړ او پرې عمل وشي نو عدل او انصاف رامنځته کیږي، خلک قانع کیږي، معیار لوړیږي، اداره او ټولنه مثبت لوري ته پرمختګ کوي.

په ډیر تأسف سره باید وویل شي، چې په تېر نظام کې د استعمار په مټ قدرت ته رسیدلو ځینو د قوم ټیکه دارانو د خپل یوه جاهلي استدلال په اساس، چې (لوړو زده کړو مؤسسې ته پوهنتون وویل شي او یا دانشګاه )، د لوړو زده کړو قانون د کلونو لپاره یرغمل کړی و. بیا کله چې قانون تصویب شو، نو د قانون ځینې مادې یو ځل بیا د زورواکو او ځینو سهولت طلبه کسانو د ذوق او شخصي غوښتنو له کبله تعطیل شوې، بیلګې يې ډیرې دي. دې عمل د لوړو زده کړو پر معیاري کېدو منفي تاثیر درلود.

د لوړو زده کړو د قانون هغه برخې چې د لوړو زده کړو په وزارت کې د ځینو ژمنو کسانو لخوا تعطیل ته پرينښودل شوې، د لوړو زده کړو له معیاري کیدو سره يې د پام وړ مرسته وکړه.

د بېلګې په توګه د لوړو زده کړو قانون کې د ماستر په شتون کې لسانس کادر ته د نه شاملولو شرط د لوړو زده کړو وزارت معیاري کیدو ته لاره هواره کړه. ځوانان د ماسترۍ او دوکتورا د ترلاسه کولو لپاره لا نورو زده کړو ته تشویق شول.

د لوړو زده کړو قانون د یادې مادې څخه مخکې افغانستان د نړۍ یو له هغو محدودو هېوادونو څخه و، چې لسانس به بېرته لسانس ته استاد مقرر او تدریس کاوه. حال دا چې په نورې نړۍ کې د دوکتورا او پوسټ دوکتوا اخېستلو وروسته بیا یو کس ته په پوهنتون کې د تدریس حق ورکول کیږي. اوس تقریباً د لوړو زده کړو د وزارت ټول لسانس استادان ماستران او یو شمیر ډاکتران هم شول.

د لوړو زده کړو په قانون کې د پوهنتون د استاد د علمي ترفیع لپاره په نړیوال ژورنال کې د مقالې نشر له شرط سره د پوهنتون ډیری استادان تشویق شول څو خپلې علمي مقالې په نړیوالو ژورنالونو کې خپرې کړې. د پوهنتون استادان دې ته هم متوجه شول، چې خپل علمي تحقیق باید د نړیوال معیار مطابق تر سره کړې تر څو یې مقاله په نړیوال معتبر ژورنال کې ومنل شي.

اوس د ا.ا.ا له بریا سره سم، ځینې کسان یو ځل بیا د لوړو زده کړو د قانون د تعطیل غوښتونکي دي. په ډیر تأسف سره باید وویل شي تر کومه ځایه، چې لیکوال له دې کسانو سره په قانون کې د تعطیل بدلون خبرې اوریدلې نو ډیری نظریات د شخصي سلیقې او ذوق پر بنسټ دي.

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو اوسنۍ رهبري څخه هیله کیږي، چې هیڅکله هم د داسې کسانو د سهولت طلبۍ او ذوق په اساس په قانون کې بدلون ونه مني، ځکه ددې ډول غوښتنو د منلو له کبله به د لوړو زده کړو معیار لا ډېر ټیټ شي.

د پوهنتونونو د ځینو هغو استادانو غوښتنې، چې ما اوریدلې او ورسره کلک مخالف یم د خپل استدلال په اساس يې دلته ردوم. په دې غوښتنو کې یوه غوښتنه يې دا ده، چې د لوړو زده کړو په نوي قانون کې باید د استاد د ترفیع لپاره په نړیوال ژورنال کې د علمي مقالې چاپ شرط، لغوه شي. د دې مادې لغو کیدو ملاتړي استادان لاندې استدلال کوي:

1. استادان په معیاري ژورنالونو کې مقالې نه چاپوي. استادان هغو ژورنالونو کې مقالې چاپوي، چې د پيسو په ورکولو سره غیرمعیاري مقالې هم چاپوي.
2. ډیری استادان په خپل مسلک کې پوره تسلط لري، خو په انګلیسي نه پوهیږي، ژبه خو علم نه ده. حال دا چې نړیوال ژورنالونه یوازې په انګلیسي ژبې مقالې چاپوي.
3. موږ ولې خپل داخلي ژورنال، نړیوال نه کړو. او داسي نور…

د لیکوال په نظر دا پاسني ټول استدلالونه غیر منطقي او د راحت طلبۍ او د کم کار یا هیڅ کار په بدل کې د ترفیع اخیستلو لپاره بهانې لټول دي.

د لومړي استدلال په ځواب کې باید وویل شي، استاد باید غیر معیاري ژورنال ته مقاله ونه لیږي. که فرضاً کوم استاد غیر معیاري ژورنال کې مقاله چاپ کړي نو دا خو د دې لپاره دلیل نه شي کیدی، چې پۀ قانون کې نړیوال ژورنال کې د علمي مقالې چاپ شرط دې لغوه شي. د دې مسئلې د حل لاره دا ده، چې خپله پوهنتون یا د لوړو زده کړو وزارت دې اصلي او معیاري ژورنالونه مشخص کړي، د علمي مقالې چاپ دې یوازې په مشخص شویو معیاري ژورنالونو کې قبلوي. په نورې نړۍ کې د دوکتورا او ماسترۍ سند د ترلاسه کولولو لپاره د مقالې د چاپ لپاره ژورنالونه مشخص کیږي. دلته هم همدا اصل د تطبیق وړ دی.

دویم استدلال هم ناسم دی. لومړی خو دا چې اوس انګلیسي د علم ژبه ده، نو د انګلیسي زده کړه د پوهنتون د یوه استاد لپاره اړینه ده، ځکه له دې سره استاد کولی شي، چې د نړۍ له ډیرو معتبرو منابعو څخه خپلو محصلانو ته درسي مواد چمتو کړي. که فرضاً د یو چا انګلیسي ژبه نه وي زده نو زما د معلوماتو په اساس دا بلکل مشروع او قانوني ده، چې مقاله په پښتو یا دري ولیکل شي او د مقالې محتوی کې د بدلون پرته دې بل کس ته د انګلیسي ژبې د ژباړي لپاره ورکړي.

د دریم استدلال په ځواب کې باید وویل شي د افغانستان پوهنتونونو ژورنالونه یا علمي مجلې هغه وخت نړیوال کیدای شي، چې د افغانستان د پوهنتونونو استادانو مقالې نړیوال ژورنالونو کې ومنل شي او بیا دوی د خپل پوهنتون علمي مجلې ته د نړیوال ژرونال کې د منل شویو مقالو پرمعیار سمبالې علمې مقالې ولیکي.

د علمي ترفیع لپاره په نړیوال ژورنال کې د استادانو د مقالو د چاپ شرط لغوه کولو بل لوی مشکل دا دی چې د افغانستان د پوهنتونونو او علمي ادارو اړیکه د نړۍ له علمي بهیر سره قطعه کیږي، چې دا ډیر خطرناک کار دی. د نړۍ په کچه یوازې هغه پوهنتونونه په نړیواله کته ګوري کې راځې چې د پوهنتون استادان او محصلان يې نړیوال ژورنالونو کې ډیرې علمي څېړنې خپرې کړي.

د پوهنتون استاد د ترفیع لپاره په نړیوال ژورنال کې د علمي مقالې د شرط لغو کول داسې معنا لري، چې د منډو یو لوبغاړی وي، هغه غواړي، چې د منډو په یوې سیالۍ کې ګډون وکړي خو د منډو میدان ته نه ننوځي.

د لوړو زده کړو په قانون کې یوه ماده وايي، چې د پوهنتون استاد مکلف دی، څو لږ تر لږ په شپږو کلونو کې د یوې علمي څیړنې په مټ ترفیع وکړي. ځینې هغه استادان، چې په نورو ادارو کې د مصروفیت له کبله او یا هم د نورو علتونو له کبله ترفیع نه ده کړې او یا نه غواړي، چې ترفیع وکړي د دې غوښتونکي دي، چې د قانون دا ماده هم باید تعطیل شي. دلته پوښتنه پيدا کیږي یو څوک چې په شپږو کلونو کې سل یا دوسوه صفحې د خپل ځان د پرمختګ لپاره نه لیکي، نو هغه به روزمره محصلانو ته څنګه درسي مواد او چپټرونه چمتو کړي؟ نو د لوړو زده کړو د قانون دا ماده هم معیار ته مُمده ده او باید لغوه نه شي.

د لوړو زده کړو قانون کې د تعطیل او قانون کې د نوی بدلون په هکله یوه بله موضوع ما اوریدلې هغه د خصوصي لوړو زده کړو فارغینو ته د استادۍ او کادر کې د شمولیت حق دی. د لوړو زده کړو د قانون مطابق په افغانستان کې یوازې د هغو خصوصي پوهنتونونو فارغین په کادر یا د پوهنتون استادۍ آزموینه کې شاملیدلی شي، چې یاد پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت څخه اعتبار Accreditation اخېستی وي.

په غالب ګومان د خصوصي لوړو زده کړو مالکان د لوړو زده کړو وزارت د قانون له دې مادې سره مخالف دي او ددې برخې تعطیل غواړي. دوی استدلال کوي، چې زموږ فارغین ډیر تکړه دې باید د کادر په آزموینه کې د شمولیت حق ورکړل شي هلته به دوی خپل لیاقت او استعداد ثابت کړي.

دا استدلال ناسم دی، ځکه د کادر په آزموینه کې د شمولیت لپاره یوازې کادري آزموینه کې ګډون شرط نه دی, بلکې کادري آزموینه په کادر کې د شمولیت لپاره یوازې یو شرط دی. د دولتي پوهنتون هر فارغ که هر څومره ډیر د لیاقت ادعا ولري تر هغه د کادر آزموینه کې نه شي شاملیدی څو د لسانس د ټولو نومرو فیصدي يې ۷۵ او یا له ۷۵ لوړې نه وي او هم یې له یوه څخه په ډیرو مضمونونو کې چانس شوی نه وي. نو بناً د کادر آزموينه کې ګډون کوونکي باید محدود او چاڼ شوي کسان وي.

د لوړو زده کړو قانون دې مادې کې د خصوصي او دولتي لوړو زده کړو مؤسسو ترمنځ د تبعیض مسئله نشته . د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه دې د لوړو زده کړو د تضمین کیفیت معیارونه پوره کړي نو فارغ به يې وکولای شي، چې د پوهنتون د کادر غړۍ شي. د لوړو زده کړو د قانون دا ماده د خصوصي پوهنتونو معیاري کولو ته هڅوي.

دویم، یو حقیقت چې د ځینو لپاره به دروند وې خو باید وویل شي هغه دا چې د شفافیت نړیوالۍ ادارې transparency international د افغانستان تیر نظام د نړۍ په کچې تر ټولو فاسدو هېوادونو په کتار کې شمیرلی وو. د نورو ادارو تر څنګ د خصوصي د لوړو زده کړو ډیری مؤسسې هم په دې فساد کې خپله برخه درلوده.

زما د تجربې او معلوماتو په اساس که فرضاً یو باصلاحیته هیئت د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسې په واقعي او بې طرفه توګه ارزیابي کړي نو د یو شمیر محدودو لوړو زده کړو خصوصي مؤسسو پرته به د اکثرو خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو د جواز د اخیستو پروسې څخه نیولې بیا د دوی د تدریسي بهیر پورې تقریباً ټول فعالیتونه غیر معیاري او د اصولو سره په ټکر کې او ناسم ومومي. زما په نظر هیئت به حتماً دې پایلې ته رسیږي، چې نه یوازې له دوی څخه جواز بیرته واخېستل شي بلکه ډیری به د قانون د ماتولو له کبله کیدای شي د عدلي او قضايې ارګانونو لخوا تر تعقیب لاندې هم ونیول شي.

په دې کې هم شک نشته ځینې خصوصي پوهنتونونه به د دولتي پوهنتونونو تر کچې یا هم ښه خدمات وړاندې کوي، فارغان به يې هم وړ کسان وي خو دا به د ګوتو په شمیر د لوړو زده کړو ځینې خصوصي مؤسسې وي. نو د لوړو زده کړو د معیاري کولو لپاره پکار دا ده، چې خصوصي د لوړو زده کړو مؤسسې د خطرناکې مافیايي کړې څخه وژغورل شي. باید هره یوه تحصیلي مؤسسه قانون ته تابع وګرځول شي.

د فساد، زورګويې، پارلمان ،جنګسالار او … له کبله په تیر نظام کې دا کار ممکن نه وو. یا به د لوړو زده کړو وزیر خپله د فساد په دې حلقې کې سهیم وو، که به وزیر سم وو بیا به د مافیا له خوا له دندې لرې شو. د لوړو زده کړو وزارت یوې وزیرې ( فریده مومند) د خپل ماموریت په وروستۍ ورځ وویل چې دې غوښتل چې خصوصي د لوړو زده کړو مؤسسې قانون ته تابع کړي، خو هیچا ورسره مرسته ونه کړه.

د ا.ا.ا د بریا وروسته د لوړو زده کړو اوسنۍ رهبرۍ کولی شي، چې خصوصي د لوړو زده کړو مؤسسې قانون ته تابع کړي، ځکه هر هغه څه چې تیر نظام کې ناممکنه وو، اوس امکان لري. الحمد الله د ا.ا.ا په وړاندې هر زورور کمزورۍ دی. نو هېله دا ده، چې د خصوصي لوړو زده کړو مؤسسو کې اصلاحات د دوی د کار په لومړیتوب کې راشي.

د لوړو زده کړو د قانون د لغوه کولو په حق کې مې دا استدلال هم اوریدلی دی، دا چې اوس د ا.ا.ا اسلامي نظام دی او دوی تیر ۲۰ کاله د ۴۲ کفري نړۍ او د دوی د لاسپوڅي نظام په وړاندې جګړه کړې نو بیا څنګه د غرب تر چتر لاندې جوړ د لوړو زده کړو قانون ومنل شي؟

د دې استدلال په ځواب کې باید وویل شي، چې بلکل علماء باید قانون وګوري د لوړو زده کړو د قانون هره هغه ماده چې د اسلامي شریعت سره په ټکر کې وي باید لغوه شي. خو هغه مادې يې چې لوړې زده کړې معیاري کوي باید پريښودل شي. رسول صلی الله علیه وسلم د جهالت د زماني د یوې پریکړې او تړون چې د بشري حقوقو اړوند وه، حلف الفضول ورته وايې د اسلام څخه وروسته منلی او ملاتړ کړی دی. نو پکار نه ده چې د لوړو زده کړو وزارت او بل هر وزارت کې دې ټول کارونه بیرته له صفر څخه نه پيل کړي. بلکه باید اصلاحات رامنځته شي، مثبت ټکې تقویه او منفي لرې شي.

دویم استدلال چې ډیر قوي په ځای او مناسب استدلال دی هغه دا دی، چې په تیرو شلو کلونو کې د افغانستان له هغو کسانو چې د اشغال خلاف وو ډیره بې انصافي او بې عدالتي شوې ده. لیکوال ته د غزني ولایت یوه داسي ولسوالۍ معلومه ده، چې په ۲۰۱۱ کال کې يې ۱۸۰۰ کسان د کانکور په آزموینه کې بریالۍ شوې وو، په همدې غزني ولایت کې یوه بله ولسوالۍ چې عین نفوس او مساحت لري یوازې دوه کسان د کانکور په آزموینه کې پوهنتون ته بریالي شوي وو. هغه دوه کسانو هم کابل او نورو ولایتونو کې مکتوبونه لوستي وو.

د افغانستان په یوه سیمه کې په تیرو شلو کلونو کې یو ډز هم نه دی شوی، مکتبونو د زده کوونکو په وړاندې خلاص او سل په سلو کې د ښځونځيو فارغینو د کانکور په آزموینه کې ګډون کړی دی، خو د هېواد په یوې بلې سیمې کې هره ورځ چاپې او بمبارې وې، خلګو ژوند نه شو کولی مکتبونو او مدرسو ته تګ خو بیله خبره ده.

همدارنګه ډیری کسان یوازې په دې جرم چې د اشغال سره مخالف وو، په پوهنتون کې له زده کړو او استادۍ څخه محروم شوي دي. نو فرضاً که د لوړو زده کړو قانون سل په سلو کې عملي شي نو د تیرې شل کلنې دورې مظلوم او محروم کسان چې د زده کړو او د کارله حق څخه محروم پاتې شوي په وړاندې یوه ښکاره بي انصافي نه وي؟

د دې استدلال په ځواب کې باید وویل شي، چې د ا.ا.ا. د مجاهدینو او د افغانستان محرومو کسانو د لوړو زده کړو او هم د کار د مناسبې زمینې د چمتو کولو لپاره باید هیڅکله معیار قرباني نه شي. معنا دا چې د لوړوزده کړو معیار باید د دوی لپاره ښکته نه شي بلکه دوی باید معیار ته پورته کړی شي.

د محروم، په جهاد کې مشغول او یا زنداني شويو کسانو د تشخیص لپاره دې یو کمیسیون جوړ شي او دوی ته دې ځانګړی تخفیف او امتیاز په نظر کې ونیول شي. د چا چې لوړې زده کړې نیمګړې پاتې وې، هغوی دې د قانون څخه په استثنی لوړو زده کړو ته د ادامې زمینه چمتو شي. د ماستري او د دوکتورا لپاره سکالرشیپ کې دې دوی لپاره ځانګړې سهمیه وتاکل شي.

تیر نظام د کانکور په آزموینه کې پوهنتونو ته د ډیرو اناث محصلانو د جذب په موخه د ښځینو لپاره د خپلې خوښې پوهنځي ته د بریا نومرې نسبت هلکانو ته ټیټي ټاکلي شوې وې، چې دوی ورته Positive discrimination اصلاح کاروي. اوس هم د محرومو ولایتو نارینه دواطلبانو ته هم باید همدا اصل په نظر کې ونیول شي.

کیدای شي په افغانستان کې د لوړو زده کړو څخه د محرومو خلګو لپاره د مالیزیا ماډل تطبیق شي. مالیزیا کې )ملې (نژاد خلګ چې د مالیزیا اکثریت تشکیلوي او مسلمانان دي، د هالنډ او برطانيې د استعمار په دوره کې له علمي پلوه محروم پاتې وو، خو کله چې مالیزیا له برطانیې څخه خپلواکۍ تر لاسه کړه نو د مالیزیا دولت د ځانګړو پالیسو د تطبیق سره ملې نژاد خلګ له علمي پلوه تقویه کړل. اوس د مالیزیا علمي ډګر د ملې مسلمانانو په لاس کې دی.

د ا.ا.ا او د لوړو زده کړو رهبري باید یوې نقطې ته متوجه وې په یوې ادارې کې کم تجربه کس ټاکنه، اداره له یوې نه جبرانیدونکې خسارې سره مخامخ کوي. دا طبیعې خبره ده، هغو کسانو چې کلونو يې د استعمار په وړاندې ستړیا ګاللې د بریا وروسته په کور کینول او یا د منصب څخه محرومول به سم نه وي. خو دې ته هم باید سړی متوجه شي، که د یوې ادارې په راس کې داسي کس راشي، چې کمه یا هیڅ تجربه ونه لري او یا یې زده کړې کمې وي نو ادارې فلج او له منځه ځي چې زیان يې ټول نظام ته متوجه کیږي.

له ۱۹۹۰ څخه مخکې جنوبي افریقا کې تورپوستي زولو نژاد چې د جنوبي افریقا اکثریت دي له سیاست څخه نیولې بیا تر اقتصاد حتی کرکټ لوبو پورې د اپارتایت سیستم له کبله محروم وو. کله چې نلسن منډیلا له زندان څخه خوشي شو، اپارتیت سیستم له منځه لاړ، نو تور پوسته زولو اکثریت خلګو، چې تیر نظام کې ځپل شوي او محروم وو، د یوه داسي متوزان سیستم په نظر کې نیولو سره خپل ټول حقوق د زده کړو او وړتیا ترلاسه کولو وروسته خپل کړل.

د جنوبي افریقا د کرکټ ټیم په باره کې ویل کیږي، چې جوبي افریقا د نړۍ په کچې ډیر قوي ټیم درلوده، خو د اپارتایت له کبله ټیم کې هیڅ تور پوسته زولو شامل نه وو. کله چې نلسن منډیلا له زندان څخه خلاص اپارتیت ختم او د هېواد ولسمشر شو نو دا چې تور پوسته زولو نژاد جنوبي افریقایانو په کرکټ کې مهارت نه دلودل نو هیڅ زولو تور پوسته يې کرکټ که د تور پوسته د حق د ورکړي تر نامه لاندې ټیم کې شامل نه کړ، ځکه له دې سره د ټول ټیم په معیار او وړتیا کې کمزورتیا رامنځته کیده او د دې امکان وو، چې کرکټ ټیم ضعیفه شي. دجنوبي افریقا د کرکټ د ټیم ناکامې د ټولې جنوبي افریقا ناکامې وه. نو کله نا کله د یوه ستر هدف لپاره د یوې ادارې د ژغورنۍ په موخه باید له مصلحت څخه هم کار واخېستل شي.
نور بیا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله وردک

د یوې علمي مقالې لیکنه! عبدالله وردک. انګلستان – دسمبر – ۲۰۲۰ ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! نن سبا، د نړۍ د زیاتره پوهنتونو استادان، کوښښ کوي، چې زیاتره علمي مقالې، د نړۍ په مشهورو بین المللي مجلو (Journals)، او بین المللي کنفرانسونو کې چاپ کړي. دغه د علمي مقالو چاپېدل، د یوه پوهنتون په شهرت کې ډېر مهم رول لري. یعنې د پوهنتون په شهرت، د پوهنتون د بودیجې په زیاتوالي، او د استادانو په علمي ترفیع کې، د پام وړ اغېز لرلای شي. د یادونې وړ ده، چې په بین المللي مجلو… نور لوستل »

عبدالله وردک

د مونوګراف لیکنه او دفاعیه! عبدالله وردک انګلستان – فبروری – ۲۰۲۱ ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ. ګرانو او قدرمنو لوستونکو! تر ټولو لومړی، هغو ټولو وروڼو او خویندو ته، چې د مونوګراف د لیکنې او دفاعیې مرحلې ته رسېدلي دي، د زړه له کومي مبارکي وړاندې کوم، او وروسته د دوی پاملرنه، دغو لاندې ټکو ته راګرزوم! د یادولو وړ ده، چې د مونوګراف د لیکلو په هکله، د ګرانو او قدرمنو لوستونکو، پاملرنه هغې لیکنې ته راګرزوم، چې د ”د یوې… نور لوستل »

طوطی

عنوان د لیکنی او مونو ګراف ډیر سره توپیر لری. که خبره د معیاری کولو وی بیا نو ډاکټر صیب فاروق وردک بیرته راوغواړی هر څه به سم کړی. جغتو ته سږ یوه موسیسه راغلی وه چی د کلی سړک پوخ او قیر کا. لالا زرغون و روان شو چی د کلی د سړک په باره کی د موسیسی د انجیینر سره خبری وکا. ما ورته وویل چی زرغونه موسیسه دومره پیسی نلری چی د کلی سړک قیر کا خوسی وخت مه ضایع کوه خو هغه راته ډیر ښه ځواب را کړ ویی ویل: ورځمه که د کلی سړک قیر… نور لوستل »

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx