افغانستان

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت: تیرکال د څښاک اوبو ۱۶۸ پروژې بشپړې شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت وايي، چې په تیر ۲۰۲۱م کال کې یې د هېواد د ۲۸ ولایتونو په ۷۶ ولسوالیو کې د اوبو رسولو ۱۶۸ پروژې بشپړې کړي، چې له امله یې سلګونه زره خلک د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شوي دي.

په هغه وینا پاڼه کې چې ددې وزارت د ویاند نورالهادي عادل لخوا رسنیو ته استول شوې ده، څرګنده شوې چې ددې پروژو له لارې د هېواد په مختلفو ولسوالیو کې د څښاک اوبو ۹۸ شبکې د اوبو په ذخیرې او لاسي بمبو سمبال شوي او همدغه راز ۱۲۹ څاه ګانې کینستل شوې دي.

په وینا پاڼه کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د حفظ الصحي ریاست لخوا ویل شوي چې د اوبو رسولو د ۹۸ شبکو له جملې څخه په تخار ولایت کې ۱۶ ، په غور ولایت کې ۹ ، په ارزګان او خوست ولایتونو کې کې اته اته؛ په ننګرهار کې ۶ په پروان کې ۵، په کاپیسا او دایکندي کې څلور څلور؛ په میدان وردګو،  هرات، فاریاب، سمنګانو او پکتیا ولایتونو کې درې درې؛ په هلمند، نورستان، کنړ، کابل، سرپل، بلخ، بغلان، بدخشان او بادغیس ولایتونو کې دوې دوې او په فراه، غزني، زابل، جوزجان او بامیانو ولایتونو کې یوه یوه شبکه جوړه شوې ده.

ددې ترڅنګ په کندوز، ننګرهار، فراه، وردګ، بغلان، تخار، کابل، پروان، خوست او فاریاب کې په لاسي بمبو سمبال ۱۲۹ څاه ګانې او په شپږ ولایتونو لکه بادغیس، بدخشان، جوزجان، سرپل، هلمند او  فاریاب کې د اوبو ۹۶ ذخیرې جوړې شوې دي.

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د معلوماتوله مخې ددې پروژې په پلي کولو سره د هېواد ۲۸ ولایتونو کې دوه سوه نهه شپېته زره، درې سوه او یو اتیا(۲۶۹،۳۸۱) کسانو لپاره د څښاک پاکې اوبه چمتو شوي او دوه سوه او اته اتیا زره(۲۸۸۰۰۰) تنو ته کاري فرصتونه برابر شوي وو، چې ټولټال لګښت یې څلور سوه یو اویا ملیونه، دوه سوه اووه دیرش زره، نهه سوه او دوه ویشت(۴۷۱۲۳۳۷۹۲۲) افغانیو ته رسیږي.

باید وویل شي چې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت تردې وړاندې هم د هېواد په لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې د سیمه ییزو شوراګانو په مرسته عامو خلکو ته د حفظ الصحي شرایطو د ژوند کولو لپاره د عامه پوهاوي لسګونه روزنیز سیمنارونه او پروګرامونه ترسره کړي او په ګڼو سیمو کې یې د څښاک د پاکو اوبو رسولو سلګونه پروژې پلې کړي دي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x