افغانستان

مزارشریف کې د اورلګېدنې له امله ۲ ماشومان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د اورلګېدو له امله لږ تر لږه دوو ماشومانو خپل ژوند بایللی او یو بل تن ټپي دی.

دا پېښه تیره شپه اته بجې د مزارشریف ښار درېیمې امنیتي حوزې اړوند پښتنې تجارتي بانک ته څېرمه د «هاشم برات» په سوداګریز مرکز کې رامنځته شوې ده.

ځايي سرچینې وايي، د اورلګېدنې په دغه پېښه کې د ځاني زیان سربیره د «رابعه بلخي» په نوم د ښځینه رادیو دفتر هم سوځېدلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې پېښه د برېښنا په یو تار کې د تخنیکي ستونزې له کبله رامنځته شوې، چې ورسره یو شپږ پوړیزه ودانۍ هم په جدي توګه زیانمنه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx