افغانستاناقتصاد

مالیې وزارت «زمونږ مالیه زمونږ راتلونکی» تر سرلیک لاندې د مالیې اونۍ ونمانځله

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۴۰۰ل): مالیې وزارت «زمونږ مالیه، زمونږ هېواد، زمونږ راتلونکی» تر سرلیک لاندې د مالیې راټولولو اونۍ ونمانځله او پروخت مالیه ورکول یې د نظام د ټینګښت لامل وبللو.

په هغه غونډه کې چې په همدې مناسبت نن د شنبې په ورځ له غرمې وړاندې د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې جوړه شوې وه، د ریاست الوزراء دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مالیې، اطلاعاتو او فرهنګ، سوداګرۍ او صنعت، اقتصاد، مخابراتو او معلوماتي ټینکالوژۍ وزارتونو سرپرستانو، د اسلامي امارت ویاندویانو او یو شمېر نورو دولتي ادارو مسئولینو او ملي سوداګرو برخه اخیستې وه.

په غونډه کې د ریاست الوزراء دویم مرستیال ښاغلي حنفي ډاډ ورکړ چې د افغانستان ګمرکونه د هرې هغې «افغانۍ» چې له مالیه ورکوونکو څخه یې راټولوي حساب یې په ورځني ډول د مالیې وزارت ته ورکوي.

نوموړي زیاته کړه د یو نظام د ټینګښت لپاره د مالیې ټولول اساسي اړتیا ده او څرګنده یې کړه چې د اسلامي امارت چارواکي هڅه کوي د مالیاتو په راټولولو کې زیات شفافیت رامنځته کړي او راټول شوي مالیات د هېواد روغتیايي، تحصیلي، اقتصادي او امنیتي څانګو د پرمختګ لپاره وکاروي.

مولوي عبدالسلام حنفي وویل: د اسلامي امارت له حاکمیت څخه وړاندې په کلني ډول د افغانستان شاوخوا ۹ ملیارده ډالر مالیات شخصي جیبونو ته تلل، په داسې حال کې چې هیڅ بنسټیزې چارې هم سرته نه وې رسېدلې.

د باختر خبري آژانس د خبر په اساس د ریاست الوزراء دویم مرستیال دغه څرګنده کړه چې د خلکو شکایتونو ته لاسرسی د اسلامي امارت له اساسي مسئولیتونو څخه دي او هیچاته به اجازه ور نه کړي چې هېواد ته تورې پیسې راوړي او یاهم له هېواد څخه تورې پیسې بهر ته انتقال کړي.

په دغه ناسته کې د مالیې وزیر حاجي هدایت الله بدري هم د وینا په ترڅ کې وویل چې د یو نظام د قوت او ټینګښت لپاره د منظم بودیجوي پلان اړتیا ده او داخلي عواید کولای شي چې هېواد په ځان بسیا کړي. هغه له خلکو وغوښتل چې خپلې مالیې پروخت اداء کړي ترڅو د نظام په ساتلو او ټینګښت کې مرسته وکړي.

په ورته مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخواه د نظام په ټینګښت کې د ماليې ورکولو ارزښت ته په اشارې وویل، کله چې یو هېواد له اقتصادي فشارونو سره مخ شي، خلک باید په داسې حال کې تر بل هر وخت زیات خپلې هڅې زیاتې کړي. هغه له ټولو افغانانو وغوښتل چې یو د بل ترڅنګ ودریږي او له هرې ممکنې لارې څخه په استفادې د دښمن اقتصادي بندیزونه «ناکاره» او د هېواد د آبادۍ لپاره زمینه برابره کړي.

مولوي خیرخواه دغه راز څرګنده کړه چې د پردیو په پیسو به هیڅکله افغانستان آباد نه شي او له خلکو یې غوښتنه وکړه چې د «دښمنانو» په تبلیغاتو باور ونه کړي.

ددې ترڅنګ د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او د مخابراتو او معلوماتي ټینکالوژۍ وزارت سرپرست مولوي نجیب الله هم د نظام په تقویت کې د مالیې ورکولو په اهمیت خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې په خپل وخت خپلې مالیې ورکولو سره د موجوده اسلامي نظام ملاتړ وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد هم پرځان د بسیا لپاره د مالیې ورکول اړین وګڼل او هغه یې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د ملاتیر په څېر یاده کړه.

د مالیې ورکولو نمانځ غونډې په پای کې د کاریګرو او پلورونکو د خونې رئیس نورالحق عمري د کاریګرو او پلورونکو ستونزې او غوښتنو په څرګندولو سره له اړونده چارواکو وغوښتل ترڅو ددوی ستونزو ته پاملرنه او د حل لپاره یې عملي ګامونه پورته کړي.

د افغانستان د مالیې وزارت او نور دولتي چارواکي په داسې مهال د مالیې راټولولو پروسه کې د شفافیت ډاډ ورکوي، چې مالیې وزارت په تیرو شلو کلونو کې په لومړي ځل له بهرنیو مرستو پرته د کورنیو عوایدو په مرسته د هېواد مالي بودیجه پلان او د وزیرانو شورا ته وړاندې کړه.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په هېواد کې په کلني ډول ملیاردونو ډالره مالیاتي عواید د چارواکو او زورواکانو شخصي جیبونو ته تلل او یاهم له هېواده بهر قاچاق کېدل، چې له امله یې د هېواد په مالیاتي سیستم د هېوادوالو او پانګوالو باور ته سخت زیان رسېدلی ؤ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx