
د عمران خان وړاندیز
حفيظ الدين پيرزاده
وړاندیز بد نه دی خو تر شا یې نیت بد دی،
په تیرو شلو کلونو کې چې په افغانستان کې کوم علمي کادرونه روزل شوي ول، ھغوی غربیانو له ځان سرہ بوتلل تر څو نوی افغان دولت په علمي فقر اخته کړي؛ تر څو د خپل شکست بدل په دا رنگ واخلي!
ھمدې پاکستان ھغه مھال ورته خپل ټول امکانات په مخکې ایښي ول؛ د پاکستان ھوټلونه، ھوایي میدانونه او نور وسائل د خارجیانو او د تښتیدونکیو افغان علمي کادرونو په خدمت کې ول؛ ھم غرب خوشاله او ھم مالي منفعت؛ ھم خرما او ھم ثواب!
خو اوس د پاکستان پر خلاف تر ټولو زیاتې چیغې ھماغه علمي کادرونه وھي چې په داسې سختو شرائطو کې یې افغانستان یواځې پریښود، که نه امارت خو عمومي عفوہ اعلان کړې وہ!
ما ھغه مھال فکر کاوہ پاکستان دا ھر څه د پیسو لپارہ کوي خو اوس پوھیږم مالي منفعت ضمني گټه وہ، اصلي یې ھماغه د نوي افغان دولت د مسلکي کادرونو له تشې سرہ مخامخ کول و تر څو غرب خپل بدل واخلي او پاکستان ته د افغانستان په مسائلو کې د لا پراخ لاس وھلو زمینه برابرہ شي!
زما په اند د غرب او پاکستان ستراتیژستانو ھمدا سناریو کښلې وہ چې اوس یې د عملي کولو وخت را رسیدلی!
اما رت باید د دې توطئې مخه ونیسي او مشران یې د مرحوم استاد الفت دا شعر خپله خطې مشې وگرځوي چې وایي:
په مدرسه کې د اغیارو کله
څوک د افغان زوی نه افغان جوړوي؟!
د نورو ھیوادونو علمي او متخصص کادرونه را غوښتل او کار تر اخیستل اوس په نړۍ کې یوہ عامه خبرہ دہ. ان غرب په ھندي، بنگالي، ایراني، پاکستاني او نورو مسلکي کسانو ډک دی خو پاکستان ھیڅکله ھندي کادرونه په کار نه گماري او نه ھند دا کار کوي!
دا ځکه ھلته تاریخ پروت دی، د ولسونو تر منځ دښمنۍ او شخړې تیرې شوي، حساسیتونه موجود دي.
ھمدا حال زموږ او پاکستان ھم دی!
که اما رت رښتیا د تشې ډکولو په فکر کې وي، لومړی دې په کور دننه د موجودہ مسلکي افغانانو څخه کار واخلي، بھر میشتي افغانان دې د یوہ معقول میکانیزم له مخې ور وغواړي او که بیا ھم تشه ډکه نشوہ د دریمې نړۍ له نورو ھیوادونو لکه افریقایي ھیوادونو څخه پوہ کسان ور وغواړي!
اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغان دولت د خپل او پردي پر تعریف خپل سر خلاص کړي!
په کور دننه د اما رت فکري مخالف افغان خپل دی او د پاکستان یا بل ھیواد ھر علمي کادر پردی دی!
دا ھیواد د ټولو افغانانو مشترک کور دی، ان د اما رت د فکري مخالفینو ھم، خو پاکستانی، ایرانی، عرب یا بل څوک دا امتیاز نه لري او نه یې باید ورکړو!
دا کار یو ځل د شمال لنډہ غرو وژل شوي مشر برھان الدین رباني داسې کړی و چې د پاکستان د استخباراتو مشر حمید گل یې خپل سلاکار ټاکلی و!
ھماغه تاریخي شرم او پیغور مو بس دی.
ھیله دہ افغان دولت حساسیتونه درک کړي!
له عمران خان څخه مننه وکړي او ورته ووایي: د پاکستان د ھیڅ لوړ پوړي چارواکي د ھغه په شمول د فاتحې سورت نه دی زدہ! موږ حاضر یو خپل دیني علمي کادرونه ھلته ور ولیږو تر څو ھغوی ته د دین ابتدایي تعلیمات ور زدہ کړي!
له نورو مسلکي کادرونو سرہ به بیا گورو!
حفیظ الدین پیرزادہ
د جنوری ۱۴/ ۲۰۲۲ م
لندن
باالکل می درسره خوښه ده
ډېره ښه او پر ځای لیکنه ده. پاکستان په دې کې هم د نورو په شان خپلې ناپاکې موخې لري او غواړي چې خپل استخباراتي کسان د کارپوهانو په نوم زمونږ هېواد ته راولېږي او هر څه نور هم خراب کړي. دوی غواړي په دې توګه هر څه په خپل انحصار کې راولي او وروسته ترېنه نا جایزه ګټه پورته کړي. دوی دې مهرباني وکړي، خپل پاشل شوی اقتصاد دې ورغوي چې خلک یې له ځانوژنو لاس په سر شي.
محترم ورور پیرزاده صاحب السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته وبعد : دا عمران خان هم نه دی ملامت پاکستانيان چي ويني چي په افغانستان کې مسلکي کارونو ته طالبان، مولوي صاحبان، مولانا صاحبان، شيوخ، مفتيان او حافظان ټاکل کېږي، نو د پاکستان مسلکي کسانو ته داسي برېښېدلې ده چي په افغانستان کي لکه چي د مسلکي کدرونو کمی دی او دا هوس ورته پيدا سوی دی چي کاش افغانستان ته دکار کولو او (روزي کمانی کيلئی) ولاړ سي او عمران يې هڅولي چي دغسي يو وړانديز وکړي. خو حقيقت دادی چي موږ د هر مسلک لپاره ډېر ښه کادرونه لرو… نور لوستل »