ادبي لیکني

د سپين غر او مهمند درې خاطره(۵)برخه

م رضوان الله فيضاني

د صابر تقبله الله تعالی، دوه کشران ورونه راسره په حجره کې ناست وو چې هغوی هم د صابر له شهادت څخه يو څه موده وروسته شهيدان شول، يو يې د ډرون په بمبار کې او د بل پر موټر باندې بم انفجار وکړ او د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل، نحسبهم کذالک والله حسيبه.
دوی راسره مجلس کاوۀ نو بيابيا به يې په کوچانۍ لهجه کې رانه پوښتنه کوله، چې مونږ ته رښتيا ووايه ته اوس هغه مشهور فيضاني يې او که نه؟
ما به ورته وخندل او ورته کړل به مې چې هو همغه يم.

د شپې لومړۍ برخه په ختمېدو وه، زه ويده وم د صابر ورونو راته پيره کوله، يو ناڅاپه چا راته غږ وکړ وای مولانا جګ شه چې ځو، چې راويښ شوم ومې کتل صابر مې سر ته ولاړ و، ټوپک او چانټه يې راته ونيول وای ځان چمتو کړه، ما ورته وويل چې څه کيسه ده؟ زه خو ډېر خام خوبه يم پرېږده چې لږ ويده شم، هغه راته وويل چې د چاپې وخت دی احطاطاً به ځای بدل کړو، لنډه دا چې روان شولو.

ميده ميده باران هم شروع شو، يو زوړ موټر سايکل و پر هغه باندې دواړه سپاره شولو، د مخې غټ ګروپ او برق يې هم نه درلود، څنګ ته يې وړه زېړه اشاره وه هغه يې ولګوله او حرکت مو وکړ، چې لږ وړاندې لاړو نو راته يې وويل: فيضاني ملا ! حکومت او نور مخالفين به وايي چې صابر کوچي به له ځان څخه شاخوا څومره ډير کمربندونه اچولي وي، څومره مظبوطې پيرې به ولاړې وي، خو خبر نه دي چې دوه په دوه پر يو زوړ موټرسايکل سپاره روان دي او موټر سايکل يې ګروپ او برق هم نه لري.

شپه مو يو څه اندازه لرې د يو تن مجاهد کورته وروړه، د ماخوستن لمونځونه مو وکړل بيا مو يوه پياله چای وڅښۀ، تر هغه وروسته مو د خوب کولو اراده وکړه ما ورته وويل چې پيره به څنګه کړو؟
صابر راته وويل چې له پيرې څخه بېغمه شه کرار خوب وکړه، نن شپه پيره کول د کوربه پر غاړه دي، کوربه ډېر مخلص سړی و، تر نيمې شپې پورې ځوان کوربه پخپله پيره وکړه له نيمې شپې وروسته يې سپين سرې غيرتمنې مورکۍ مونږ ته پيره وکړه !!!
الله ﷻ دې پوره پوره اجرونه ورکړي.

د سهار تر ناشتې کولو وروسته بيرته د صابر کور ته راغلو، ورځ تېره شوه ښکته او پورته مو لږلږ چکر وواهۀ، راتلونکې شپه مو بيا دوه په دوه يو بل ځای د کوچيانو يوې خېمې ته وروړه، هغه هم ډېر درانده او سنګينه خلک وو زمونږ يې ډېر عزت وکړ، تر ناوخته مو مجلس وکړ بيا د خوب وخت شو نو ما بيا د پېرې خبره وکړه، دلته هم د تېرې شپې ترتيب جوړ شو، کوربه چې يو نوی ځوان و پيره کول پر غاړه واخيستل وای تاسو بېغمه ويده شئ، سهار له دې ځای څخه هم رخصت شولو او بيرته د صـ ـابر کورته لاړو.

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx