
چین: افغانان حق لري په خپل هېواد کې په دیني او کلتوري ارزښتونو ولاړ نظام جوړ کړي
نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۴۰۰ل): چین په افغانستان کې د خلکو د دیني او کلتوري ارزښتونو په رڼا کې نظام جوړول د افغانانو خپل حق ګڼي.
دا څرګندونې نن د شنبې په ورځ له غرمې وروسته په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین سره په لیدنه کې کړي او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د افغانستان په کورنیو چارو کې د نه لاسوهنې ترڅنګ هڅه کوي چې د نورو هېوادونو پرخلاف خپلې ټولې بشري مرستې د افغانستان اسلامي امارت له لارې ترسره کړي.
د باختر خبري آژانس د راپور له مخې په دغه لیدنه کې د چین سفیر له نړیوالو هم غوښتنه کړې چې تیرې شل کلنې تجربې ته په کتو باید په افغانانو د خپلې خوښې مفکورې د تپلو هڅه ونه کړي، ځکه افغانانو له پردیو مفکورو سره ضد لري.
نوموړي دغه راز د افغانستان د تیرو شلو کلونو د ستونزو اصلي لامل امریکا بللې او په امریکا یې غږ کړی چې باید په افغانستان کې د روان بشري ناورین مسئولیت منلو سربیره افغانانو سره مرسته وکړي او کنګل شوې شتمنۍ آزادې کړي.
د لیدنې په ترڅ کې چینايي سفیر د افغانستان د کورنیو چارو وزیر له سرپرست څخه غوښتنه کړې چې ددوحې تړون په اساس باید افغان خاوره د نورو هېوادونو پرضد ونه کارول شي.
په افغانستان کې د ټولشموله حکومت، بشري حقونو او د بیان آزادۍ په هکله د چین سفیر وانګ یو ویلي، چې امریکا پورته مسائل د بهانې په توګه کاروي او د اقتصادي بندیزونو له لارې غواړي په افغانستان کې د خپلې ماتې غچ واخلي.
د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د چین هېواد له بشري مرستو څخه مننه کړې او د افغان حکومت په رسمیت پېژندلو کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
دا خو ښه خبره ده، خو ولس الحمد لله مسلمان دی.
ايا ښه به دا نه وي چې تاسې خو هم لږ ښه شئ او د ايغور مسلمانانو ته ازادي ورکړئ چې خپل مذهبي مراسم په خلاص مټ تر سره کړي. ولې مو په دې کمپونو کې اچولي دي؟