نظــر

په روان اقتصادي وضعیت کې زمونږ د حکومت او ملت مسؤلیت…!

محمد انعام حماد

قرآنکریم د تجارت په پراختیا او په منظمې بازار جوړونې ټینګار کړی،
يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا لَا تَأْكُلُوٓا أَمْوٰلَكُم بَيْنَكُم بِالْبٰطِلِ إِلَّآ أَن تَكُونَ تِجٰرَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ ۚ
ای مؤمنانو!
يو د بل مالونه په ناروا توګه مه خورئ، مګر (خورئ یې) د اخيستلو او خرڅولو له لارې چې د دواړو خواو په خوښۍ سره (په روا توګه) وي؛
دا چې تجارت (اخيستل خرڅول) په دنیا کې د حلال مال د لاسته راوړلو ستره، غوره وسيله ده نو ځکه الله جل جلاله په کافرانو هغه وخت رد وکړ چې په رسول الله صلی الله علیه وسلم یې (په بازار کې د ګرزېدلو) عیب ولګاوه،
وَمَآ أَرْسَلْنَا قَبْلَكَ مِنَ الْمُرْسَلِينَ إِلَّآ إِنَّهُمْ لَيَأْكُلُونَ الطَّعَامَ وَيَمْشُونَ فِى الْأَسْوَاقِ ۗ وَجَعَلْنَا بَعْضَكُمْ لِبَعْضٍ فِتْنَةً أَتَصْبِرُونَ ۗ وَكَانَ رَبُّكَ بَصِيرًا.

ای محمده! (صلی الله علیه وسلم) ستا څخه مخکې چې موږ هر څومره پېغمبران لېږلې ول، هغوى ټول هم خواړه خوړونكي او هم په بازارونو کې ګرځېدونكي خلك ول. په اصل کې موږ تاسې ځینې د ځينو لپاره د ازمېښت وسيله ګرځولي ياست. ايا تاسې صبر كوئ؟ – ستا رب هر څه ويني.
اوس نو ښکاره شوه چې انبیاء علیهم السلام ټولو دا دنده پر مخ وړله.

ابن عباس رضی الله عنه فرمايي چې د جهالت په زمانه کې به خلکو د حج په موسم کې تجارت کاوه د اسلام په راتګ مسلمانانو دا بده وګڼله، تر دې چې الله جل جلاله دا آیت نازل کړ، لَيْسَ عَلَيْكُمْ جُنَاحٌ أَن تَبْتَغُوا فَضْلًا مِّن رَّبِّكُمْ ۚ او كه له حج كولو سره سره تاسې د خپل رب د فضل (مال ګټلو) په لټه کې هم شئ، نو څه باك نه لري؛
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د نورو امورو ترڅنګ اقتصادي اړخ ته ډیر اهمیت ورکاوه د تاریخ کتابونه څرګندوي چې له مسجد جوړونې وروسته رسول الله صلی الله علیه د بازار جوړونې په لټه کې شو ځکه په سیاست کې بریا یواځې له پیاوړي اقتصاد سره تړلې.

که نبوي سیرت مطالعه کړو او د قانون په سترګه ورته وګورو، هرو مرو به لاندې ټکي زمونږ د اقتصادي وضعیت د لا ښه کېدو لپاره را ته په نښه کړي.

۱ ځانګړي ﺑﺎﺯﺍﺭﻭنه ﺟﻮړﻭﻝ ﺍﻭ ﺗﻨﻈﯿﻤﻮﻝ
۲ ﮐﺎﺭ ﮐﻮﻟﻮ ﺗﻪ هڅونه ﺍﻭ ﺩ ﺑﯿﮑﺎﺭۍ مخنیوی
۳ ﺩ ﮐﺮﻧﯿﺰﻭ ځمکو ﺍﺣﯿﺎ ﮐﻮﻝ ﺍﻭ څړځاﯾﻮﻧﻪ جوړول
۴ ښهﭘﺎنګه ﺍﭼﻮﻧﻪ (په مناسبو ځایونو پراخه لګښت) ﺍﻭ ﺩ ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ﺳﺮﭼﯿﻨﻮ ﻭﯾﺶ
۵ ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ﭼﻠﻨﺪ له ﻋﻘﯿﺪﯤ ﺳﺮﻩ نښلول
۶ د دولت د عوایدو، دولتي ملکیتونو او د عامه پیسو د ساتنې لپاره اداره جوړونه
۷ ځانګړې مالي پالیسي، د هغې تنظیم او نظارت
۸ په اداراتو کې د محاسبې فعالول او د مالي فساد مخنیوی
۹ د اقتصاد د پیاوړتیا لپاره نوښتونه او پنځونې

– دا چې په مدینه منوره کې د ټولو بازارونو ان د تر ټولو ستر بازار(سوق بنو قینقاع) نرخونه د یهودانو لاس کې وو له همدې امله یې نرخونه پورته کول تر څو د مسلمانانو حاکمیت وننګوي، همدا لامل وو چې د نورو اصحابو ترڅنګ انصار رضی الله عنهم له سخت اقتصادي بحران سره مخ وو.

ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺩ ﻫﺠﺮﺕ ﭘﻪ ﻟﻮﻣړﯾﻮ ﮐﻠﻮﻧﻮ کې د یهودو اقتصادي جګړې ته ځیر شو، ﺩ ﯾﻬﻮﺩﻭ ﻟﻪ ﻭﻟﮑﯥ څخه یې د ﺑﺎﺯﺍﺭﻭﻧﻮ ﺩ ﺧﻼﺻﻮﻥ ﻟﭙﺎﺭﻩ فورا د یوې داسې ادارې د جوړښت په لټه کې شو تر څو وکولی شي مسلمانان له دې حالته خلاص کړي، په خپله د یهودانو تر ټولو ستر بازار (سوق بنو قینقاع) ته لاړ او هرڅه یې له نږدې وڅارل، په مدینه کې د مناسب ځای پیداکولو په لټه کې شو تر څو ددې بازار مقابل کې بل دې ته ورته یا له دې څخه په مساحت، مرکزیت، نظم او ترتیب کې لوړ بازار جوړ کړي.

ﺃﺑﻮ ﻋﺒﺪ ﺍﻟﻠﻪ ﻣﺤﻤﺪ ﺑﻦ ﻳﺰﻳﺪ ﺑﻦ ﻣﺎﺟﻪ ﺍﻟﺮﺑﻌﻲ ﺍﻟﻘﺰﻭﻳﻨﻲ رحمه الله روايت كوي چې یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ورته يې وویل: ما د بازار جوړونې لپاره ځای لیدلی ته یې نه ګورې؟
هغه صلی الله علیه وسلم وویل: ولې نه! بیا رسول صلی الله علیه وسلم له هغه سړي سره روان شو او همغه ځای ته ورسېدل ﮐﻠﻪ ﭼﯥ ﻫﻐﻪ صلی الله علیه وسلم ﻭﻟﯿﺪ، ﻫﻐﻪ ځای ﯾﯥ ﺧﻮښ ﮐړ او داسې یې وویل: ﺩﺍ ﺳﺘﺎﺳﻮ ﺑﺎﺯﺍﺭ ﺩﯼ، هيڅ ﻣﺤﺼﻮﻝ ﺑﻪ له تاسو نه ﺍﺧﯿﺴﺘﻞﮐﯿږﻱ. ﺑﺎﺯﺍﺭ ﺧﻼﺹ ﻭ ﻭﺩﺍنۍ ﻳﯥ ﻧﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩﯤ، ﺳﻮﺩﺍګر ﺑﻪ ﺳﻬﺎﺭ ﺑﺎﺯﺍﺭ ﺗﻪ ﺭﺍﺗﻠﻞ، ﻫﻠﺘﻪ به یې ﺧﭙﻞ ﻣﺎﻟﻮﻧﻪ ﺍيښوﺩﻝ ﺍﻭ ﺩ ورځې ﺗﺮ ﭘﺎﻳﻪ ﺑﻪ ﻳﯥ ﺳﻮﺩﺍګري ﮐﻮﻟﻪ، همدغه راز روایاتو کې راځي چې رسول صلی الله علیه وسلم د ( نبک ) نومي بازار ته لاړ او اصحابو رضي الله عنهم ته یې وفرمایل: لیس هذا لکم بسوق (دا ستاسو بازار نده) بیا همدې په خپل لاس جوړ شوي بازار ته راغی او ويې ویل همدا ستاسو بازار دی.

په همدې پار علامه نورالدین علی بن عبدالله السمهودي رحمه الله په خپل کتاب وفاء الوفاء کې لیکي: چې رسول الله صلی الله علیه به تل د بازارونو څارنه کوله ﺍﻭ ځينو ﺻﺤﺎﺑﻪ ﮐﺮﺍﻣﻮ ﺑﻪ ﻟﻪ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ څخه ﻏﻮښتنه ﮐﻮﻟﻪ ﭼﯥ ﺩ ﺧﻠﮑﻮ لپاره ﺑﯿﯥ وټاکي.

د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لارښونې مطابق د مسلمانانو لخوا په پېر او پلور کې ښه تعامل د دې لامل شو چې د ډېرو خلکو پام د مدینې نوي د مسلمانانو بازار ته را جلب کړي.

له دې وروسته کعب بن اشرف ﯾﻬﻮﺩﻱ ﺩ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﺑﺎﺯﺍﺭ (خېمې) ته داخل شو او د هغې تنابونه یې قطع کړل، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: اړینه ده ﻣﻮږ ﺑﻪ دا بازار داسې ځای ﺗﻪ نقل ﮐړو چې نوره هم ورته سخته شي بیا یې همدا بازار له ﺑﻘﯿﻊ ﺍﻟﺰﺑﯿﺮ ځای څخه سوق ﺍﻟﻤﺪینة ﺗﻪ ﺍﻧﺘﻘﺎﻝ ﮐړ.

امام مسلم رحمه الله له ابوهریره رضی الله عنه څخه روایت نقل کوی، هغه – رضی الله عنه فرمایی ﭼﯥ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺩ هغه خوراک تر څنګ تيرېده چې ﻟﻪ وزن او اندازې پرته راټول شوی وو، ﻧﻮ ﺧﭙﻞ ﻻﺱ ﯾﯥ ﭘﻪ ﮐﯥ کېښود ﺍﻭ ګوﺗﯥ ﯾﯥ ﻟﻤﺪﯤ ﺷﻮﯤ، ﻧو پلورنکي ته یې ﻭﻭﯾﻞ: ﺩﺍ څه ﺷﯽ ﺩﯼ، ﺍﯼ ﺩ ﺧﻮﺭﺍﮎ ﺧﺎﻭﻧﺪﻩ، هغه وویل د باران له امله یې نم اخیستی.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ولې یې د ﺧﻮﺭﺍﮎ ﭘﺮ ﺳﺮ نږدې؟ ﺗﺮڅو ﯾﯥﺧﻠﮏ ﻭﻭﯾﻨﻲ، ﻫﻐﻪ څوک ﭼﯥ ﺧﯿﺎﻧﺖ ﮐﻮﻱ، له مونږ څخه ﻧﻪ ﺩﯼ.
همدغه راز رسول الله صلی الله علیه وسلم په بازار کې داسې يو څوک ولیده چې لوړ نرخ یې کاراوه، هغه ته یې وویل ﺁﻳﺎ ﺗﻪ ﺯﻣﻮږ ﭘﻪ ﺑﺎﺯﺍﺭ کې ﺯﻣﻮږ ﻟﻪ ﻧﺮﺥ څخه ﻟﻮړ نرخ کارو؟!

هغه ﻭﻭﻳﻞ: ﻫﻮ د الله رسوله، بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم ﻭﻭﻳﻞ: ﺻﺒﺮ ﺍﻭ ﺍﻧﺘﻈﺎﺭ، بیا هغه وویل: ښه ﺩ الله ﺭﺳﻮله، رسول صلی الله علیه وسلم وویل: زیری قبول کړئ، ځکه ﭼﯥ ﺯﻣﻮږ ﺑﺎﺯﺍﺭ ﺗﻪ ﺭﺍﻭړﻭﻧﮑﯽ ﺩ ﺧﺪﺍﯼ ﭘﻪ ﻻﺭﻩ ﮐﯥ ﺩ ﻣﺠﺎﻫﺪ ﭘﻪ څېر ﺩﯼ ﺍﻭ ﺯﻣﻮږ ﭘﻪ ﺑﺎﺯﺍﺭ ﮐﯥ ﺍﻧﺤﺼﺎﺭ (احتکار) کوونکی ﺩ ﺧﺪﺍﯼ ﭘﻪ ﮐﺘﺎﺏ ﮐﯥ ﺩ ﻣﻠﺤﺪ ﭘﻪ څير ﺩﯼ.

که د اقتصاد د پیاوړتیا په اړه د رسول صلی الله علیه وسلم هڅو ته پام وکړو نو ﺩ ﻣﻮﺿﻮﻉ ﻟﻪ څېړﻟﻮ ﻭﺭﻭﺳﺘﻪ څرګنديږي ﭼﯥ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﺩﯾﻨﺎﺭ ﺩ ﺍﺳﻌﺎﺭﻭ ﺩ ﻭﺍﺣﺪ ﭘﻪ ﺗﻮګه ﻏﻮﺭﻩ کړی و.
ﭘﻪ ﻣﻘﺎﺑﻞ ﮐﯥ یې ﺩ ﺭﻭﻡ ﺩﻭﻟﺖ آی اس A – S ﺩ ﭘﻮﻟﻲ ﻭﺍﺣﺪ ﭘﻪ ﺗﻮګه ﮐﺎﺭاﻭﻩ، ها خوا ﺩ ﻓﺎﺭﺱ ﺩﻭﻟﺖ خپل واحد ﻓﯿﻠﺲ (فلس) مقرر کړی و، وروسته بیا د ﺩﯾﻨﺎﺭ ﻣﻌﺎﻣﻠﻪ ﺩ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ځانګړنه شوه ﺍﻭ ﺩﻭﯼ ﻭﺗﻮﺍﻧﯿﺪﻝ ﭼﯥ ﺩﺍ ﺍﺳﻌﺎﺭ ﻧړﯾﻮﺍﻝ ﮐړﻱ او همداسې ﺩ ﺩﯾﻦ ﭘﻪ ﺧﭙﺮﯾﺪﻭ ﺳﺮﻩ ﭘﻪ ﻫﺮ ځای ﮐﯥ خپاره ﺷول.

یهودانو لا هم قوی نفوذ درلود خو په اقتصادي برخه کې ﺩﺍ ﻫﻐﻪ ﺳﺨﺖ ﺑﺮﯾﺪ ﻭو ﭼﯥ ﮐﻌﺐ ﺑﻦﺍﺷﺮﻑ یهودي یې ورخطا ﮐړﯼ ﻭ او ﺍﺣﺴﺎﺱ یې ﮐﺎﻭﻩ ﭼﯥ ﺩ ﻧﻮې ﺑﺎﺯﺍﺭي ﺳﯿﺎلۍ ﭘﻪ ﭘﺎﯾﻠﻪ ﮐﯥ ﺩ ﯾﻬﻮﺩﺍﻧﻮ ﺍﻗﺘﺼﺎﺩﻱ ګټې ﭘﻪ ﺧﻄﺮ ﮐﯥ ﺩﻱ،
ويل كیږي د کعب بن اشرف ﺩﺍ ﺍﻭ دې ته ورته ﻧﻮﺭﻭ ﺩښمنانه کړنو ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ اړ کړ چې ﺩده ﺩترور ﻓﮑﺮ او پلان په کار واچوي چې بیا ﺩ ﻣﺴﻠﻤﺎﻧﺎﻧﻮ ﺩ ﯾﻮﯤ ډﻟﯥ ﻟﻪ ﺧﻮﺍ ﻭﻭﮊﻝ ﺷﻮ. ﺍﺑﻦ ﻫﺸﺎﻡ ‏(۲ ټﻮﮎ، ۱۵۱ ﻣﺦ.

ﺩ ﻧﺮﺧﻮﻧﻮ ﺩ ﻟﻮړﯦﺪﻭ ﭘﻪ ﻭﺧﺖ ﮐﯥ ﺩ ﺑﺎﺯﺍﺭﻭﻧﻮ څاﺭﻧﻪ ډﯦﺮﻩ ﻣﻬﻤﻪ ﺧﺒﺮﻩ ﺩﻩ، ﺩ ﻧﺒﻮﻱ ﺳﯿﺮﺕ او احادیثو ﮐﺘﺎﺑﻮﻧﻪ مونږ ته راښیي ﭼﯥ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ او خلفاوو راشدینو ﭘﻪﺯﻣﺎﻧﻪ ﮐﯥ ﺩ ﻧﺮﺧﻮﻧﻮ کنټرول ﻣﻮﺟﻮﺩ ﻭﻭ، د ﻋﻤﺮ ﺑﻦ ﺍﻟﺨﻄﺎﺏ ﺭﺿﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻨﻪ په اړه روایت دی چې حاطب بن ابی بلتعه ته يې وویل نرخ دې زمونږ د بازار له نرخ سره برابر کړه.

د علی رضی الله عنه په زمانه کېﺻﺤﺎﺑﻪ ﮐﺮﺍﻣﻮ د کشمشو د ﻧﺮﺧﻮﻧو د ﻟﻮړاوي شکایت وکړ هغه رضی الله عنه یې د نرخونو د ښکته کېدو لپاره مختلف وړاندیزونه وکړل.

د ملت مسولیت:
ﺍﺳﻼﻣﻲ ﺷﺮﯾﻌﺖ ﻟﻪ ﻣﺴﻠﻤﺎنانو څخه ﺩ ﺧﯿﺮﺍﺕ غوښتلو، ﺳﻮﺍﻝ ﮐﻮﻟﻮ څﺨﻪ ﺩ ډډې ﮐﻮﻟﻮ ﻏﻮښتنه ﮐړې، په همدې پار ﻣﺴﻠﻤﺎنان ﺑﺎﯾﺪ ﺩ ﺧﭙﻞ ﻭﻗﺎﺭ ﺳﺎﺗﻨﻪ ﻭﮐړﻱ ﺍﻭ د عزتمند مخ غوښې د بل په لمنه کې تویې نه کړي.

همدغه راز محمد ابن اسماعیل البخاری رحمه الله په یوه روایت کې د عبد الرحمن ابن عوف رضی الله عنه د هجرت کېسه رانقل کوی، هغه- فرمایي: کله چې زه مدینې منورې ته راغلم نو ماته سعد ابن الربیع د خپل نیم مال او د یوې ښځې د نکاح کولو وړاندیز وکړ خو ماورته وویل: ( ﻻ ﺣﺎﺟَﺔَ ﻟﻲ ﻓﻲ ﺫﻟﻚ) زما ورته اړتیا نشته بیا مې له سعد څخه د تجارت دبازار پوښتنه وکړه ترڅو خپلې مالي اړتیاوې پوره کړم هغه رضی الله عنه راته د بنو قینقاع بازار وښود.

د تاریخ کتابونه لیکي چې عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه ﯾﻮ ﺗﮑړﻩ ﺳﻮﺩﺍګر او ﭘﻪ دې ﺑﺮﺧﻪ ﮐﯥ ﻟﻮړه ﺗﺠﺮﺑﻪ ﻟﺮله له دې هرڅه سره سره هغه – د قریشو د لوړ نسبو له کورنيو څخه وو، له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې په ټولو غزواتو کې برخه اخېستې وه ، دعمر رضی الله عنه د شپږ کسيزې شورا غړی هم پاتې شوی.

د دې روایت هره برخه ددې ﺑﺤﺮﺍﻥ ﭘﻪ ﺣﻞ ﮐﯥ ﻣﺮﺳﺘﻪ کولی شي او ملت ته مسولیت ځکه ور پغاړه ده چې دا حالت یوازې ملت ګواښي، له همدې روایت څخه ﺩ تجارت ﺟﻮﺍﺯ، ﺩﺍ ﭼﯥ ﺩ ﺣﻼﻝ مال ﺩ ګټلو ﻏﻮﺭﻩ ﻭﺳﯿﻠﻪ تجارت ده او دا راښیی چې ﺩ ﺭﺳﻮﻝ ﺍﻟﻠﻪ ﺻﻠﯽ ﺍﻟﻠﻪ ﻋﻠﯿﻪ ﻭﺳﻠﻢ ﭘﻪ ﺯﻣﺎﻧﻪ ﮐﯥ رښتینو مؤمنانو ترمنځ ﻣﯿﻨﻪ او ﻣﺤﺒﺖ د مالي او ځاني قربانۍ پړاو ته رسېدلې وه.

دا هر څه و چې الله جل جلاله ﺩﻭﯼ له ﺍړﺗﯿﺎ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ بډايه کړل ﺍﻭ همدوی په ﺧﻠﮑﻮ کې د شتمنۍ، پوهې، ښوونې او روزنې ﺭﻫﺒﺮﺍﻥ ﺷﻮﻝ.

رفاعه بن رافع رضي الله عنه هم فرمایی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وشوه د ګټې وټې او عایداتو کومه لاره غوره ده، هغه صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ﯾﻮ ﺳړﯼ چې ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ﻻﺱ ﮐﺎﺭ ﮐﻮﻱ ﺍﻭ ﻫﺮ ﺧﺮڅﻼﻭ (تجارت) چې ﺭﻭﺍ وي.

د احادیثو په کتابونو کې به داسې چېرته هم پیدا نشي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم دې اصحاب رضی الله عنهم له تجارت څخه منع کړي وي.

آن هغه صحابه چې نسبت نورو ته ډېر بډایه هم ول لکه ﺃﺑﻮ ﺑﻜﺮ ﺍﻟﺼﺪﻳﻖ، ﻋﺜﻤﺎﻥ ﺑﻦ ﻋﻔﺎﻥ، ﻋﺒﺪ ﺍﻟﺮﺣﻤﻦ ﺑﻦﻋﻮﻑ او داسې نور . … رضی الله عنهم.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx