نظــر

یو تکبیر، یوه غرمه، یوه ضربه

لیکوال: ډاکټر عطامحمد رحیمي

کلیوال مو نوی اردو ته تللی و، له څو میاشتې وروسته چې راغی چا به ورسره ستړې مشې نه کوله وايي د کافرانو په حکومت دی او چا به په مخ مخ ښکلاوه وايي دا ځوان د وطن خدمت کوي او وطن به له پردو(!) ساتي.
هماغه کلیوال به مو کله ډېرې نادرې کولې وايي موږ ته چې به کله خپلو بهرنیو استادانو تمرین راکاوه نو په یوه غټه تخته به يې سړی رسم کړ، هغه ته به يې ږېره ورکړه او سپينه لونګۍ به يې ور وتړله. د ډزو په وخت به د هغه چا نمرې ډېرې وي چې رسم شوی سړی به يې په تندي، ږيره او یاهم د لونګۍ په شمله وویشت.
دی وايي زموږ ډنمارکي استادانو به راته ویل چې طالبان یوه داسې پروژه وه چې یواځې يې ستاسې دین در خراب کړ، ستاسې ښځې يې په کورو کې بندیانې کړي او ستاسې په څېر ځوانان به يې یواځې په یو څو تاره ږېره ډبول.
دا یادونه مې ځکه د مقدمې په توګه وکړه چې د بهرنیانو په راتګ داسې وانګېرل شول چې نعوذباالله یوخدای راغلی، چې که چا يې مخالفت وکړ د اور خورا ک به شي. ځکه خو دوخت ستر فرعون بوش ښکاره ناره وکړه، چې دا پېړۍ د عیسویت پېړۍ ده.
هغوی فکر کاوه چې د یو چا د جسد په ملګرتیا دهغوی د فکر ملګرتیا هم سل په سلو کې له دوی سره ده، مګر په دې سربېره دوی هڅه کوله چې خپل شاګردان ـ اردو، پولیس، اربک ـ په مطلق ډول د ځان په څېر وروزي. ځکه خو به په يې نښه کې د یو داسې انسان چې ږيره او لونګۍ ولري رسم اېښود، چې روحاً دی باید داسې جوړ شي چې د ټوپک شپېلۍ يې تل د لونګۍ او ږيرې په لوري وي.

زموږ ډېر ملګري لا اوس هم په لو یو لارو کې له دې ځورېږي چې هرځای ترې عسکر د ږېرې په خاطر  د تذکرې غوښتنه کوي او پلټي يې. داسې هم شوي دي چې په یوه اوږده موټر کې د څلوېښتو تنو منځ کې يې صرف هغه څوک پلټلی او پوښتلی چې ږېره يې وه، ځکه چې دوی ته په ذهن کې همداسې ورکرل شوي و، چې ستاسې دښمني له دې ډول خلکو سره ده او دغه ډول خلک باید ستاسې د مرمۍ تر ګوزار لاندې وي.
د شهید مفتي صاحب ګل احمد احرار په یوه تقریر کې مې واورېدل چې کله د امریکايي عسکرو یو ټولۍ افغانستان ته راروانېده، نو د کلیسا یو دیني مخور يې ورته راوست، هغه د خپلو پوځیانو روحيه ولیده او پوښتنه يې ځینې وکړه چې تاسې به په افغانستان کې څه کوئ؟
د هغوی نظرونه ټول په دې راټول و چې په وژلو کې به فاسفورس بمونه وکاروي او زړه سوی به بېخې پېژني هم نه؛ وايي د دوی دیني مشر ورته وخندل چې که مسلمان له وسلې وېرېدلی نو هغه سپین ږيری عمر مختار به دومره نه جنګېده. تاسې باید د افغانانو د راجلبولو لپاره رسنیزو تبلیغاتو، پیسو او د ښځو راویستلو ته زور ورکړئ!
د یرغلګرو له لوري، دغه پورته ټولې نسخې، په نښه د طالب رسم، رسنیز بې درېغه یو طرفه تبلیغات، پرېمانه پیسې، د ښځو بهر ته راویستل او ګڼې نورې استعمال شوې، دوی فکر کاوه چې په دې ډول نو له دوی سره په لیکو کې ولاړ ټول ځوانان تر دې اندازې ړانده شول چې اوس به نو په کابل کې په ښکاره فاحشه خانه کار نه لري، خو د مدرسې بېخ به وباسي، دوی فکر کاوه چې د دوی افغان ملګري به نو اوس پوره د دوی په څېر وي او تل به يې د ټوپک شپېلۍ د لونګۍ او ږېرې په لوري وي، دوی فکر کاوه چې د دوی د شاګردانو د ټوپک شپېلۍ د دوی سینو ته نه سيخېږي.
مګر پرون د کابل په قرغه او د پکتیا په ولایت مقام کې په یوه تکبیر، یوه غرمه او یوه ضربه ګڼ کفار د جهنم مېلمانه کړل.
د کابل په پروني برید کې  د امریکا يي او الماني جنرالانو په ګډون ګڼ نور مړه او ټپیان شوي دي، چې د افغانانو په اړه يې د دوی فکر بیا بدل کړ. دوی فکر کاوه چې  دغه څه وخت چې پرې د افغاني غازیانو شپېلۍ نه ده ور اوښتې نو ګواکي دوی له روحي اړخه پوره بریالي شوي دي چې افغان عساکر د ځانو په څېر کړي.
په پکتیا کې د پولیسو په جامه کې یو مسلمان ځوان ورته توره په ورته وخت کې وکړه چې افغان ولس به يې مېړانه نه هېروي.
د بې دوه پنځوس په مټ نصب شوي ریبوټ حامد کرزي دا دواړه بریدونه وغندل هغه په دې خپه و چې د ده باداران ولي د دوی د تذکره لرونکي او د دوی له لوري د معاش اخیستونکي ځوان له خوا ووژل شي.
په پکتیا کې اتلوال بریدګر ځای پرځای شهید شوی دی، خو د قرغې د زمري اړوند لا څه نه دي ویل شوي خدای دې وکړي چې هغه هم د شهادت جام نوش کړی وي، کنه د سپو په خوله کې د ده نرم وجود خوند نه کوي.
که څه هم بهرني او کورني تالي څټي تل داسې تبلیغوي چې دوی په خپلو هڅو، پیسو،منډور ترړو او تبلیغاتو ټول افغان عسکر پوره له دينه باسلي او تر هر امریکايي ټانګ به د طالبانو سل موټر سایکله لوګی کړي. مګر دوی یواځې خوب ويني چې هیڅ حقیقت نه لري.

د طالبانو په «افغاني غازیان» یوه ویډیويي کليپ کې مې په اردو کې د شینواري عسکر چې بخملي نومېږي خبرې لا اوس هم یادې دي هغه یو وخت پنځه شپږ تنه ایتالویان وژلي او بیا طالبانو ته ورغلی دی، له ده نه چې کله د خاطرې په اړه پوښتنه کېږي وايي:
ـ خاطرې خو ډېرې دي، خو ولا چې موږ به سره کېنستو نو سره ویل به مو چې جنت خو ولاکه په سترګو وونیو.
ـ ههه ولې؟
ـ خو تل به مو لیدل چې په کافرانو پیره کوو، تر هغو مخکې روان یو، که جنګ شي نو موږ ورمخکې کوي…
د بخملي په څېر خبرې د ډېرو افغان غازیانو په سینو کې دي، چې وخت به يې عملي ښکاره کړي. ټول غرب ځپلي او د ډیموکراسي اغېزمن دې يې په خلاصو غوږو واوري:
څو چې پاتې یو افغان وي ـ تل به دا افغانستان وي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خراسانی

جزاک الله خیرا
محترم داکتر صاحب مطلب شما را تا پایان مطالعه نمودم احساس شما قابل قدر است خرسندم که ما تا حال داکتران و کدرهای متدین داریم و دشمن کثیف نتوانسته اذهان تعلیم یافته های ما را به بیراهه سوق دهد ان شاألله فتح آزان مسلمین است

مهاجر زاهدزاده فراه رودی

جزاکم الله دنیک احساس نه مومننه رشتیاهم موږ ددښمن په لیکوکی داسی سرتیری غازیان اوځوانان لرلی چه نه هیریدونکی کارنامی یی غلیم ته دیادګارپه توګه پری ایښی څه موده وړاندی دفراه دبالابلوک ولسوالی کی ۶۵کلن شهیدمحمداسماعیل اکا ۳تنه امریکایی استادان چه داربکیانو په روزلو لګیاوه جهنم ته وليږل اودی هم وروسته دشهادت عالی مقام ته فایزشو

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x