ورزش

کرکټ بورډ د هالنډ پر وړاندې د یو ورځنیو سياليو لپاره لوبډله اعلان کړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ د هالنډ پر وړاندې د درې يو ورځنيو لوبو لپاره پر ځوان لوبغاړو مشتمله لوبډله اعلان کړه.

د غوراوي کمېټې له لورې اعلان شوې ۱۸ کسيزه لوبډلې په هره برخه کې ځوان لوبغاړي شامل شوي دي.

د هالنډ پر وړاندې سيالۍ به د جنوري په ۲۱مه، ۲۳مه او ۲۵مه نېټه د افغانستان په کوربه توب په قطر کې ترسره شي.
د هالنډ پر وړاندې ۱۸ کسيزه لوبډله په لاندې ډول ده:

حشمت الله شهيدي (لوبډلمشر) رحمان الله ګربز، عثمان غني، رياض حسن، رحمت شاه، نجيب الله ځدران، شاهد الله کمال، اکرام عليخېل، ګلبدين نائب، شرف الدين اشرف، عظمت الله عمرزی، راشد خان، قيس احمد، مجيب الرحمن ځدران، فضل حق فاروقي، فريد احمد ملک، يامين احدزی او محمد سليم صافی.

د کرکټ بورډ اجرائيه رئيس نصيب خان پر خپله فيسبوک پاڼه د محمد نبي او ابراهيم ځدران د نه شاملېدو په اړه ويلي چې
آلراونډر محمد نبي کرکټ بورډ ته د ايميل له لارې ويلي څو ځوانانو ته د فرصت ورکولو او ارام کولو په خاطر د هالنډ پر وړاندې راتلونکو لوبو کې برخه نه اخلي.

هغه اوسمهال د استراليا په بيګ باش ليګ کې لوبېدو لپاره دغه هېواد کې دی. د نوموړي سربېره ظاهر خان هم دغه ليګ کې لوبيږي.

ښاغلي نصيب خان د ابراهيم ځدران په هکله وويل چې هغه اوسمهال په انګلستان کې دی او د ويزې ستونزې له کبله يې ونشو کړای چې په ياده لوبډله کې شامل  شي.

د يادو سياليو ټه موخه افغان لوبډله له تېرو دوه اونيو راهيسې قطر کې پر تمريناتو بوخته ده، دغه راز د هالنډ لوبډله هم قطر هېواد ته رسېدلې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x