افغانستان

افغانستان ته د پاکستاني متخصصینو د رالیږلو خبره حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، افغانستان ته د پاکستاني متخصصینو د را استولو موضوع حقیقت نه لري.

سمنګاني ویلي، ځینو رسنیو له افغان ولس سره د مرستې په اړه د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونې ناسمې تعبیر کړې دي.

له بل پلوه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې هم د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي، چې عمران دا نه دي ویلي چې ګواکې پاکستاني متخصصین دې افغانستان ته واستول شي.

د سرچینې په خبره عمران خان افغانستان ته د هغو متخصصینو افغان کډوالو د استولو غوښتنه کړې چې په پاکستان کې اوسیږي او په روغتیايي، ټکنالوژۍ، ادارې او بانکي برخو کې یې مسلکي زده کړې ترلاسه کړې دي، ترڅو خپل هېواد ته خدمت وکړي او په روان کړکیچن حالت کې افغانانو سره مرستې وکړي.

له بل پلوه د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد نن ماښام له بي بي سي راډیو سره په مرکه کې ددې خبرې ردولو ترڅنګ ویلي، چې افغانستان په مسلکي توګه هیچا ته اړتیا نه لري او په هېواد کې ځوان مسلکي او کدري کافي ځواک لري.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې پخوانیو افغان حکومتونو او اسلامي امارت هم په پاکستان او نورو بهرنیو هېوادونو کې له میشتو کدري او مسلکي افغانانو څخه غوښتنه کړې ترڅو خپل هېواد ته په راستنېدو سره د کډوالۍ ژوند پای ته ورسوي او خپلو هېوادواو ته د خدمت جوګه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx