ورزش

ويرات کوهلي د ټيسټ له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ مرغومی، ۱۴۰۰ل): د هند کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي ويرات کوهلي د ټيسټ کرکټ له لوبډلمشرۍ استعفا وکړه.

ويرات کوهلي په دې تړاو يوه اعلاميه خپره کړې چې په کې يې له ټيسټ کرکټ څخه اعلان کړی، نوموړي زياته کړې «هر شی پای لري او زما لپاره د هند لوبډلمشرۍ پای رارسېدلی دی».

هغه زیاته کړې، «د خپلو نه ستړي کېدونکو هلو ځلو، کوښښونو او هڅو له مخې مې وکړل لوبډلې ته بریاوې ورکړم او یوه ښه جانب ته یې راولم».

نوموړی زیاتوي، «ما خپله ۷ کلنه دوره په بشپړه ایماندارۍ سرته ورسوله او هیڅ ډول کوښښونه مې ونه سپمول».

ويړات کوهلي وروسته له هغه استعفا وکړه چې د سويلي افریقا پر وړاندې يې د ټيسټ لوبو سيريز په ۲-۱ وبايله.

له دې وړاندې په شل اوريز نړيوال جام کې له خرابې کارکردګۍ وروسته هغه ددغه فارميټ له لوبډلمشرۍ هم لرې شوی و.

د ویرات کوهلي او هند کرکټ بورډ ترمنځ اختلافاتو هغه وخت زور ونیوه چې نوموړی د شل اوریزو له لوبډلمشرۍ لرې کړل شو.

هغه مهال ویرات کوهلي د یو ورځنیو لوبو څخه هم استعفا کړې وه، چې د راپورونو په وینا د کرکټ بورډ زیات فشار هغه استعفا ته اړ کړی و.

د یادونې ده چې ویرات کوهلي په ۲۰۱۴م کال کې د هند لوبډلې د ټیسټ لوبډلمشر وټاکل شو چې په ۶۸ ټیسټ لوبو کې یې ۴۰ بریاوې خپلې کړي او ۱۷ ماتې منلې دي.

هغه د هند د ټیسټ یو له غوره لوبډلمشرانو څخه ګڼل کیږي چې په ځانګړي توګه یې په انګلستان او استرالیا کې یادو لوبډلو ته ماتې ورکړې دي.

د ویرات کوهلي له استعفا وروسته د هند کرکټ بورډ د نوي لوبډلمشر په اړه کوم خبر نه دی ورکړی، خو  داسې بریښي د یادې دندې لپاره کی ایل راهول غوره انتخاب وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx