افغانستان

د برېښنا شرکت لسګونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو پروګرام پیل شو

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د برېښنا شرکت خپلو ۵۰ تنو نویو ګومارل شوو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په خاطر ۱۵ ورځنی روزنیز پروګرام پیل کړ.

ددې پروګرام له لارې به ګډونوالو ته د بې خطره تخنیک، د برېښنا ضایعاتو، د برېښنا مفاهیمو، د برېښنا اساساتو، اساسي اداري مفاهیمو او کمپيوټر په برخه کې زده کړې ور کړل شي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله نورزي لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرباڼه کې ویل شوي چې دا پروګرام نن د شنبې په ورځ د برېښنا شرکت په مرکز دفتر کې د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پیل شوی دی.

په دغو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست مولوي عبداللطیف منصور، د برېښنا شرکت د سوداګرېزو چارو رئیس عبدالرحمن رحماني، د دفتر رئیس عبدالولي سعد، د عملیاتي چارو رئیس انجنير صفي الله احمدزي، د تفتیش رئیس محمد سلیم حقاني، د مالي او اداري چارو رئیس اسدالله انعام، د  بشري سرچینو رئیس قدرت الله کريمي، د کابل برېښنا رئیس فضل الرحمن فضلي د هغه مرستیالانو او د برېښنا شرکت يو شمېر مدیرانو او نورو کار کوونکو برخه اخیستې وه.

یادو مراسمو ته د وینا پرمهال د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر مولوي عبداللطیف منصور د دولتي کار کوونکو او په ځانګړې توګه د برېښنا شرکت په څېر تخنیکي او مسلکي بنسټ د کارکوونکود ظرفیت لوړول اړین وبلل او ددې شرکت له پخوانيو او نویو کارکوونکو یې وغوښتل ترڅو خپلې چارې په رېښتونولۍ سره ترسره کړي.

باید وویل شي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا حاکمیت او د برېښنا شرکت د نوي رهبرۍ له ګومارل کېدو سره ددې شرکت خدماتو کې د پام وړ ښه والی راغلی او د برېښنا د مصرفیو د راټولو له امله په عوایدو کې هم زیاتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پخواني رژیم پرمهال د ژمي په همدې میاشتو کې به د بیلا بیلو لاملونو له امله د برېښنا پرچاوۍ په ورځو او او آن کله ناکله په اونیو اونیو د کابل او نورو ولایتونو ښاریان کړول، چې د اسلامي امارت له حاکمیت سره دغه پرچاوۍ د نشت برابر کمې شوې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

یونیفورم او دریشی څومره ښه ښکاری له یو حکومتی کارمند سره. اوس حکومت ته چی ګورو ته به وایی چی کوچیانو پیر راغلی. لری یی له کلیمی دا بدرنګه کفن ماننده بیرق ته یی بیا ګوره. توبه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx