افغانستان

د هېواد په ځینو سیمو کې د سیلابونو په اړه خبرداری

نن ټکی اسیا (شنبه، ۲۵ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سر له سبا (۲۶ مرغومي) څخه تر درې ورځو (۲۹ مرغومي) پورې د هېواد په یو شمېر سندیزو حوزو کې داوبو د کچې د لوړوالي او سیلابونو د راوتلو اټکل کیږي.

د یاد وزارت د ویاند خالد ابوسعید لخوا رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې داسې راغلي:

«د هایدرومتیورولوژیکي سټېشنونو د باران او واورې تحلیل او تجزیې، د اقلیم بدلون د منفي اغیزو، د هېواد د هوا پېژندنې ادارې او د بهرنیو هوا پیژندنې ارګانونو د وړاندوینو له مخې د هېواد په ځينو برخو کې د اورښت اټکل کړی، چې دغه ناڅاپي اورښتونو او سیلابونو راوتو ډېر اټکل د (شمال، هریرود او هلمند ) حوزو کې شوی دی.

په یادو نېټو کې آبریزه یي سېلابونه او د اوبو د کچې لوړوالی په (بلخ، جوزجان، فاریاب، کوشک و کاشان، غور، بادغیس، هرات، فراه، هلمند، ارغنداب، ترینکوت، او غزنی) سیندونو پر لاره او د یادو ځایونو په ځینې سیلبرونو کې شتون لري.

له همدې کبله ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په ترڅ کې د سیند په غاړو او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونو په غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي او د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.»

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د هېواد په ۹۵ سلنه خاوره کې د زیاتو بارانونو او واورو د اورښت له کبله په یو شمېر ګرمسیره سیمو کې وار دمخه سیلابونه راوتلي او په ځینو سیمو کې د ابو د بندونو کاسې هم ډکې شوي، چې خلک د راتلونکي کال ښيرازۍ لپاره ډیر اړین بولي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ ځايي سرچینو خبر ورکړ چې د هېواد په لویدیځ کې د کمال خان د بند لومړۍ کاسه ډکه شوې او که په هېواد کې اورښتونه همداسې دوام وکړي نو لرې نه ده چې دغه بند راتلونکی پسرلی ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx