نظــر

ډیورنډ؛ او په لر او بر کې پر ډیورنډ شوې معاملې او روانې ناندرۍ!

استاد محمد زمان مزمل

ډیورنډ یو مَلا ماته افغانستان:
هغه مهال چې پرنګیان په ټول هند کې د هند د خلکو او بیا د سلطان ټیپو د وروستي او حساس مقاومت سره مخامخ وو، په افغانستان کې د قدرت میراثه هغه شاه زمان ته پاتې شوه چې خدای دې یو کافر سیاستمدار ته دغسې ناولي ورونه نه ورکوي.

شاه زمان په هند کې د همدغسې حساس وضعیت په درک په خپله لنډه پیل کړې دوره کې هومره چې د خپلو جنجالي ورونو په تدبیر کې مصروف وه دوه برابره د هغه هندوستان جغرافیې او ازادۍ مصروف کړی وه چې لا افغانستان سره تر بل هر ځای ډېر اوږد مشترک تاریخ لري.

شاه زمان له خپلو ورونو سره او بیا له خپلو حریفو محمدزیو سره په داخل کې تر حده زیات اخته شو یا هغوی مصروف کړ.
منتهیٰ د محمدزیو مشرانو په اړه یې یوه وړه غلطي ددې سبب شوه چې د تیمور شاه نا اهله پرګنه پکې حریفو سردارانو دده په ضد اسانه وکاروله.

دغه د آس پر زین خپله دوره تېرونکی افغانی پاچا شاه زمان پرنګیانو د لاهور د ناولي میا په توطیه او د ایران د کم فهمه قاجاري پاچا په پرنګي مانورو کې چې د شاه محمود په وسیله یې سرته رسولې دغه پای ړوند او د هند او سیمې ساتونکی افغانستان هغه چاته په میراث شو چې د جغرافیې په خرڅولو او په خپله ازادۍ د معاملې اخوا یې نور ښه نه وه زده.

داسې په یوه ننګین تسلسل کې شاه شجاع، امیر دوست محمد خان، امیر محمد یعقوب او امیر عبدالرحمن خان پورې دې ټولو په جغرافیه او لوی افغانستان؛ پر هغه افغانستان معامله وکړه او پای د ډیورنډ په معاهده یې افغانستان دوه ټوټې شو چې تر نننه یې هماغه تقسیم کوونکی لندن د پاکستان په ذریعه پړاو په پړاو زخم تازه کوي.

سیلاب وړي؛ په سیلاب ډکېږي:
د افغانستان د تقسیم ناولي مانور پرنګیانو ته موقع ورکړه چې څه زیات د یوې پېړۍ لپاره پر هندوستان مکمل او د امیر عبدالرحمن خان او نورو امیرانو باندې نیمه راج وچلوي، نن مونږ وخت نلرو چې ددې ناورین سیاسي جرړو ته ور کوز شو منتهیٰ دا هر څه د پرنګي فعالو استخباراتو مهندسي کړل او تقسیم افغانستان د یو واقعیت برخه شو او دا کټ مټ لکه د یوه توپاني سیلاب کارنامه ده چې سیلاب وړي پکې په بل سیلاب ډکېږي د خره او یابو په شا د سیلاب خندقونه هیچا نه دي ډک کړي.

امان الله خان په خپل توکلي مارش کې او د واڼه او ټل په سقوط ټول صوبه سرحد د انګریز پر ضد راوپاروه، ولې په شمال کې تر امو رارسېدلی شوروي اتحاد له ځوان سردار نه همدا تمکین غوښت چې په نیم افغانستان ګذاره وکړي او که نه د تاشکند کمېټه نغده د غلامو پښتنو په ذریعه د ده پر ضد په کودتاوو مصروفه وه.

وروسته چې هند پر هند او پاکستان تقسیم شو او په تقسیم پاکستان کې د خان عبدالغفار خان اشتباوو او د پنجاب اسټبلیشمنټ استبداد پښتانه پر دویم سیټیزن ودرول.

ظاهر خان او بیا سردار داود په سیاسي مانور کې او د پښتنو په اړه د پنجاب د اسټبلیشمنټ په دریځ کې د بدلون په موخه د پاکستان د وخت مشران په پاکستان باندې په نه اعتراف او د یو نظامي مارش په وړاندې واقع کړل، مصر او ایران او خپله د ظاهر خان هوښیارۍ د ډیورنډ مسئله او د پښتنو په اړه د افغانستان د حمایې دريځ نه د پاکستان د پالیسیو په تصحیح کې کار اخیست او کله چې ولیدل شول د پاکستان او افغانستان حالات ترینګلي شول هغه پکې د شوروي د مداخلو رنګ وه چې وروسته ظاهر خان په پوره هوښیارۍ حالات عوض کړل، بلکې یو مهال ظاهر خان بابا، اسلم خټک د پاکستان سفیر سکندر مرزا ته ددې پيغام سره واستوه چې راځئ تاسې یواځې د هند مقابله نشې کولی او مونږ د شوروي اتحاد د مداخلو تنګ یو، راځئ چې دواړه هیواده د یوه فدراسیون په دننه کې د حالاتو له چیلنجونو نه وژغورو.

سکندر مرزا په یوه توضیح کې د وخت پاچا ته پیغام ور غبرګ کړ چې:
په دې فدراسیون کې به شاهي نظام طبیعتا له منځه ځي.
ظاهر خان د پاکستان سفیر ته اسلم خټک ته وویل:
چې ما په هغه اول پیغام کې دا منلې وه چې شاهي نظام به په کې له منځه ځي.
هغه وه چې پرنګیانو د دغسې یوه تحول مخه په پاکستان کې د صدر ایوب خان په کودتاه قلف کړه.

بیا هم د سردار محمد داود خان په جمهوریت کې چې سردار پکې د شوروي د مداخلو خطرناک تحرکات ولیدل هغه وغوښتل چې په یو متوازن سیاست کې د پاکستان ایران بلکې آن خلیج سره او تر شا امریکا سره خپل روابط متوازن کړي او په همدې موخه سردار داود او ذوالفقار علي بهټو په خپلو کې د ښه نیت سفرونه پیل کړل ولې هغه مهال شوروي اتحاد دغسې یو تحول او دغه سردار ونشو زغملی او د هغه په ضد کودتاه وشوه.

پاکستان؛ ته پاتې افغانستان:
د سردار په لرې کېدو د خلق و پرچم مشرانو د محمدزیو سردارانو میراثه افغانستان یوه داسې بایلودي قمار ته بوتله چې د ثور د انقلاب د فرمانونو کوټه کې د افغانستان د پرګنو پر سر را کوز کړ، نیم یې ژوندي ښخ کړل، تر نیم درې برابره یې نیم ژواندي هاغه پاکستان او ایران ته حواله کړل چې پاکستان په اسمان کې دغه وضعیت غوښت خدای یې په خپل پېښور کې نصیب کړ.

د ګذارې؛ یاغي پاکستان:
د شوروي د اشغال په دوران کې چې پاکستان د مقاومت د قضیې او په تاریخي لحاظ د یو لوی هجرت کوربه هېواد وه پاکستان په خپل دغه کردار کې له افغانانو سره د پروني دښمنۍ ډېر څه ذوب کړل ولې بیا هم د شوروي د ماتې په نښانو دا لندن او واشنګټن وو چې د یو لوړ پوړي هیئت په ذریعه یې په کابل کې د مجاهدینو د متحد نظام د مخنیوي او کورنۍ جګړې پلان جوړ کړ او له افغانستان سره دوست پاکستان بیا پر هماغه پالیسۍ روان شو چې د هند او افغانستان په منځ کې پاکستان د غربي مخالف افغانستان د قوي جوړېدو مخه ونیسي او هماغه د جوني جو د مهال امریکایي طرحه ده چې د ډیورنډ دېخوا پاکستان نه هماغسې کار اخلي چې پرون یې په هند کې د پرنګیانو په حضور اخیست.

افغانان؛ او د جغرافیې چور:
د احمدشاه ابدالي په مهال د ایران سني جغرافیه او د هند اکثریت مسلمانان له افغانستان سره طبعیي پیوند وه ولې پر هند د پرنګي تسلط وروسته او د شاه زمان د ړوندېدو وروسته د افغانستان په غرب او شرق کې ستراتېژیکې سیمې قدم په قدم پرنګیانو او نورو په معاملو کې چور کړې.

د چور شویو جغرافیو قضیه هند او پاکستان هم لري، هند او چین یې هم په خپلو کې لري، روسیه او چین یې هم لري ،سعودي او قطر یې هم په خپلو کې لري او د دنیا ډېر هیوادونه یې لري. افغانستان له دغو جملو نه یؤ مثال دی ولې افغاني واکمنان او بیا ظاهر خان او سردار داود دواړو د دنیا او سیمې حساسیت په نظر کې لره د دوهمې نړېوالې جګړې په منځ منځ کې یعنې ۱۹۴۲ م کال سردار داود د لوی افغانستان لپاره غوښتل چې تر کشمیره په یوه مارش کې وړاندې لاړ شي ځکه پرنګیان په جنګ کې مصروف ول ولې دا محمد هاشم خان وه چې هغه یې له دې تصمیم منعه کړ چې احتمال شته پرنګیان دې جګړه وګټي ، سردار محمد داود خان په یوه بل بدیل تدبیر کې غوښتل چې تر سمرقنده په یوه مارش کې وړاندې لاړ شي ځکه شوروي اتحاد په جګړه کې په اول کې ډېر څه بایللي ول ولې د ارګ دال خورو هوښیارو محمدزیانو هغه له دې دواړو مارشونو منعه کړ.

که په یوه ابتدایي نظر د سردار تېرو مارشونو ته نظر وکړو نو مانا یې دا ده چې افغانستان د ځان لپاره د ګاونډیانو ازادي هم د قوي افغانستان د جوړولو یوه برخه ګڼي.
د همدغې تاریخي تبصرې په لړ کې دا باید ووایو چې د حالاتو د حساسیت په حساب هېڅ مهال افغاني حکمرانان د چور جغرافیو د ګټولو په کار لاس نه پورې کوي چې افغانستان او ګاونډیان ټول پکې د بې ثباتۍ ښکار شي ،نو زاړه سیاستمدارانو د سردار داود او بهټو د مذاکراتو او بیا د سردار داود صدر ضیاء د ملاقاتونو ډېر څه را نقل کړي چې ټول یې هماغه کراچۍ ته د ظاهر خان لخوا د اسلم بیګ د پیغام د محتوا رنګ لري. نن چې افغانانو د امریکا او ناټو نه شل کلنه جګړه وګټله پاکستان ته نه دي پکار چې په سرحدي کرښو کې بې نظمي جوړه کړي افغانستان له دې مخکې تر پنجاب زیات د بزرګوار سیاست او د ښه ګاونډ تاریخ لري.

هغه مهال چې د بنګله دیش د تجزیې په موقع د جرګې ځینې مشرانو ظاهر خان ته وویل:
په پاکستان د ګوزار بهترین وخت دی ظاهر خان په ځواب کې وویل هيڅ مهال به دا تاریخ پرې نه ږدم چې د یو مسلمان هېواد له بل نا مسلمان سره جګړه وي او زه افغانستان له نا مسلمان سره ودروم.
زه چې څومره پر ماضي راګرځم د قضیې لوی مشکل په پاکستان کې د افسرانو په نظامي سوچ کې دی چې هغوی تر پایه سیاسي نه شول او بل دا چې پاکستان د ډېر لنډ تاریخ نه شروع کړې او په دې اویا کلن حکومت کې هغوی د سرادرۍ تهذیب پوره زده نه کړ له ګاونډیانو هغسې معامله غواړي چې دوی فکر کوي د اسلام اباد په ځای په لندن کې دي په داسې حال کې چې دوی په اسلام اباد کې دي او بیا په افغانستان کې هغه ډلې تقویه کوي چې هغوی د یوه بشپړ ازاد افغانستان تهذیب او تاریخ ښه نشي تمثیلولی.

د افغانستان مخکښ خلک همېشه د پاکستان لپاره او بیا په دې وروستیو شلو کلو کې مطلوب نه وه هغوی د یوه ازاد او قوي افغانستان نه، چې حتماً جوړېدونکی دی، بېځایه او له دې ځایه ویره لري چې دوی کابل هم په اسلام اباد قیاسوي، مونږ له هر چا خپل پور اخیستی شو خو دا د حمزه سیستاني هېواد دی چې د سباني جنګ د لوی قومندان هارون الرشید په مرګ یې د سوګوار لښکر سره له جنګ شاته شو او پاتې جګړې یې د چین او هند په حدودو کې تعقیب کړې.

اغزن ډیورنډ؛ او کنټرول باډرونه:
پاکستان په وزیرستان کې د طالب او القاعده کوربتوب نه هغه سیاسي او نظامي مانور جوړ کړ چې پخپله راوستې بلا یې د امریکا او پاکستان لپاره چیلنج وګڼله او پاکستان پکې هغه ازاده قبایلي سیمه تصفیه کړه چې د غبار په روایت د عرب له فاتحینو پرته چا هلته سر نه وه ښکاره کړی او یا یې سر ترې سلامت نه وه راوړی.
د تروریزم په دوه سره لوبه کې پاکستان له ډیورنډ نه اغزن ډیورنډ جوړ کړ دا هم د هغو طالبانو د مخنیوي په پلمه چې د اغزن ډیورنډ باجود هغوی افغانستان ته د راتللو هیڅ مانع نه درلودله.

همداسې پاکستان په یوه تاریخي اشتباه کې د انګریزانو د مهال فرضي کرښه او پکې لویې سرحدي دروازې لکه سپین بولدک او تورخم دا د یو اوسپنیز قرنطین لاندې کله بندې کله نیمه بندې وساتلې چې دا ټول قدمونه په خپل ځای د پاکستان او افغانستان په فاصلو او دښمنیو کې عکس العملي رول لري.

له انګریز نه په میراث پاتې ډیورنډ په خپل حال پرېښودل او له پښتنو سره پتمنه معامله هغه پتمن کاور وه چې پاکستان ته به یې د لیونیو تحولاتو پرته هېڅ مهال خطره او تهدید نه و پیښ کړی دا پاکستان دی چې په خپل پارونکي سیاست شته روان طبعیې حالت او په سیمه کې د ګذارې وروستي شرایط پخپله ورانوي، د مهاجرینو موجودیت او بیا په تورخم یو عملناک تګ راتګ په افغانستان او پاکستان کې د پاکستان د اقتصادي ودې او د پاکستان د ثبات لپاره هغه چانس دی چې ایران او ازبکستان یې نه لري، څنګه چې د دواړو هېوادو عادي مناسبت افغانستان د پاکستان لپاره مناسب بازار جوړوي ګواښونکی وضعیت تر هر چا د پاکستان په زیان دی بیا هم پاکستان د خپلو سیاسي موخو لپاره ولې یوه دوستانه او سولییزه لاره نه انتخابوي او د شرمېدلي اغزن تار په ذریعه د دواړو خواوو پښتنو خاطر زخمي کوي چې دا په هېڅ صورت نۀ پاکستان حل ته رسولی شي او نۀ حل ترې جوړېدای شي.

د لر او بر؛ معاملې او ناندرۍ:
تر کومه چې زه معلومات لرم د اشرف غني ټیټ مشاورین او د پرنګیانو دغه دلخک زلمیان د امنیتي او سیاسي چارواکو په قالب کې څو ځله تر پاکستان وځغلېدل چې د طالب په وهلو له پاکستان سره پر ډیورند معامله وکړي او په دې رابطه ښایي لږ یا ډېر څه شوي هم وي مګر د دوه دغسې هېوادو چې همېشه د لویو تحولاتو کوربه هم دي لکه افغانستان او پاکستان د روم او مخامخ سیاست پرته د معاملو سیاست نۀ پاکستان کولی شي او نه افغانستان پکې د پاکستان له شره خلاصېدای شي.

زه باور لرم که پښتانه په پاکستان کې د اوله درجه اوسېدونکو ځای پیدا کړي زمونږ وخت چې ازاد هېوادونه پکې ازاد نه دي هغوی ته د ډیورنډ په شان د تصفیې خبره اصلا د فلم د جوړولو خبره ده.

د سپتامبر د یوولسمې پېښې وښودل چې په نړۍ کې کوم هېوادونه د خپلې فیصلې خاوندان دي. نن چې مونږ په افغانستان د اعتراف لپاره کچکول ګرځوو له هغه پاکستان به څه وغواړو چې له ازادۍ تر دې دمه یې د امریکا تر ژغ لاندې ګذاره کوي.

د لر او بر ناندرۍ او ببولالې:
بلا موده وشوه چې د لر او بر زلمي پښتانه پر ډیورنډ ناندریو او ببولالو زړه بداوي ته روان دي او دا د وینې د اشتراک د مقدس تهذیب سره هېڅ اړخ نه لګوي، ملت خو جرمني یو ملت وه چې د اویا کاله تقسیم وروسته یې په یوه خړ سهار کې لوی او متحد جرمني له سره وزېږوه او کول د جنازې په مراسمو کې میرکل اوښکې تویولې چې د جرمني د صدارت چوکۍ ته د راتلو مزل مې د کول په همکارۍ وهلی او کول پکې دا ارمان وه چې د شرقي المان نه باید یو څوک د متحد جرمني مشري په غاړه واخلي تر څو المانیان له زړه تسل شي چې مونږ یو ملت یو.

ما چې په دې تېره یوه نیمه میاشت کې د مرکو هوسي افغانانو او بیا د دغسې حساسې قضیې په اړه د دغو ناندرۍ او بې ځایه تبصرې واورېدې پوه شوم چې دا پکې هغه نا قابله او جعلي سیاستمداران دي چې د ډیورنډ پر زخم هغوی خپله مالګې شیندي.

زه خپله بره افغانانو ته وایم هغوی چې ستاسې پلرونو او نیکونو پر ناروا پر پرنګیانو وپلورل هغوی ( افریدي ، وزیر ، یوسفزي ، باجوړي او د جنوب غرب پښتانه ) دغو ټولو د امیر عبدالرحمن خان له شوې معاهدې سره جوخت او تر هغه مهاله چې پرنګی پکې له هندوستانه کډه شو تر هغه مهاله له پرنګي سره جنګېدل، که وزیرو په واڼه کې د نادر خان جنګ کامیاب کړی نه وای نو د قندهار او جلال اباد وضعیت خو د نیمه ناکامۍ وضعیت وه ، د هډې مُلا، د چکنور مُلا، د ترنګزو حاجي صاحب او ايپي فقیر دې ټولو لره پښتونخوا د پرنګیانو په ضد د اور لمبه ګرځولې وه چې ستاسې پلرونو په خپل هېواد کې د غرب د عیاشانو حکمرانانو کوربه وه.

يواځې چې خان عبدالغفار خان د پرنګیانو سره په مقابله کې او د هغوي په جهنمي زندانو کې ده او کورنۍ یې چې څه ولیدل او څه وڅکل هغه په خپل وخت کې د داسې ننګیالۍ مبارزې باب وه چې غفار خان پکې په بره پښتونخوا کې سیال نه درلود.

د امیر امان الله خان په قیام کې په دولس سوه”۱۲۰۰” افریدي خاصدارو کې زر”۱۰۰۰” یې د امان الله خان د جنګ صف ته ورغلل ، که ریښتا مې پوښتې په هند کې د لودي او سوري حکومتونو په تلو دا خوشحال خان وه چې په شرقي قبایلو کې د یوه ازاد ملت او د یوه ازاد افغانستان الف او با ملت ته په میراث پرېښوده.

زه خپلو برو افغانانو ته وایم په کوم موقیعت کې چې مونږه یو، مونږ نه باید د مظلومانو سره ناندرۍ ووهو له هغوی سره مونږ جفا کړې په دغه لهجه ډیالوګ او ناندرۍ بیا د افغانستان له پلازمینې لخوا ټیټ تهذیب دی.
په افغانستان کې خو همدغو نابلدو ارګ او کابل مسخره کړ د سیاستوالو په تعقیب فرهنګیانو ته نه دي پکار چې حساس ملي مسایل ناندریو ته یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx