نړۍ

د اسراييلو او فلسطين پلاوي د خبرو اترو لپاره مصر ته رسيدلي

نن ټکی اسیا(چارشنبه، زمري ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د فلسطين او اسراييلو مذاکراتي پلاوي د خبرو اترو لپاره د مصر پلازمېنې قاهرې ته رسېدلي دي.

د اسراييلو او فلسطيني چارواکو تر منځ خبرې اترې د مصر هېواد په منځګړیتوب په داسې حال کې پيليږي ، چې اسراييل د فلسطيني مقاومت ځينې غوښتنې او شرطونه نه مني.

د فلسطين د جهادي ډلو، هر يو «حماس» او «الجهاد الاسلامي» يو شمېر لوړپوړي چارواکي بيګاه ناوخته د مصري چارواکو په بلنه قاهرې ته رسيدلي دی.

همدارنګه د اسراييلو پلاوي په ترڅ کې د اسراييلو د استخباراتو مشر، د اسراييلو د لومړي وزير د سياسي چارو سلاکار او دفاع وزارت کې د امنيتي چارو مسؤل هم قاهرې ته رسيدلي دي.

د فلسطيني او اسراييلي چارواکو تر منځ غير مستقيمې خبرې اترې په داسې حال کې پيلېدونکې دي، چې له پرون سهار راهیسې دواړو لوريو د ۷۲ ساعتونو لپاره اوربند اعلان کړی دی.

کارپوهان وايي، چې د اسراييلو او فلسطيني چارواکو تر منځ خبرې اترې ډېرې بريالۍ نه ښکاري، ځکه چې هر لوری په خپلو شرطونو ټينګار کوي.

اسراييل وايي، چې دواړه لوري دې پر يو بل له بريدونو لاس واخلي او د اسراييلو ځواکونه به غزه کې پراته وي او حماس بايد خپلې وسلې په ځمکه کيږدي، مګر حماس وايي، چې دا خبرې د دوی لپاره سره کرښه ده او په دې اړه هيڅکله خبرو اترو ته نه دي تيار.

د اسراييلو د بهرنيو چارو وزير افيغدور ليبرمان وايي، چې د غزې تراډه بايد ملګرو ملتونو د امنيتي ځواکونو تر واک لاندې وي، مګر د حماس جهادي ډله د اسراييلو دا غوښتنه په کلکه ردوي.

د فلسطيني پلاوي مشر عزام احمد رسنيو سره په خپلو څرګندونو کې و ويل، چې اسراييلو سره په خپلو شرطونو ولاړ غیر مستقيم خبرو اترو لپاره تيار دي.

د حماس د سياسي کميتې يو غړي خليل الحيه هم بيګاه ناوخته رسنيو سره په خپلو خبرو کې و ويل، چې د فلسطيني ولس د غوښنو پر اساس غير مستقيم مذاکراتو لپاره تيار دي او هغه مذاکرات به هيڅکله ونه مني، چې د فلسطيني ولس غوښتنې پکې نه وي منل شوي.

د فلسطيني چارواکو غوښتنې دا دي، چې اسراييلي ځواکونه دې په بشپړه توګه له غزې ووځي، د غزې ټولې لارې دې د سوداګرو او عامو خلکو پر وړاندې خلاصې شي، د غزې وران شوي ځايونه دې بېرته ورغول شي، د غزې خلکو ته دې د سمندري ښکار اجازه ورکړای شي، د غزې هوايي ډګر دې د پروازونو لپاره پرانستل شي او غزې لپاره دې سمندري لارې پرانستل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x