افغانستان

بغلان او نیمروز کې ترافیکي پېښو ۱۳ تنه ټپیان کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۰ل): سیمه ییز چارواکي په بغلان او نمیروز ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۳ تنو دټپي کېدو خبر ورکوي.

د بغلان د ترافیکو مدیر محمدنظر عابدي وايي، پرون د شنبې په ورځ ددې ولایت دوشي ولسوالۍ په «کیله ګۍ» سیمه کې د کرولا او سراچه موټرو د ټکر پایله کې د دواړو موټرونو ۸ تنه سپرلۍ ټپي شوي دي.

نوموړی زیاتوي، د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي وه او ټپيان دا مهال تر درملنې لاندې دي.

په یوه بله پېښه کې د نیمروز ـ دلارام پر لویه لار د یو لوکسل موټر او باروړونکي ټیلري موټر د ټکر پایله کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.

د نیمروز د امنیه قومندانۍ رسنیز مسئول بهرام حقمل وايي، دا پېښه پرون د شنبې په ورځ د ولایت مرکز چخانسور په «دوراهي» کې رامنځته شوې ده.

د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د سړکونو خرابوالی هغه عوامل دي چې وخت ناوخته د هېواد په لویو لارو کې ترافیکي پېښې رامنځته کوي او له امله یې هرکال په زرګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx