شعـــــرونه

مشرتوب دروند مسؤليت دی ستا قربان شم/ ريحان

شفاعت ريحان

مشرتوب دروند مسؤليت دی ستا قربان شم
امارت ټول امانت دی ستا قربان شم

دغه ټانک، دغه رينجرې او دا زغرې
بيت المال د دې ملت دی ستا قربان شم

د دې صف بې حرمتي لويه ګناه ده
د شهيد لالي عزت دی ستا قربان شم

که په ټيټه رتبه ناست يې ګېله مه کړه
بس همدا دي لياقت دی ستا قربان شم

دا وطن بېخي په مړو رګو ساه اخلي
دا وطن په بل حالت دی ستا قربان شم

د تقوا مور عاجزي ده لاس يې نيسه
د بلا زوی خو شهرت دی ستا قربان شم

شفاعت که یو څۀ تېز ځي پروا نۀ کړي
غم اخيستی د امت دی ستا قربان شم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx