افغانستان

د سوداګرۍ وزیر: له روان اقتصادي کړکیچ څخه د وتلو یوازینۍ لار د مالیې ورکول دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د سوداګرۍ او صنایعو وزیر نورالدین عزیزي له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې چې د مالیې په ورکولو سره هېواد له روان کړکیچ څخه وژغوري.

نوموړي دا څرګندونې د مالیې ورکولو اونۍ په مناسبت ثبت شوي ویډیو پیغام کې کړي او څرګنده کړې یې ده چې د نړۍ ټول پرمختللي او صنعتي هېوادونه یو وخت له سترو ننګونو سره مخ وو؛ خو په خبره یې د مالیې ورکولو اصل په رواجولو سره هغوی توانېدلي ترڅو له دغه حالت څخه خپل هېواد او ولس ته نجات ورکړي.

د سوداګرۍ وزیر دغه راز غوښتنه کړې چې د مالیې ورکولو او راټولولو پروسه کې باید شفافیت رامنځته شي ترڅو په هېواد کې موجود بې وزلي او له هېواده بهر کډوال د نورو له احتیاج څخه پرته په خپل کور بسیا شي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې د افغانستان د ریاست الوزراء د دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي او د کابینې د یو شمېر نورو وزیرانو لخوا «زمونږ مالیه، زمونږ هېواد، زمونږ راتلونکی» تر سرلیک لاندې د مالیې ورکولو اونۍ پرانیستل او د یوې ناستې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد عبدالله

كه تاسو غوارى د عوامو اقتصاد خه شى نو د مالياتو تأثير به برعكس وى زكه ماليات معادل د عوامو د وينى زبيخولو سره. د ماليى او گمركاتو زور له بيوزلو عوامو سخه وزى زكه چى تجاران له خپل جيبه ددولت جيبونو ته نه اچوى بلكه په آخره كى هماغه مالونه په لور قيمت عوامو ته رسيگى د كومو دولتونو چى ماليات او گمركات يى دير دى نو تول عمر عوام يى شپه او ورز د حكومت لپاره لكه غلامان كار كوى دا د انگريزانو او اروپايانو ظالمانه تقليد ده ته ددى حق نلرى چى جبرى د يو چا په… نور لوستل »

ځیرک څارونکی

ګوره ته بالکل له عقل خلاص انسان ئې، ته مونږ ته غیر مقلد یا په اصطلاح تش په نوم سلفی یا اهل الحدیث ښکاری چی د قرآن دوه آیتونه او دوه حدیثونه دې صحیح زده ندې او دعوا د مطلق اجتهاد کوي. زه له تا نه پوښنته کوم ته ډیر پوهیږی که امام جويني او نووي، ته ډیر پوهیږی که دې ابن باز، ابن عثیمین او ابن الجبرین دا ټول وائې چی د ضرائبو وضع د خلکو د عمومی ضروري مصالحو او نورو خیر ښیګڼو کارونو لپاره روا ده او هر څوک باید پدې کارونو کې د خپل وس او… نور لوستل »

محمد عبدالله

زيرك جانه شخصى خبرى پريژده ستا هره تبصره فقط په شخصى اعتراضونو او اتهاماتو بناء وى ، كه ته رختيا يوه موضوع ثابتول غوارى او د يوى نظريى تأئيد يا ترديد كوى نو په دلايلو راورلو او تر بحث لاندى موضوع باندى رنا اچولو باندى تمركز وكره ، دا چى ته زما په شخصيت باندى په جهل سره توله ورز او توله شپه تاپى ووهى او زان سترى كرى او بيزايه شيان وليكى دا د بحث لاندى موضوع باندى چى ستا كوم موقف ده د هغه اثبات لپاره گته نكوى او زما موقف رد كولى نشى. ته كوشش وكره د… نور لوستل »

محمد عبدالله

مننه

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x