دیني، سیرت او تاریخ

بد نظري عامه وبا او لويه ګناه ده

حسان مجاهد

بد نظري (حرامو ته په شهوت سره کتل)ناروا عمل او د ډېرو فتنو وسيله ده، الله تعالی فرمايي:

قُل لِّلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ. وَقُل لِّلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ …] (النور: ۳۰/۳۱) .

ژباړه: او ووايه (ای رسوله!)  مؤمنانو ته چې خپل نظر په خپل واک کې وساتي او د خپلو شرم ځايونو ساتنه وکړي، دا د هغوی لپاره ډيره پاکه کړنلاره ده، هغوی چې څه کوي الله پرې خبريږي او مؤمنانو ښځو ته ووايه چې پټې دې کړي سترګې خپلې ( له نامحرمو) او د خپلو شرم ځايونو ساتنه دې وکړي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي دي «فزنا العين النظر» د سترګو زنا حرامو ته په شهوت سره کتل دي. رواه البخاري ۶۷۴۳

بې ږیري هلکانو ته کتل هم حرام کار او د ډيرو فتنو مقدمه ده.
معاصر علماء ليکي چې تصويرونو او فلمونو ته کتل هم داسې حرام دي لکه اصلي نظر، بلکه تر اصلي نظر فتنه پکې زياته ده ځکه اصلي نظر محدود وي خو له فلم او تصوير څخه ډېره استفاده کیدلای شي.

الله تعالی لومړی د سترګو په کښته کولو او بيا د شرم ځای په ساتنه امر وکړ، ځکه د سترګو غلط استعمال په فحاشي او فتنه کې د وقوع يوه لاره ده، خو د تأسف خبره داده چې نن دغه ګناه دومره عامه شوې ده او مسلمانان دومره ورسره اشنا شوي دي چې خلګو ته ګناه نه ښکاري، ددې دوه علته دي.

۱_ د ګناه د وسائلو ډيروالی:
پخوا به د بدنظرۍ امکانات کم وو خو اوس په لږ وخت کې څوک کولی شي د دنيا نامحرمو ته په يوه لحظه ښه په اطمینان سره وګوري، ځکه کفارو د هر مسلمان جيب ته د ګناه اسباب ورسول.

۲_د غربي ديموکراسۍ په نتيجه کې د ښځو مطلقه واکمني او آزادي.

د بدنظرۍ نقصانات:
۱_د نورو اندامونو ګناه:
د پورته آيت د آخري جملې«ان الله خبير بما یصنعون» په تفسير کي علامه آلوسي رحمه الله وايي «باستعمال سائرالحواس»الله تعالی د نورو اندامونو په استعمال علم لري، ددې جملې له ماقبل سره مناسبت دادی چې کله نظر غلط استعمال شي نو سترګې د منظور او محبوب د ليدلو، غوږونه د هغه د آواز اوريدلو، پښې د هغه طرفته د تللو، لاسونه د هغه سره د ملاوېدلو او زړه د هغه سره د خبرو کولو تمنا او کوشش کوي چې بالآخره ټول اندامونه د ګناه په ارتکاب اخته شي.

۲_ د سترګو په امانت کې خيانت:
الله تعالی وايي(يعلم خائنة الاعين وماتخفي الصدور)الله تعالی دسترګو په خيانت او دزړه په رازو خبرده او دسترګو خيانت دسترګو په غلط استعمال کی ده.

۳_ د محمد صلی الله عليه وسلم په وينا ملعون ګرځيدل:

د مشکوة شریف حديث ده«لعن الله الناظر والمنظورالیه» د الله تعالی لعنت دې وي په کتونکي او په هغه چا چې د بل کتلو ته ځان چمتو کوي.

۴_حماقت او بې عقلي:
حکيم الامت اشرف علي تهانوي رحمه الله تعالي وايي هره ګناه کول د لوی حماقت دليل دی، ځکه په ګناه کولو سره د هغه مالک او خالق ناراضايي رامنځته کيږي چې د ګناهګار ژوند، مرګ، روح، صحت، مرض، سکون، بده او ښه خاتمه ټول د هغه په قبضه کې دي، که له ګناهګار څخه يوه سترګه الله تعالی واخلي نو ټوله دنيا په دې قدرت نه لري چې دۀ ته هغه رنګه سترګه ورکړي.

۵_د زړه کمزوري:
کله چې نظر په ښايسته انسان ولګيږي نو بياپه زړه کې یو نوع کشمکش، منظور ته ميلان، غلط اوهام او بالاخره منظور ته د نه رسيدا په صورت کې په زړه کې غم او حسرت پيداکيږي چې دا ټول د زړه د کمزورۍ اسباب دي.

۶_ طبي نقصانات:
بد نظري د ډيرو طبي نقصاناتو لامل ګرځي چې له بعض نقصاناتو څخه يې د سرعت انزال او مثانې ناروغي هم ياد شوي دي.

۷_ د نعمت ناشکري:
سترګې د الله تعالی ستر نعمت دی او ددې نعمت ناشکري د سترګو په غلط استعمال کې ده.

۸_ د سترګو کمزوري:
د سترګو د نعمت کفران په بدنظرۍ کې ده او د نعمت په کفران پسې د الله تعالی عذاب متصل وي او يو له عذابونو څخه د سترګو د ليد او صحت څخه بې برخې کېدل دي.

له بد نظرۍ څخه د اجتناب فايدې:
۱_ د الله تعالی د امر اتباع.
۲_ د ايمان حلاوت او د زړه بصيرة:
الله تعالی انسان ته جزاء د عمل له جنس د عمل ورکوي، کله چې څوک د الله تعالی له وېرې د سترګو حفاظت وکړي نو په عوض کې الله تعالی د زړه بصيرت، حکمت او د ايمان خوند ور په برخه کوي[من ترك شيئاً لله عوضه الله خيراً منه]څوک چې د الله تعالی لپاره کوم کار پريږدي نو په عوض کې الله تعالی تر هغه خير ورپه برخه کوي.

۳_د فتنو مخنيوی:
په قرانکريم کې د شرمګاه حفاظت د سترګو په حفاظت پسې مقارن ذکر شو ځکه د سترګو په حفاظت سره د ډيرو فتنو او فحاشيو مخنيوی کيږي.

۴_د نعمت شکر:
سترګې د الله تعالی ستر نعمت دی او ددې نعمت شکر د سترګو په ساتنه کې ده.

۵_د الله تعالی خشية:
که د ګناه په موقع د سترګو ساتنه وشي نو دا د بنده په خوف الهي دلالت کوي او خائفين خلک الله تعالی ته ډېر نږدې او د سترو نعمتونو مستحقين بلل شوي دي.

توصیه:
د بدنظرۍ په اړه معاصرو علماوو ډيرې ليکنې او ويناوې کړې دي خو ډېره توجه دې موضوع ته عارف بالله حکيم محمد اختر رحمه الله تعالي کړې ده او پدې موضوع يې ډيرې ليکنې او ويناوې شته، هغه ته په اوس عصر کې (مجدد غض البصر) ويل کيږي، دده په اړه ويل شوي دي چي په اوه کلنۍ کې يې د سترګو حفاظت شروع کړی و نو د نوموړي مرحوم کتابونه بايد مطالعه شي او خلګو ته ددې ګناه په قباحت او خرابيانو بايد سم پوهاوی ورکړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx