افغانستان

مخدوم عالم د عبدالرؤوف ماشوم د اختطاف په تور کابل ته راوړل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د اسلامي امارت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني وايي، په فاریاب ولایت کې یو ځايي سرګروپ مخدوم عالم د اختطاف په تور کابل ته راوړل شوی دی.

سمنګاني له بي بي سي فارسي څانګې سره د مرکې په ترڅ کې ویلي، چې مخدوم عالم دوه ورځې وړاندې د کشفي او عدلي ارګانونو لخوا د یوې قضیې د سپیناوي لپاره بلل شوی ؤ، چې دا مهال نوموړی کابل ته راغلی دی.

داچې له مخدوم څخه د کومې قضیې په هکله څېړنې کیږي، ښاغلي سمنګاني ویلي چې له نوموړي څخه د اختطاف د یوې قضیې په هکله څیړنې کیږي؛ خو داچې پخواني رژیم کې دولتي چارواکو څخه چا پوښتنه نه شوه کولای، نو ځکه یو شمېر خلکو لاریون وکړ او ځینو بهر میشتو خلکو دې مسئلې ته قومي رنګ ورکړ، چې حقیقت نه لري.

که څه هم سمنګاني د اختطاف ددغې قضیې په هکله نور جزیات نه دي ورکړي؛ خو په بلخ کې د اسلامي امارت یوې سرچینې د نوم نه څرګندولو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي، چې مخدوم عالم د عبدالرؤوف ماشوم د اختطاف د قضیې په تړاو نیول شوی دی.

سرچینې دغه راز ویلي، چې امنیتي ځواکونو دوه میاشتې وړاندې په بلخ او فاریاب کې مخدوم عالم ته نږدې یو شمېر کسان نیولي وو او دنیولو دا لړۍ همداسې روانه وه چې بلآخره د مخدوم په نیولو سره رسنیزه شوه.

ددې ترڅنګ داسې ویل کیږي چې مخدوم عالم ایران ته د پخواني ټوپکسالار نظام الدین قیصاري په تېښته کې مرسته کړې او همدغه راز د داعش له وسله والو سره هم پټې اړیکې پالي.

مخدوم عالم چې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت مخکې په فاریاب کې د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون مسئول په توګه دنده ترسره کړې له دې نه علاوه په مختلفو ملکي او نظامي برخو کې کار کړی دی.

دوه ورځې وړاندې کله چې د اسلامي امارت ځواکونو نوموړی په فاریاب ولایت کې ونیولو یو شمېر خلکود هغه په پلوۍ په میمنې ښار کې اعتراضي لاریون وکړ، په ښار کې یې بې نظمي او امنیتي ځواکونو سره نښته وکړه، چې وروسته امنیتي ځواکونو د ښاري نظم ساتلو په موخه د هغوی لاریون خپور کړ.

په دغه لاریون او تاوتریخوالي کې لږ تر لږه د یو تن د مړیني او درې نورو د ټپي کېدو خبر ورکړل شوی وو.

که څه هم په ټولنیزو رسنیو کې د فاریاب لپاره د پخواني رژیم یو شمېر چارواکو دغې پېښې ته د قوميت رنګ ورکولو هڅه وکړه؛ خو په فاریاب او جوزجان کې د اسلامي امارت ازبک او ترکمنو جهادي قومندانانو دا خبرې بې اساسه وبللې او د اسلامي امارت صف یې له هرډول تعصب څخه پاک او متحد وبللو.

د جوزجان والي داملا شعیب په میمنې ښار کې وروستي لاریون کوونکي او د ښاري نظم اخلال کوونکي د فاریاب د ولس او د مخدوم عالم دښمنان یاد کړل او خبرداری یې ورکړ چې د فاریاب «مجاهدین» او علماء به هیچاته اجازه ورنه کړي چې د اسلامي امارت په وړاندې ناوړه حرکت وکړي.

ددې ترڅنګ د فاریاب مرستیال والي قاري پهلوان هم د اسلامي امارت په پلوۍ خپلې وینا کې ټینګار وکړ چې د وینې تر وروستي څاڅکي به د اسلامي نظام څخه دفاع کوي او هیڅ «اخلالګر» ته دا حق نه ورکوي چې د خپلو شومو اغراضو لپاره د فاریاب د ولس له نامه څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

له بل پلوه د فاریاب مشهور قومندان قاري صلاح الدین ایوبي د یو ویډیو پیغام له لارې ویلي، چې نوموړی په کابل کې دی او هیڅ برید ورباندې نه دی شوی. هغه د اسلامي امارت په صف کې د قومي تعصب مسئله بې اساسه وبلله او دا یې د «دښمنانو» ناوړه تبلیغات یاد کړل.

دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی چې قاري صلاح الدین ایوبي فاریاب ته په لاره له یو کمین څخه روغ وتلی؛ خو یو ساتونکی یې وژل شوی ؤ، کوم خبر چې د ځايي چارواکو او په خپله ایوبي لخوا درواغ وبلل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

عجیبی ډرامی روانی دی. طالبان هم هغه پخوانی قاطع دریز نلری. اختطافګر باید علنی اعدام شی خو تر اوسه پوری یی یو هم ندی اعدام کړی. د وسلو قاچاقبران تری تم شول پس له نیولو ټول ورک شول هیڅوک نه پوهیږی چی هغوی څوک ول او ولی طالبانو پټ ساتلی یا یی ایله کړی دی. لدی لیکنی داسی ښکاری چی دوی یعنی طالبان له پخوا څخه په اختطاف کی لاس درلود او له خلکو یی پیسی پدی وسیله اخیستی او جهاد بیا پری کاوو.

خوګياڼي

دغه د طالب په جامه کې قومندان نه يوازې د احتطاف بلکې د دستميانو سره د اړیکو په هکله هم څيړنه وشي. او بل د فرياب په احتجاج کې په ښکاره د ګلم جم د غلو او قاتلانو غړي هم ښکاريده چي څيړنه وشي. د دوى دا احتجاج په څرګند ډول د اسلامي نظام په خلاف وو نو بايد په راتلونکي کې اسلامي امارت د دغه اسلام دشمنه کړيو مخه ونيول شي.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x