افغانستان

مجاهد: راتلونکی پسرلی به ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۲۶ مرغومي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی هیله لري چې د راتلونکي کال په حمل میاشت کې په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیستل شي.

نوموړي دا څرګندونې تیره ورځ له اسوشیټیډ پریس خبري آژانس سره د یوې ځانګړې مرکې پرمهال کړي او زیاته کړې یې ده چې دا مهال تر ټولو لویه ستونزه د نجونو د لیلیو(شپې اوسېدو ځایونو) کموالی دی، ترڅو نجونې وکولای شي هلته واوسیږي.

مجاهد ویلي، د اسلامي امارت د ښوونې او روزنې وزارت چارواکي هڅه کوي ترڅو د نجونو لپاره د جلا ټولګیو په جوړولو سره هغوی ته د زده کړو مناسب چاپیریال برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت له بشپړ حاکمیت وروسته د پلازمینې کابل په ګډون مختلفو ولایتونو کې په تدریجي ډول د نجونو ښوونځي له لومړي ټولګي څخه تر شپږم ټولګي پورې پرانیستل شول او په یو شمېر ولایتونو کې له شپږم ټولګي پورته هم پرانیستل شول؛ خو د مناسب درسي چاپیریال د نشتون له کبله لاهم په ځینو سیمو کې له شپږم ټولګي څخه د لوړو ټولګیو ښځینه ښوونځي تړلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx