شعـــــرونه

وخت و انسي وحشیان مې ژوند ته په کمین ناست وو/ کامران

راشد کامران

وخت و انسي وحشیان مې ژوند ته په کمین ناست وو
زما مذهب، زما کلتور ته په توهین ناست وو

جهان یې زور ته سر نګون، ګوته په غاښ ناست و
خو بد انجام ته یې تقدیر له خندا شین ناست و

دعویداران د بشریت به زه در وپیږنم
وو انسانان خو سره لېوان یې پر باطن ناست وو

یو قلندر لکه عمر د زمري زړه لرلو
هم یې پر مټو باندې سیوری د شاهین ناست وو

وخت و د بدر فرشتې د وطن غرو ته راغلې
او په ”حیزوم ” باندې حضرت روح الامین ناست و

تاریخه دا د محبت سند کلک یاد وساته!
یو ځوان مرمیو ته نیولی و جبین ناست و

دلته یې غوټه غوټه وینې په رخسار بهیدې
هلته یې روح سر په سجده په علیین ناست و

راشد انځور کړه تصور کې چې، صحنه د محشر
هر یو شهید، خائن نیولی و تر ګرین ناست و

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx