افغانستان

په بانکونو کې  (ATM) نن بېرته فعال شول

نن ټکی اسیا (یکشنبه،  ۲۶ مرغومی، ۱۴۰۰ل):  د افغانستان بانک وايي چې د صرافۍ خپل کاره ماشینونه یا  ATM د پنځو میاشتو وروسته نن بیا په فعالیت پيل کړ.

د افغانستان بانک ویاند صابر مومند ویلي دي چې هیوادوال کولای شي چې  د خپلو بانکي حسابونو څخه د دغه ماشین له لارې پیسې راوباسي.

تېره ورځ د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې سوداګریزو بانکونو ته یې متحدالمال مکتوب صادر کړی دی چې پر بنسټ به یې سوداګریز بانکونه په ځانګړو ځایونو کې د صرافۍ خپل کاره ماشینونه (ATM) څخه پيرودونکو ته د ګټې اخیستنې زمینه برابروي.

د مرکزي بانک ویاند ویلي چې دوی د بانکي سکتور عادي حالت ته د راګرځولو په برخه کې په جدیت سره کار کوي او د صرافۍ د خپل کاره ماشینونو فعالیدل یو ښه زیری دی.

د یادونې وړ ده چې حاضره د افغانستان سوداګریز بانکونه په محدودو څانګو کې مشتریانو ته پیسې ورکوي چې له کبله یې ډیر خلک له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان بانک له خوا د وضع شوو محدودیتونو له مخې حاضره د انفرادي حسابونو درلودونکي  په میاشت کې یواځې ۱۲۰۰ ډالر او شرکتونو حسابونو تر ۲۵زره ډلرو پورې له بانکونو راویستلای شي.

که څه هم بانکونه محدود اندازه پیسې خپلو مشتریانو ته ورکوي، خو پر دې سربېره سوداګریز بانکونه خپل ټول ATM بند کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx